تاند – په پېښور کې دېره جهادي ډلو د ۱۹۸۹کال د مارچ په ۵مه له اوس نه پوره ۳۰ کاله وړاندې د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد برید پیل کړ.

په دغه جنګ کې چې ویل کیږي د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې (آی اېس آی) پلان کړی و د افغان مجاهدینو له لوري د اسلامي حزب (حکمتیار)، اسلامي حزب (خالص)، اسلامي اتحاد (سیاف)، اسلامي جمعیت (رباني) او نورو ډلو جنګیالیو برخه لرله.

تاریخي اسناد ښیي چې په جلال اباد باندې برید ته د تنظیمي ډلو تر څنګ د پاکستان د پوځ د XII قول اردو د ۴۰مې لوا،‌ د ځانګړیو فعالیتونو  د لوا (Special Activities Division)، او د اېس اېس ریاست (SS Directorate) پوځي ځواکونه رالېږل شوي وو.

سربېره پر دې، ګڼ شمېر عرب جنګیالي او نور رضاکاران هم د مجاهدینو په ملاتړ په جنګ کې دخیل وو چې د ټولو جنګیالیو شمېر ۱۰ زره کسان ښودل شوی دی.

برید د ۱۹۸۹ د مارچ په ۵مه پیل شو. په پیل کې د حکومت مخالفینو کافي اندازه پرمختګ وکړ، او د حکومت یو شمېر ملاتړي ملکي او نظامي کسان یې مجبور کړل چې د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو ته ور وتښتي او تسلیم شي.‌

یو شمېر اسناد ښیي چې د اسلامي حزب او اسلامي اتحاد جنګیالیو تسلیم شوي عسکر او ملکي کسان ووژل، خو یو شمېر تحلیلګران وایي چې تسلیم شوي کسان عرب جنګیالیو او پاکستاني پوځیانو ووژل یا یې حلال کړل او ویل یې چې د هغوی مرګ روا دی.‌

کله چې د تسلیم شویو کسانو د مرګ خبر د ښار خلکو ته ورسېد د وتلو هیله یې له لاسه ورکړه او د ۱۱مې فرقې سرتېرو کمربندونه د اغزن سیم او پرسونل ضد ماینونو په ښخولو سره داسې کلک کړل چې ښاریانو ته یې د وتلیو لارې بندې کړې څو د جنګیالیو په لاسونو د هغوی د وژل کېدلو مخه ونیسي.

د افغان ملي اردو سرتېرو چې دواړو خواوو ته د مرګ له ګواښ سره مخامخ شوي وو دا غوره وګڼله چې جنګ ته دوام ورکړي.

د افغان هوایي ځواک الوتکو خپل بمبار د ورځې ۲۰ ځلو ته ورساوه او ویل کیږي چې ټرانسپورټي الوتکې یې هم داسې عیارې کړې چې له لوړې ارتفاع څخه بمباري وکړي. الوتکو خوشه یي بمونه غورځول پیل کړل چې د یاغیانو لوري ته یې سخت تلفات ور واړول.

ویل کیږي چې په کابل کې نصب شوې د سکډ توغندیو دستګاه په جلال اباد کې د ځواکونو د ملاتړ په ترڅ کې له ۴۰۰ څخه ډېر توغندي وورول چې د حکومت ضد جنګیالیو مورال یې ډېر کمزوری کړ.

د افغان حکومت د هغه وخت د استخباراتو یوه چارواکي تاند ته وویل، د یوه نصب شوي سیستم د معلوماتو په اساس په دغه جنګ کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۶ زره غټې ګولۍ په جلال اباد ښار لګېدلې وې او د ښار نژدې ټولې کوڅې د ښاریانو په مړو ډکې وې.

د اسلامي حزب (خالص ډلې) قوماندان عبدالحق او د اسلامي جمعیت (رباني ډلې) قوماندان مسعود په دغه جنګ کې برخه نه وه اخیستې.

د قوماندان عبدالحق له قوله ویل شوي چې ویې ویل، «څنګه کېدای شي چې مونږ افغانان، چې هېڅکله مو په جنګ کې ماته نه ده خوړلې، له هغو پاکستانیانو څخه پوځي هدایات واخلو چې هېڅکله یې جنګ نه دی ګټلی؟» او مسعود دا جنګ د حکمتیار د واک ته رسولو لپاره د پاکستان یوطرفه اقدام بللی او ویلي یې وه چې هغه د دغه جنګ په هکله له بي بي سي راډېو څخه خبر شو.

یو شمېر تحلیلګران وایي چې پاکستاني مقاماتو غوښتل چې په جلال اباد کې د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حکومت جوړ کړي، خو پخپله ښاغلي حکمتیار په دې هکله څه نه دي ویلي لاکن د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت سره د سولې له تړون کولو څخه وروسته یې په جلال اباد کې په خپله لومړۍ وینا کې په ۱۹۸۹ کال کې په جلال اباد برید کول اشتباه وبلله.

د جلال اباد جنګ د حکومتي ځواکونو د مقاومت او د جنګیالیو خوا ته د مهماتو په کمېدلو سره ورو شو او حکومتي ځواکونه وتوانېدل چې ډېرې له لاسه وتلې سیمې له مجاهدینو او پاکستاني پوځیانو څخه بېرته ونیسي.

دغه جنګ د ۱۹۸۹ د جون په وروستیو کې د افغانستان د حکومت په بریا سره پای ته ورسېد او د وخت شوروي پلوه ولسمشر ډاکتر نجیب الله چې ویل کیږي دغه وخت یې عمر ۴۳ کاله وه دا د خپل حکومت لپاره ستره بریا وبلله او ویې ویل چې هغه وړاندوینې دروغ وختلې چې غربي او پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د شوروي پوځونو له موجودیت پرته د افغانستان اردو نشي کولی چې څو اونۍ هم مقاومت وکړي.

د پاکستان د پوځي استخباراتو یوه چارواکي، برید جنرال محمد یوسف، وویل،‌ «په جلال اباد کې جهاد ته ور اوښتې ماته هېڅکله بیا ونه رغېدله،»

د امریکا د متحده ایالاتو مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پوست د ۱۹۸۹ د جولای په ۸مه ولیکل، «په جلال اباد کې حکومتي عسکر خوشحال وو او د بریا د لمانځلو لپاره یې خپل لاسونه پورته نیولي وو،»

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۱۹۸۹ د اپریل په ۳۰مه ولیکل، «له جلال اباد څخه له دفاع کولو وروسته د کابل پر ځان باور زیات شو،»

د افغانستان د استخباراتو د ادارې یوه پخواني کارمند خواني خان تاند ته وویل، د جلال اباد د جنګ د قوماندې لپاره پخپله ډاکتر نجیب ورغلی وه، خو لیکلي اسناد ښیي چې د حکومت له خوا د ځواکونو قومانده د محمد فهیم، عبدالرشید دوستم او نورالحق علومي په لاس کې وه او د مجاهدینو او د پاکستان خواته د جنګیالیو قومانده د عبدالرب رسول سیاف، ګلبدین حکمتیار او جنرال حمیدګل په لاس کې وه چې په جنګ کې له ماتې څخه وروسته لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو له خپل مقام څخه لیرې کړ او پر ځای یې شمس الرحمان کالو د آی اېس آی رییس وټاکه.‌

د افغانستان د حکومت لوري ته په جنګ کې د ننګرهار د ۱۱مې فرقې ځواکونو او د سکاډ توغندیو نښه ویشتونکو برخه لرله او د جنګیالیو لوري ته تنظیمي کسانو، د پاکستان د XII قول اردو د ۴۰مې لوا، د ځانګړیو فعالیتونو د لوا (Special Activities Division) او د اېس اېس ریاست (SS Directorate) پوځیانو برخه لرله.

په دغه جنګ کې د افغانستان د ښکېل پوځي ځواک شمېر ۱۵۰۰۰ کسان او د پاکستان له لوري د ښکېلو پوځیانو او مجاهدینو شمېر ۱۰ زره تنه ښودل شوی دی.

د جلال اباد د ۱۹۸۹ کال په جنګ کې د افغانستان د حکومت لوري ته د وژل شویو پوځیانو شمېر نه دی یاد شوی خو د پاکستان خوا ته د وژل شویو پوځیانو او مجاهدینو شمېر ۳۰۰۰ کسان یاد شوی دی.

ویل کیږي چې د جلال اباد ښار او خواوشا سیمو کې له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ پورې ملکي کسان ووژل شول او د ۱۰۰۰۰ په خواوشا کې نور په دې بریالي شول چې ژوندي وتښتي.

10 thoughts on “په جلال اباد ښار د پاکستان د پوځ د ۴۰مې لوا د برید ۳۰ کاله پوره شول”
  1. اصلا ولس ډیرذلیله سپک بې وطنه جاهل و خرشعوره دی چې دغو جنایتکارو وطنپلورو ناموس پلورو رهبرانو پسې بیاهم لکه د سپیو ګله روان دي

  2. ځینی وخت می د قلم څوکه د انډیوالۍ او وطندارۍ د مراعت د اصل په منګولو کی ګرفتاره شی او مستی می په مستو( د شلومبو ګاټه حالت) بدله شی
    په هره توګه
    یوه پوښتنه لرم
    په پورته لیکنه کی د رژیم د مدافعینو قومانده د محمد فهیم او علومی او دوستم په نومونو بیان شوېده
    دوستم او علومی خو ټول پېژنی
    آیا فهیم همهغه د کرزی د وخت مارشال یا مار شال ؤ او که کوم بل څوک؟
    که همهغه مارشال نه ؤ او کوم بل څوک ؤ نو اوس چیرته دی
    آیا ژوندی دی او که ئې وفات کړیدی؟

  3. سلیم خانه
    ستا تُند احساسات احتمالاً د وطن پالنی ښکارندوی دی
    هیله ده د احساساتو جغرافیا او تاریخ دی ډېر پراخ وی او فقط د جلال آباد د جګړې مخکی یا وروسته محدوده کی ایسار نه وی
    جوړ اوسې

    1. ښاغلی غلام حضرت

      له نظر دې مننه. زما تبصره د تاند راپور پورې وه او د راپور جغرافیه او زماني محدوده همدومره وه

  4. WE ARE MUSLIM BUT UNEDUCATED.
    ALWAYS WE USED BY NAME OF ISLAM/MUJAHID.
    THOUSANDS OF SCHOOLS IS BURNING.TEACHER ARE KILLED BY ENEMY.
    PAKISTANI INTILLEGENT LIKE GULBUDDIN/SAID HAMED GILANI
    LIVE IN AFGHANISTAN/BUT THEY ARE HONEST TO PAKISTAN.
    WE HAVE TO INCREASE POLITICAL KNOWLEDGE OF OUR PEOPLES.

    THANK YOU

  5. زه چی د جلااباد د جنګ د حکومت یا د افغانستان د دفاع یو سرباز اوم ښه می یادیګی چه جنګ څنګه او چا پیل کړل او پاستانی قوا سره د عربانو
    او اجیر افغانانو څنګه بی شرمانه مات
    شول او مخ په پنجاب و ټختیدل
    خو ډیر بی ګنا خلک مظلومانه شهیدان شول چه زما مور جان هم شهید شوه
    اوس هم دوی شرم نلری او د پاکستان غلامی کوی

    ع ی

  6. د جلال آباد جنګ د یوه عیني شاهد خاطره:

    مجاهدینو د جلال آباد جګړه کې یوه ډله سرتیري او ملکي مامورین چې دوی ته تسلیم شوي ول، یوه سرحدي سیمه کې را غوڼډ کړل، وې پوښتل: پاکستان ته ځئ که خپلو کورونو ته؟ څوتنو وویل پاکستان ته ځو، خو نورو وویل افغانستان کې پاتې کیږو. مجاهدینو هغوی چې غوښتل پاکستان ته لاړشي پریښودل، خو افغانستان کې پاتې کیدونکي یې میزاییلو پورې وتړل، بیا یې میزاییل شارټ کړل… سوي بدنونه یې ټوټه ټوته راولوېدل«…»

  7. دا لاندې لیکنه د ښاغلي حبیب خان توتاخیل له فیسبوک نه کاپي شوېده چې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي

    Habib Khan Totakhil
    February 16, 2013 ·
    د پاکيستانيانو، مجاهدينو او عربو لخوا په ۱۳۶۷ کال په جلال اباد د يرغل او د افغان سرتيرو د ميړانې ريښتينې کيسه:
    په ۱۳۶۷ كال كې مجاهدينو پر جلال اباد سخته حمله وكړه. دې وخت كې ننګرهار مېشتو دولتي قطعاتو له مقاومته لاس واخيست، يوازې د ملي امنيت او پوليسو قطعاتو د جلال اباد ساتنه كوله، هغه پوځي جزوتامونه چې له كونړه جلال اباد ته راغلي وو، هغه هم د دوى مله وو. مجاهدين په دې لويه حمله كې د هوايي ډګر تر قراوله او د ښار تر دروازو راورسېدل. په دې جګړه كې پاكستاني پوځ له مجاهدينو سره لوژستيكي مرستې كولې. ويل كېږي چې د دوى توپچي ځواكونو هم د حملې ملاتړ كاوه. نژدې و چې ټول جلال اباد د مجاهدينو لاس ته ولوېږي.
    ډاكتر نجيب الله نهمې فرقې ته چې د كابل- جلال اباد د لارې امنيت يې ساته، امر وكړ چې ځان جلال اباد ته ورسوي. د دې فرقې لومړى غونډ چې هلته ورسېد، ۵۵ ام غونډ و چې قوماندانان يې هلمندى اسدالله و. د ننګرهار د قول اردو قوماندان ده ته وويل: ته به د هوايي ډګر مدافعه وكړې.
    اسدالله وويل: نه زه به تعرض وكړم.
    قوماندان پوښتنه وكړه: لیونی خو به نه یې؟ څو كسان لرې؟
    اسدالله ورته کړه: صاحب! په کسانو پسې مه ګرځه. په مدافعه څه نه کېږي. زه د دښمن منځ ته ورننوځم. فقط ماته هغه وسله او مهمات راکړه چې زه یې غواړم.
    د ده عسكر د دوه نيم سوو په شاوخوا كې وو. خپل ټول عسكر يې په پيكا او الوانداز باندې سمبال كړل، بيا يې ورته مخابره چالانه كړه، په مخابره كې د بلې ژبې خبرې اورېدل كېدلې، ده له خپلو عسكرو پوښتنه وكړه: دغه ژبه پېژنئ؟
    هغوى وويل: هو، اردو وايي.
    ده وپوښتل: اردو د چا ژبه ده؟
    عسكرو ځواب وركړ: د پنچابيانو.
    اسدالله وويل: پنجابيانو زموږ پر وطن بريد كړى دى. وطن خو د مور حيثيت لري، كه په چا باندې د مور عزت ګران وي، نو نن به له ما سره درېږي، كه نه وي، نو مخه يې خلاصه ده.
    ټولو عسكرو وويل: موږ درسره ولاړ یو.
    قوماندان اسدالله وويل: جګړه به په ولاړه كوو، پروت او زنګون كېږد په كې نشته، د ټپيانو او شهیدانو پورته كول هم نشته، همداسې مخامخ به پر دښمن وردانګو او په شا تګ به نه وي.
    دى مخكې شو او عسكر ورپسې، دوى دوه- دوه نيم كيلو متره پر مخ لاړل، په همدې دوه دونیم سوه کسان یې زرګونه دښمن تار په تار کړل. دښمن په تېښته شو خو دوى هم ټول ووژل شول. تر دې وخته پورې مرستندویه قوا راورسېده او د پاکستان ناولې هیلې یې په په سیند لاهو کړې. د همدغو دوه نيم سوو عسكرو تعرض د مجاهدينو، عربو او پنجابیانو د ماتې سبب شو.
    هاغه مهال په دولتي ځواكونو كې د وطنپالنې روحيه غښتلې وه. مجاهدين دوى ته د وطن د دښمنانو په څېر ښكارېدل. دوى ليدل چې مجاهدين د پنجابیانو په اشارې ښوونځي سوځوي، پلونه ړنګوي، د برېښنا ستنې نړوي، ښوونكي وژني، په ښارونو باندې د سکر راکټونه ولي او ملکي وګړي قتلوي، كټ مټ لكه اوس چې طالبان همدا كارونه كوي. د ډاكتر نجيب د حكومت له راپرځېدو سره سم مجاهدينو په ټول هېواد كې چور او تالان ګډ كړ او له وطن سره يې خپله دښمني ثابته كړه.
    د کیسې تر ټولو جالبه برخه دا ده چې قوماندان اسدالله نه خلقي و نه پرچمي، هغه بالکل په ګوند کې نه و. هغه یوازې د وطن لپاره جنګېده. د همدغو جنګیالیو په مېړانه کابل د روسانو تر وتلو وروسته درې کاله نور هم پنجاب ته تسلیم نه شو، تر هغې پورې چې په کور دننه ورسره خیانت وشو او د پرچمیانو او دوستم دسیسې او له مسعود سره د هغوی ایتلاف دغه نظام له پښو وغورځاوه.
    د ښاغلي محب الله زغم ليکنه –
    https://www.facebook.com/profile.php?id=100010307340091

  8. او داهم د ښاغلي عصمت قانع لیکنه د جلال آباد د جنګ یو ژوندی ګډونکوونکي

    Ab Rahman Basam
    زما دبریتونو کیسه
    قصه ء بروتهای من
    دعبدالرحمن بسام له فیسبوک پاڼې څخه
    د ښاغلی عصمت قانع د ((بریتونو کیسه)) د دغه ښاغلی په قلم د دری ژبا ړي سره د لوستلو وړتیا لری زه یی هم د دوستا نوسره شریکوم: هغه ډلو ټپلو چی پرون یی هیواد په ویاړ اوافتخار دپاکستانیانو تر پښو لاندی ایښئ وو نن چی د واک پرګدۍ ناست دی تربل هرچا په لوړ آواز د پاکستان د لاسوهني چیغی وهی . د ښاغلی قانع پرونی سر ګذشت د ننني بی حیا یی کیسه هم ده.
    حميد عبيدي
    قصه یی از شکست پاکستان و سرسپرده گانش در جنگ بهار سال ۱۳۶۸ جلال آباد
    ترجمهٔ ‌فشردهٔ‌ نوشتهٔ‌ عصمت قانع تحت عنوان « زما د بریتونو کیسه (۱)» (قصهٔ ‌بروت های من)
    در پیشاور گرما روز به روز بیشتر میشد. آن سو کاروان های عرب ها روان بودند که میخواستند جلال آباد را فتح کنند.
    ما همه بر این باور بودیم که جلال آباد در همین هفت روز به دست مجاهدین خواهد افتاد. بیست و نهم حوت است و سال ۱۳۶۷ هجری شمسی رو به پایان بود. آوازه بود که با گرفتن جلال آباد ، ‌شانزده کشور اسلامی و حتا امریکا بلافاصله حکومت موقت مجاهدین را به رسمیت خواهند شناخت.
    در پیشاور گروه رسانه یی و اطلاعاتی مجاهدین بسیار مصروف بود. شمار زیاد ژورنالیستان خارجی به سرعت در رسیدن بودند. رهبران جهادی سرگرم مصاحبه ها ،‌ بحث ها و بیانهٔ های تلویزیونی بودند.
    در پیشاور مردم در هراس بودند که جلال آبا چور خواهد شد ،‌ زیرا بقچه بران تورخم و لندی کوتل به امید فتح ننگرهار با خود ریسمان نیز حمل میکردند.
    آن سو نظامیان پاکستانی نیز از نشهٔ‌ غرور مست بودند و فتح جلال آباد را به دست آوردن کشمیر تصور میکردند. در صحنهٔ‌ سیاسی مسلم لیکی ها،‌ جماعتی ها مخالف بوتو و هواداران ضیأالحق شعار میدادند :
    تم نی بنګال دیا ( شما بنگال را دادید یعنی باختید )
    هم نی کابل لیا ( ما کابل را گرفتیم یعنی بردیم)
    ستراتیژیست های پاکستان نقشه ها و دسیسه های خونریزی ها و آتشسوزی های درازمدت در کابل را طرح میکردند. ناظران هوشیار افغان در این نگرانی بودند که پاکستان در صدد دامن زدن به جنگ داخلی در افغانستان است. و اما،‌ سیاسیون پاکستان بر این باور بودند که پس از رفتن روس ها ،‌ حالا افغانستان مال خود شان است.
    غند کماندوی اردوی پاکستان « SSG» (گروه سریع خدمات خاص) به لندی کوتل و جمرود کوچیده و نیمهٔ‌ بیشتر آن در فارم های پروژهٔ انکشاف وادی ننگرهار جا به جا شده بودند.
    در چنین حالتی من در ۲۹ حوت سال۱۳۶۷ با چند ژورنالیست روزنامهٔ‌ لوموند فرانسه یی که نام یکی شان سب ایستن بود ( از پیشاور) به سوی جلال آباد رفتم.
    داووطلب های عربی و کماندوهای اردوی پاکستان با سکر ۲۰ ، ‌آر پی جی و توپ های ۷۲ و ۷۳ ملی متری پیاپی انداخت میکردند. به علاوه تسلیحات مدرن دیگر نیز بودند که بر وجب به وجب میدان هوایی جلال آباد و تمام منطقه آتش و گلوله میباریدند.
    چی درد سر بدهم تان، قیامت بود- قیامتی که مادر از فرزند و فرزند از مادر بیزار بود.
    در فارم های جلال آباد یک رهبر جهادی اعلام کرد که هرکس ده شهید بدهد یک عراده موتر داتسون دو سیته خواهد برد- یعنی قیمت سر ده مجاهد افغان یک موتر داتسون بود.
    صبح بود که غرور وطن به جوش و خروش آمد- ریگ و سنگ و زمین سوزان و ‌آسمان و هر چیزی در جهش شد ؛ گویی لشکری از غیب رسیده باشد. یکباره همه چیز در برابر تهاجم پاکستان سربلند کرد. جنگ چنان شدت گرفت که نپرس. یکباره لشکر کماندوی اردوی پاکستان که پکول های مجاهدین را بر سر داشتند چنان تار و مار گردیدند که گویی در تابستان ترق شاخهٔ‌ پر از توت پخته را با لگدی محکم بتکانی. همه دوان دوان پا به فرار نهادند . من و فرانسه یی ها نیز به سویی پا به فرار نهادیم.
    ما با مجاهدین پهلوان سید محمد سوی جلال آباد رفته بودیم. خدا میداند آن نگهبانان ما به کجا فرار کردند که درک شان را نیافتیم. و اما، ما پس از مدتی دویدن یک سنگر سربازان قوای مسلح افغانستان را دیدیم که هر سه سرباز آن کشته شده بودند.
    ژورنالیستان فرانسه یی میخواستند عکس اجساد سربازان کشته شدهٔ‌ افغان را بگیرند. به آن پوسته رفتیم . دیدم که سه جوان بروتی در خون خود خفته اند. گلوله پیشانی یکی را شگافته بود. دومی بر اثر اصابت گلوله بر سینه اش گشته شده بود و جسد سومی کمی پایین تر از سینه سوراخ بود. خون اولی بر یک بوجی ریگی ریخته بود،‌ خون کشتهٔ‌ دومی در صحن پوسته نقش بسته بود و فوراهٔ‌خون سومی درگاه را رنگین ساخته بود.
    گپ من گنهکار را نپذیرید اما گپ دو فرشتهٔ‌ نشسته بر شانه هایم را قبول کنید که من در زنده گی خونی به زیبایی خونهای این صحنه را ندیده بودم. گویی یاقوت سرخ جگدلک باشد ،‌گویی رنگ سرخ انار پختهٔ ‌کندهاری باشد ، ‌گویی رنگ خینهٔ‌ عروسی باشد- واه واه ، ‌واه واه چنین است رنگ قربانی قهرمانان !
    در پوسته سه جوان بروتی افغان افتاده اند و پس از مرگ به زبان رسای فرهنگ افغانی با موسیقی تاریخ این لندی را زمزمه میکنند:
    زما پر قبر لاړې تف کړئ ( بر قبر من تف کنید)‌
    که مې د ننګ ګولۍ پر شا خوړلي وینه ( اگر گلوله ننگ بر پشتم اصابت کرده باشد)
    اشک از چشمانم سرازیر شدند. یک ژورنالیست فرانسه يي پرسید : آیا دلت سوخت ؟!
    من برایش جواب دادم : نی !
    دیگر اشکی نمی ریزم. میخواهم از این بروت ها تقلید کنم. تصویر قربانی آنان را با رنگ غرور افغانی ، ‌با رنگ عزت افغاانی و با رنگ همت افغانی بیامیزم و جاودانه بسازم. ای قلم ناتوان من ، ‌این بلند تر از توان تو است ، ‌این کار تو نیست!
    تعهد این سه سرباز بروتی افغان با وطن و با چادر مادر در امتحان عمل پیروز شده و تاریخ شاهد نمایش یک میوند دیگر بود .
    اواج سربازان پیادهٔ ‌افغان در حال رسیدن بودند، و من با ژورنالیستان همراهم به طرف پیشاور حرکت کردیم . وقتی از تورخم گذشتیم و در بازار کارخانو پیاده شدم ، به طرف جنوب بازار که دکان سلمانی بود ، ‌رفتم. به سلمانی همان بروت هایی را فرمایش دادم که دیده بودم- بروت مدافعان شهید دفاع از جلال آباد را .
    سلمانی پرسید : آیا ریشت را هم میخواهی بتراشی؟
    گفتم : بلی …
    وقتی به خانه رسیدم ،‌ همسرم که در حال نماز بود ، ‌سلام برگرداند و یک دم با لهجهٔ‌ محلی قندهار و با آواز لرزان و شگفتی زده شمرده شمرده گفت : بابا صاحب خواهد رسید ، بابای کلات خواهد رسید ، دارو نیکه و جمال نیکه خواهند رسید …
    همسرم در یک دقیقه با گرفتن نام و مدد خواستن از همه ولی های کندهار گفت : خود را دچار چه لعنتی ساخته ای ؟!…
    من برایش گفتم : تا دیروز ریش نماد مبارزان دفاع از افغانستان در برابر روس بود ؛‌ حالا بروت ها نماد دفاع از افغانستان در برابر تجاوز پنجاب و پاکستان است.
    *
    پیشنهاد میکنم که تاریخ ۳۰ حوت در تاریخ افغانستان به حیث روز پیروزی بر پنجاب ثبت شود؛ همان سان که ۲۶ دلو روز نجات ملی و اخراج روس ها است.
    افتخارات ملی در هر زمانه توسط هر کسی که به دست آمده باشد ، ‌به تاریخ تلق دارد . بیایید این افتخارات را رنگ ملی ببخشیم. افتخارات ملی ما درس وطنپرستی برای نسل های بعدی است. آیا کسی است که روز دفاع از جلال آباد را روز دفاع از عزت و خاک افغان را ، ‌به حیث روز دفاع ملی افغانستان ثبت تاریخ کند؟
    هزار خُم نکند مست می پرستان را
    چنانکه ذرهٔ خاکی وطن پرستان را (۲)
    **
    1- عصمت قانع : زما د بریتونو کیسه ؛ این نوشته در روزنامهٔ‌ محور منتشر شده است
    2- شعر از مرحوم استاد پژواک
    3- ترجمهٔ‌ فشرده از پشتو به دری از حمید عبیدی
    متن کامل به زبان پشتو :‌
    ( زما د بریتونو کیسه) عصمت قانع
    —————————
    په پېښور کې د پسرلي د وږمو څپې ښه په زور کې وې، تودوخه ورځ په ورځ زیاتېدله، اخوا د عربو کاروانونه وو چې را روان وو او هدف یې د جلال اباد فتحه وه.
    موږ ټول په دې باور وو چې جلال اباد په همدې اوو ورځو کې د مجاهدینو لاس ته ورلوېږي. د حوت ۲۹ مه ده او ۱۳۶۷هه ل کال پای ته په رسېدو وو، اوازې وې چې د جلال اباد له نیولو سره سم به شپاړس اسلامي هېوادونه او حتی امریکا هم د مجاهدینو موقت حکومت په رسمیت و پېژني.
    په پېښور کې د مجاهدینو د میډیا او اطلاعاتو ګروپ ښه مصروف وو، د بهرنیو ژورنالیستانو بهیر ډېر ګړندی را روان وو، مصاحبې وې، مرکې وې او تلویزیوني ویناوې وې، چې جهادي رهبرانو به کولې.
    هر یو د بري پر نیلی سپور وو. مولوي محمد نبي یوه عرب ژورنالیست ته په مرکه کې وویل، کله چې له افغانستان څخه را مهاجر کېدلم، نو پاکستان ته مې دا لنډۍ ویله:
    پیزوان مې خړو اوبو در ووړ
    په غم شریکه یاره نیسه ګودرونه
    اوس چې له پاکستان څخه ځم، نو دا لنډۍ ورته وایم:
    سبا مې بیا د کډو وار دی
    پر سر به پلنډې چلوم پر زړه غمونه
    مولوي محمد یونس خالص چې ټوکمار او کلاسیک پښتون ملاوو، د ملا محمد نبي د لنډویو په ځواب کې وویل، چې ملا وروره، والله که دې یا کډه بار شي یا ګنډه وچلوې.
    د خالص تبصره ټکي په ټکي رښتیا شوه، ملا نبي په پېښور کې پاتې شو او د کابل هوا بده پرې لګېده.
    په پېښور کې خلک په اندېښنه کې وو چې پر جلال اباد به چور ګډ شي، ځکه د تورخم او لنډي کوتل ګنډې مارانو هم له ځانه سره رسۍ او ترنګړونه اخیستي وو، چې جلال اباد فتح کېږي.
    اخوا د پاکستان پوځ هم لړزېدلی وو او د جلال اباد فتحه یې د کشمیر ګټل بلل. د پاکستان په سیاسي صحنه کې د بوټو مخالفینو مسلم لیکیانو، جماعتیانو او د ضیاء الحق ملاتړو شعار ورکاوه چې:
    تم نی بنګال دیا
    هم نی کابل لیا
    یعنې تاسو بنګال ورکړ،((وبایلود، موږ کابل واخیست یعنې کابل مو وګاټه)).
    پاکستاني ستراتیژیستانو په کابل کې د اوږدې مودې لپاره د وینو او اورونو لوبې ته نقشې او دسیسې جوړولې. افغاني هوښیار سیاسي څارونکي په اندېښنه کې وو چې پاکستان د افغانستان کورنۍ جګړې ته لمن وهي، خو پاکستاني سیاسیون بیا په دې عقیده وو چې د روسانو تر وتلو وروسته اوس افغانستان زموږ خپل مال دی.
    د پاکستان د پوځ کمانډو غونډ چې دوی ورته SSG ویل، ((د ځانګړو خدماتو چټک ګروپ)) لنډي کوتل او جمرود ته راکوچېدلی وو او تر نیمایي زیات یې د جلال اباد په فارمونو کې ځای پرځای وو.
    په همداسې یوه شپه چې د حوت ۲۹ وه، زه له څو بهرنیو ژورنالیستانو سره جلال اباد ته ولاړم، چې د فرانسې لوموند ورځپاڼې ته یې کار کاوه او د یوه نوم يې سب ایستن وو.
    مجاهدینو عربي داوطلبانو او د پاکستان د پوځ کمانډو ګانو په پرله پسې توګه پر جلال اباد سکر۲۰، آر پي جي اوه او د دوه اتیا ملي میتري توپونو ډزې کولې. پر دې سربېره نور عصري وسایل او جنګي ابزار هم وو چې د جلال اباد هوایي ډګر مرکز او ټوله سیمه یې لویشت لویشت په ګولیو ویشتله.
    څه سر دې ګرزوم محشر وو، قیامت وو، داسې قیامت چې زوی له موره بیزاره وو او مور له زویه.
    د جلال اباد په فارمونو کې یوه جهادي مشر اعلان وکړ، هر څوک چې د لسو تنو شهیدانو قرباني ورکړي، نو یوه عراده دوه سیټه ډاتسن به وګټي یعنې د لسو تنو افغان مجاهدینو د سر قیمت یو ډاتسن دی.
    سهار وو چې د افغان وطن غرور په ایشېدلو شو یعنې جوش یې وخوړ، بس شګې، څوځان مځکه، اسمان، تېرېږي او لوټې هر څه وښورېدل او لکه د غیبو چې لښکر راغلی وي، یو ځل د پاکستان د تهاجم پر ضد هر څه سره راپورته شول جګړه سخته شوه او د پاکستان د سپېشل سروسز ګروپ د کمانډو لښکر چې د مجاهدینو پکولونه یې پر سر وو داسې تارو مارشول لکه د اوړي په ګرم موسم کې چې د پاخه توت څانګه په لغته ووهې. ټولو د پر شاتګ منډه شروع کړه، ما او فرانسویانو هم رامنډه کړه.
    موږ د پهلوان سید محمد له مجاهدینو سره تللي وو، خدازده زموږ ساتونکي وسله وال کوچیان پر کومه ولاړل؟ خو موږ تر لنډې منډې وروسته یوه پوسته ولیدله چې درې واړه عسکر په کې وژل شوي وو.
    فرانسوي ژورنالیست غوښتل چې د افغان عسکرو د جسدونو عکسونه واخلي. پوستې ته ورغلو، څه ګورو چې درې تنه بریتور ځوانان په وینو کې لږند پراته دي. یوه پر تندي ګولۍ خوړلې، بلې یې پر ټټر لګېدلی، دا بل یې تر ټټر لږ څه را لاندې لګېدلی وو. د یوه وینه د ریګ پر بورۍ را توې شوې وه، ددې بل وینه د پوستې په منځ کې سره غونډه شوې وه او د درېیم د وینې فواره د پوستې پر دروازه را بهېدلې وه.
    زما پر اوږو د ناستو ملایکو خبره ومنئ زما ګنانګار دا مه منئ، دومره ښکلا ما په ژوند نه وه لیدلې لکه په هغه ورځ چې ما د وینې ښکلا ولیده. ته وا د جګدلک سره یاقوت دي، ته وا د کندهار د پخو انارو د دانو سوروالی دی، ته وا د ناورې د خپړې په نکریزو سور رنګ دی واه واه.واه واه دا د قربانۍ رنګ دی.
    د پوستې په منځ کې درې تنه بریتور ځوانان پراته دي او پس له مرګه د افغان فرهنګ په رسا ژبه د تاریخ له موزیک سره دا لنډۍ زمزمه کوي:
    زما پر قبر لاړې تف کړئ
    که مې د ننګ ګولۍ پر شا خوړلي وینه
    اخوا د جنوب په لور مغل تښتي او هلته د خیبر دره د خوشحال خټک دا شعر وایي:
    ننګیالی د ننګ لپاره په هرڅه لګوي اور
    سر په دار لک شوی ښه دی، نه لک شوی په پېغور
    زما تر سترګو پر پر اوښکې توئیدې، فرانسوي راته وویل، زړه دې خوږ شو؟ ما ورته وویل، نه! اوښکې نور نه تویوم غواړم د دغو بریتونو تقلید وکړم، د دوی د قربانۍ تصویر د افغان غرور، افغان شرف، افغان عزت او افغان ننګ له رنګ سره ګډ کړم او ابدیت ورکړم. های زما کمزوریه قلمه، دا ستا د وس خبره نه ده، دا کار ستا کار نه دی!
    د پوستې د درو تنو بریتورو افغانانو تعهد د وطن د مور له پوړنې سره د رښتنولۍ امتحان ګټلی وو او تاریخ د یو بل میوند ننداره کوله.
    د شا لخوا د افغانستان د اردو پیاده عسکر پسې را ورسېدل او موږ د پېښور پر خوا روان شو. کله چې تر تورخم را واوښتم، نو په کارخانو مارکیټ کوز شوم. د مارکیټ د جنوب خواته د سلمان دوکان وو – ورغلم او د بریتونو فرمایش مې ورکړ. ما ویل بریتونه داسې راته جوړ کړه، په دې ډول چې څوکې یې قلم ور پرې کړه، هماغه د پوستې د عسکرو په شان هماغه د جلال اباد د مدافعینو په شان.
    سلمان راته وویل، ما خو هغه نه دي لیدلي، هغه په جرات راته وکتل، ویل یې، نو ږیره هم خرییې؟ ما وویل، هو.
    کله چې کورته را ورسېدم، میرمن مې پر لمانځه ولاړه وه چې سلام یې وګرزاوه یو دم یې په محلي کندهارۍ لهجه په ریږدېدلي او له حیرت څخه په ډک اواز راته وویل، یوو یوو یوو، بابا صاحبه را ورسېږي، کلات بابا را ورسېږي، دارو نیکه راورسېږه، جمال نیکه راورسېږې. په یوه دقیقه کې یې د کندهار ټول ولیان را وننګول او بیا یې وویل، دادې پرځان ځه لانت (لعنت) اېښی دی، دا دې پرځان څه ناټک اېښی دی.
    ما ورته وویل، پرون ږیره د افغانستان د دفاع د جنګیالیو سمبول وه، له روس سره جنګېده، نن بریتونه د افغانستان د ساتنې سمبولونه دي او له مغلو سره جنګېږي.
    زما یو پېشنهاد دی، د حوت ۳۰ مه د افغانستان په تاریخ کې د پنجابي یرغل پر ضد د افغانانو د بري ورځ ده، همدارنګه د دلوی ۲۶ د افغانانو د بري ورځ ده چې روسان یې وشړل.
    ملي افتخارات که هر چا زېږولي وي، خو په افغانستان او د افغانستان په تاریخ پورې اړه لري، راځئ چې دغو افتخاراتو ته ملي رنګ ورکړو، نه جهادي او خلقي رنګونه. زموږ افتخارات، زموږ د راتلونکو نسلونو د وطنپالنې درسونه دي. له جلال اباد څخه دفاع د افغانستان د خاورې او عزت څخه دفاع ده، څوک شته چې دغه ورځ د افغانستان د ملي دفاع د ورځې په توګه د افغانستان د سیاسي تقویم برخه وګرزوي؟
    هزار خُم نکند مست می پرستان را
    چنانکه ذره ی خاک وطن پرستان را
    دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې
    http://istaqlal.com/?p=17195

  9. په طورخم کې تسلیم شوي کسان، عادي په زوره جلب شوي عادي عسکر وو، چې پاکستان آی ایس آی د مولوي خالص ګوند په ځانګړي ډول حاجي دین محمد په مرسته ووژل، دوی یې له ډیورنډ آخوا ووژل او بیا یې په پوجیو کې ځای په ځای او د پاکستان خاورې ته راانتقال کړه، دې وطن کې دومره ظلمونه شوي، چې د قلم د لیکلو نه دي خو بیا یې هم عاملین اتلان دي، رهبران دي، مجاهدین دي، الله او ولس به درسره د هرې ذرې حساب کتاب وکړي.

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *