حضرت علي

تاند – د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د جنګسالار او د ولسي جرګې د وکیل حضرت علي زوی احمدعلي او د هغه ساتونکو د ملي اردو په سرتېرو برید وکړ.‌

دغه پېښه نن سې شنبه / د می ۳۰مه/ مازدیګر مهال چې خلک د روژه ماتي لپاره په سودا اخیستلو بوخت ول رامنځته شوه خو لامل یې نه دی څرګند شوی.

د پېښې عیني شاهدانو تاند ته وویل، چې د احمد علي کسانو د ملي اردو سرتېري ووهل او سپکې سپورې یې ورته وکړې.‌

یوه شاهد وویل، «شیبه وړاندې د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس او د حضرت علي زوی احمدعلي په پښتونستان څلورلاري کې د ملي اردو سرتیري نه یوازې دا چې په خپلو شخصي ساتوونکو ووهل بلکي خپله یې هم پرې بد بد ګوزارونه وکړل.»


ویل کیږي چې احمد علي د جنګسالار حضرت علي هغه زوی دی چې په لویدیځ کې یې لوړې زده کړي کړي او تمه کېدله چې د پلار په نسبت به اهلي او د انساني اخلاقو لرونکی وي.‌

تر دې مخکې حاجي ظاهر قدیر، هما سلطاني،‌ لطیفه سیدي،‌ روح الله ساپي، زهیر سعادت او یو شمېر نورو زورواکو وکیلانو او د هغوی باډیګارډانوهم د ملي امنیتي ځواکونو غړي وهلي او ټکولي خو هېڅ یوه ته چا کومه سزا نه ده ورکړې ځکه چې دوی پخپله قانون جوړوونکي دي.‌

6 thoughts on “په جلال اباد ښار کې د حضرت علي زوی د ملي اردو سرتېري ووهل”
  1. ډمانکراتیک نظام یوه بله ځانګړنه داده چی په هغه کی خلک غله قاتلان لنډغر او کوڅه ډبی په ویاړ او خوشالۍ په شا ګرځوی، خو سپاره بیا پری په غضب شی چی خیټه مو وخوږوله او په مرګ یی ډبوی، خو خلک تری هیڅ نه خوابدی کیږی حتی دعاګانی ورته کوی چی خدای مو لویی خیټی زموږ له شاوو مه کموی، که خدی مه کړه ، تاسو نه یاستی موږ به څوک ډبوي… – ډمانکراسی، افغانستان، ۲۱ پیړی، ۲۰۱۷،

  2. قانون باید په ټولو یو ډول تطبیق شی :
    هيله من یم په ننګرهار ولایت کې د ملی اردو له سرتېرو سره د ناسم چلند له امله زورواکی که په هر قوم او تنظیم ، ډلې او سمت پورې تړاو لري ، له ملی اردو او د افغانستان له وسله وال پوځ نه په ډېره عاجزي سره بښنه وغواړي .
    او له بلې خوا له جلالتمآب دوکتور اشرف غنی ، د هېواد جمهور رییس نه غوښتنه کوو چې د یو فرمان په ترڅ کې له ټولو هېوادوالو خصوصا د پارلمان له غړو ، ولایتی شورا ګانو ، د تنظیمونو او سیاسی ګوندونو له مشرانو اوهر زورواکی چې په هر نوم وي په کلکه وغواړی چې د وسله وال پوځ ، ملي پولیسو او ملی امنیت ارګانونو ټولو منسوبینو ته درناوی وکړی ، په هیڅ صورت کې پردوی لاس پورته نه کړی که څه هم هغوی ملامت وی، د هېواد امنتی ارګانو اوامرو ته درناوی اواطاعت وکړی.
    که احیانا کوم څوک په هر صورت کې ملی اردو ته بې احترامي وکړي او یا یی اوامرو ته پاملرنه وکړی ، وسله وال پوځ باید له دوی سره جدي چلند وکړی او حتی پر دوی د فیر او اوربل صلاحیت ولري.

  3. دا ټول د خنڅیر زامن دی خپلی نکاح کړی مینی د راولی او زمو ږ اوردو بیغیرته دی والله که یو ژوندی راڅخه وګرزی ددی کورنی زه په اسلام کښی هم شک وینم ( په یوه حساب همداسی ښه دی چی زموږ اردو ا و پولیس ووهل شی څکه دوی دی خایینیو ته ډیر صیب صیب وایی دا ډلی ددی لیا قت نلری ټول خایینن او فاحشان دی

  4. په ولایاتو کی اکثره غیر مسول تنظیمی کړی حکومت کوی او دعزت خلکو وهل ټکول روا بولی او خوند تری اخلی خو زه دومره وایم چه مرګ په دغسی بی غیرته دملی اوردو افسرانو او سر بازانو چه دیوه بی فرهنګه او بی شخصیته انسان په مقابل کی چوپ دی دملی اوردو افسرانو او سر بازانو موقف ته یی کلکه ضربه او صدمه ورسوله
    هیله ده ژر غچ تری واخلی کنه عادت بهیی شی

  5. هغه چا واله ! اګه په ملي اردو لاس پورته کوي، اګه خپله مور به له چا ګټي!!! په میاشتو میاشتو چې ورکه وه… د ملي اردو پر ځای نه وم نو چې څه مې درسره کول… نظام باید د خپلو حامیانو د ستانې لپاره له هیڅ دریغ وکړي نظام دې له جنګ سالارانو خلاص شي، خو څوک شته چې دا توره وکړي، ګوسفندي ولس او لیوه حکام

ځواب ورکول Shams. Shinwari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *