په جنسي تېري تورن حسین خاوري

تاند- هغه افغان مهاجر، چې په جرمني کې د طب د یوې محصلې په جنسي تېري او قتل تورن دی، اعتراف کړی چې په خپل هیواد کې یې هم پر یوې کم عمره نجلۍ جنسي تجاوز کړی دی.

دا خبر د جرمني رسنیو نن /سې شنبه/ خپور کړ او ویې ویل چې حسین علي خاوري اوس د جرمني په لوېدیځ ښار فریبورګ کې د نولس کلنې ماریا لادینبورګر د قتل په خاطر محاکمه کېږي.

په حسین خاوري تور پورې شوی چې پر ماریا یې د تېر کال په اکتوبر کې لومړی جنسي تحاوز کړی او بیا یې وژلې ده.

ماریا لدېنبرګر د پېښې قرباني نجلۍ

اوس دا هم څرګنده شوې چې حسین په خپل هیواد افغانستان کې پر یوې ۱۲ کلنې ماشومې جنسي تېری کړی دی.

خاوري د پوښتنو – ګروېږنو لپاره په توقیف ځای کې دی او هلته یې نورو بندیانو ته ویلي چې په څوارلس کلنۍ کې یې په خپل هیواد کې پر یوې دوولس کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و.

د فریبورګ پولیسو په سیمه ییزه محکمه کې د خاورې د محاکمې په ترڅ کې دا خبره تایید کړه.

حسین په محکمه کې د ماریا لادینبورګر پر وژلو اعتراف کړی دی.

ماریا له خپلو سهیلیو سره

د ماریا لادینبورګر پلار په بروکسل کې د اروپايي کمیسیون د قانوني چارو لوی سلاکار دی.

د پولیسو په وینا د خاوري مور و پلار په افغانستان کې د هغې نجلۍ له مورو پلار سره، چې ده پرې جنسي تجاوز کړی و، روغه کړې وه چې پېښه به نه رسمي کوي.

دا هم څرګنده شوې ده چې حسین خاوري په ۲۰۱۳ م کال د یونان په کورفو ټاپو کې د یوې ښځې د وژلو هڅه کړې وه او په ۲۰۱۵ کې په ۱۰ کاله قید محکوم شوی و، خو له هغه ځایه جرمني ته وتښتېد.

په دې اړه لومړنی خبر

3 thoughts on “په جرمني کې په جنسي تېري تورن افغان په خپل هیواد کې هم جنسي تېری کړی”

ځواب ورکول Jabarkhil ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *