د افغانستان د فرهنګي اثارو نندارتون د ۱۳۹۷ کال د سرطان په ۱۴ نیټه د جرمني په پلازمینه برلین ښار کې په BSP پوهنتون کې پرانیستل شو. په دې نندارتون کې د افغانستان د کلتور او تاریخ په اړه یو شمیر اثار نندارې ته وړاندې شول.  په نندارتون کې د افغانستان د بیلابیلو سیمو جامې او انځورونه د افغانانو دودیز خوراکونه د افغانستان د مختلفو سیمو تاریخي تصویرونه او د نقاشي اثار د افغانانو دودیز لوښي او نور اثار نندارې ته وړاندې شوي وو.
د نندارتون لیدلو ته په سلګونو آلمانیان او په آلمان کې اوسیدونکي بهرنیان او محصیلین راغلي وو چې ټولو د افغانستان اثار ډیر خوښ کړل.
د هر اثر په اړه ورته معلومات ورکړل شول.
په برلین کې د افغانستان د کلتوري اثارو د نندارتون لیدونکو آلمانیانو او په برلین کې اوسیدونکو نورو بهرنیانو او محصیلینو د افغانستان فرهنګي اثار په تیره افغاني جامې ډیرې خوښې کړې.
زیاتره ځوانانو او نجونو به د څو شیبو لپاره افغاني جامې اغوستې او یادګاري عکسونه به یې ورسره اخیستل.
د آلمان د لیبرال ګوند استازي کرستیان ګروس چې د نندارتون لیدلو ته راغلی و` وویل( له افغانستان څخه تل د جګړو، ویرې، وژنو او وینو خبرونه اورو، جهانیان فکر کوي چې د افغانانو له جنګه پرته نور څه نه دي زده، نن مې چې د افغانستان د بډای کلتور ځينې نمونې ولیدې خوشحاله شوم چې دا خلک د لوړ تمدن او عالي ارزښتونو خاوندان دي..)
په آلمان کې د افغانستان فرهنګي آتشې مسول علم ګل سحر له ښاغلي کرستیان ګروس سره  د راتلونکو کلتوري پروګرامونو په اړه خبرې وکړي چې په آلمان کې د افغان سفارت د فرهنګي آتشې د دفتر له خوا د آلمان په بیلابیلو ښارونو او ایالتونو کې د افغاني فرهنګ د ورپیژندلو په برخه کې محفلونه او نندارتونونه جوړ شي. چې په ډیره خوښۍ یې د ګډو همکاریو ژمنه وکړه.
په پام کې ده په جرمني کې د افغانستان د فرهنګي آتشې د دفتر له خوا د آلمان په نورو ښارونو کې دا ډول نندارتونونه جوړ شي.
One thought on “په جرمني کې د افغانستان د فرهنګي اثارو نندارتون‎”

ځواب ورکول سبا راهی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *