ماریا لدېنبرګر د پېښې قرباني نجلۍ

تاند – د جرمني په جنوب لوېدیځ کې یوه ۱۷ کلن افغان زلمي په یوه ۱۹ کلنه جرمنۍ نجلۍ جنسي تجاوز کړی بیا یې وژلې او مړی یې سیند ته غورځولی دی.‌

دغه پېښه د بادېن وېرتېمبرګ ایالت په فریبرګ کې پېښه شوې ده، او هلک پولیسو نیولی دی.

د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼه لیکي چې،‌ نجلۍ د مطالعې لپاره د سیند غاړې ته تللې وه چې د هلک د بد نیت ښکار وګرځېده.‌

د جرمني پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې په سیمه کې یې د هلک وېښتان موندلي او تر لابراتواري معایناتو وروسته یې هلک تعقیب کړی او نیولی دی چې وروسته هغه هم په خپل جرم اعتراف کړی دی.‌ د نجلۍ ټیکری او مړ جسد د سیند په غاړو کې موندل شوي دي.

ماریا له خپلو سهیلیو سره
ماریا له خپلو سهیلیو سره

د ماریا لدېنبرګر په نامه نجلۍ د طب پوهنځي محصله او د اروپایي اتحادیې د یوه جیګپوړي چاوراکي لور وه، په داسې حال کې چې افغان هلک له افغانستان څخه جرمني ته د کډوالۍ په نیت تللی وو او هلته یوې جرمنۍ کورنۍ د بشري خواخوږۍ په اساس په خپل کور کې تر سرپرستۍ لاندې نیولی وو.‌

ورځپاڼه لیکي چې د دې پېښې په هکله د خبرونو له خپرېدلو څخه وروسته د جرمني په لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل بیا د جرمني د هغو وګړو او سیاستوالو له خوا د هغې د پرانستو دروازو له امله انتقادونه او غوسې زیات شوي دي چې هغې د کډوالو پر مخ خلاصې پرېښې دي.‌

پولیس اوس هڅه کوي چې معلومه کړي چې ایا دغه هلک خو به د کارولین ګ په نامه د هغې نجلۍ په جنسي تېري او وژلو کې هم لاس نه لري چې د نومبر په میاشت کې له دې سیمې څخه ۳۰ کیلومتره لیرې د ایندینګ په سیمه کې وشوه او د نجلۍ تجاوزګر او قاتل هېڅ معلوم نشو.

کارولین ګ
کارولین ګ

خواوشا دوه اونۍ مخکې د ۱۸ کالو په عمر یوه بل افغان زلمکي د چک جمهوریت په پراګ ښار کې یوې ۵۰ کلنې نرسې ته لاس وراچولی وو چې هغه پېښه هم د هغه هېواد په رسنیو کې د افغانانو پر ضد د سختو تبلیغاتو سبب وګرځېدله.‌

ویل کیږي چې په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې انساني قاچاقچیان ځوانانو ته داسې تبلیغات کوي چې کولی شي په اروپایي هېوادونو کې نجونې او ښځې په اسانۍ سره د جنسي وسیلې په حیث استعمال کړي او دغه ځوانان هم چې اکثر یې بې تعلیمه دي د ځایي کلتوري ارزښتونو له پام کې نیولو څخه پرته له وخت نه په استفادې دغه ډول جنایتونه کوي چې هم ورسره خپل ژوند خرابوي او هم د افغانانو او افغانستان لپاره د لویې بدنامۍ سبب ګرځي.‌

One thought on “په جرمني کې یوه افغان ځوان یوه نجلۍ له جنسي تجاوز وروسته وژلې او سیند ته اچولې ده”

ځواب ورکول pattang ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *