د خوګیاڼو قوم سپین ږیري چې د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې پنډ شوي دي

تاند – په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د یوه زورواکي استازي ظاهر قدیر ساتونکیو د نوموړي د کور په مخکې د دغه ولایت یو قومي مشر وواژه.

وژل شوی قومي مشرګلستان نومېده چې د خوګیاڼو د شېرزادو د قوم سپین ږیری وو، او نوموړي ته نژدې سرچینې وایي چې ارواښاد له هېڅ ډلې سره اړیکې نه لرلې، خو دا لا معلومه نه ده چې نوموړی د ښاغلي قدیر کور ته د څه لپاره ورغلی وو.‌

ویل کیږي چې د خوګياڼو قومي مشرانو او ولسي استازو د وژل شوي ملک ګلستان جسد په پښتونستان واټ کې ایښې دی.

د ملک ګلستان جسد چې د هغه له ویشتل کېدلو څخه وروسته د ظاهر قدیر د کور مخې ته پروت دی

ظاهر قدیر د ننګرهار د پخواني وژل شوي والي حاجي عبدالقدیر زوی او د دغه ولایت یو زورواکی مشر دی.‌

یو لړ امنیتي راپورونه ښیي، چې ښاغلی قدیر دا وخت په ننګرهار کې د حضرت علي، ګلمراد، ګلمیران، مسلمیار، جاوېد، او حسن خان په څېر شخصي ملېشې لري او ځایي اوسېدونکي وایي چې د وسله والو غلاوو په شمول په ګڼو ناقانونه کړنو کې لاس لري.

په ننګرهار او په تېره بیا د دغه ولایت مرکز جلال اباد ښار کې په وروستیو کې نا امنیو زور اخیستی دی. (په دې هکله د تاند وروستی راپور)

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د زورواکو،‌ چې افغانستان ته په ۲۰۰۱ کال کې د نړیوالو ځواکونو په راتګ سره یې د سیاسي تر څنګ اقتصادي او مېډیایي ځواکونه هم ترلاسه کړل، پر ضد مبارزه یوه له هغو ګڼو ننګونو څخه ده چې ولسمشر اشرف غني ورسره مخامخ دی.

One thought on “په جلال اباد کې د ظاهر قدیر پلویانو د خوګیاڼو یو قومي مشر وواژه”
  1. له چر سیا نو ، پوډر یانو ، لوطیا نو او قا چا قبرا نو پرته له وژنو نوره طمع کول هسې حما قت دۍ

ځواب ورکول شا هد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *