تاند – د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نا امني خپلې لوړې کچې ته رسېدلې ده او ښاریان د خوندیتوب احساس نه کوي.
ننګرهار ولایت له ډیورنډ کرښې سره لګېدلی چې پورې غاړه یې اوسنی پاکستان پروت دی.
راپورونه وایي، چې تر دې مخکې د اچین، هسکې مېنې، نازیان، پچیراګام، اوخوګیاڼو ولسوالیو کې د داعش او طالبانو په شمول بېلابېلو ترهګرو ډلو د خلکو ژوند تریخ کړی وو چې ډېرو خلکو د جلال اباد ښار ته پناه وېوړه خو اوس په ښار کې دننه هم د خوندیتوب احساس له منځه تللی دی.
په جلال اباد کې د مدني ټولنې فعال راحت ګل زیارمل په دغه ښار کې د نا امنۍ راپورونه تایید کړل او ویې ویل، چې ښاریان موجود امنیتي حالت ته سخت خواشیني دي.
ښاغلي زیارمل له تاند سره په خبرو کې وویل، «دلته په جلال اباد کې اوس غلو داسې سوداګري شروع کړې چې لومړی یو چا ته ټيلفوني ګواښ کوي، ځان ورته د طالبانو د یوې ډلې استازی ورپېژني او پیسې ترې غواړي،»
نوموړي وویل، «که څوک پیسې ورنه کړي په دويم ټيلفون کې ورنه غوښتی رقم دوه چنده کړي او چې بیا هم څوک پرې غوږ ونه ګروي نو بيا يې د کور مخ ته/ موټر ته او يا کارځای ته نږدې ورته بمي چاودنه کوي او ورپسې ټيلفون کوي چې اوس پیسې راوړې او که نه؟؟؟ په داسې چاودنو کې له نښه شويو اشخاصو پرته نور عام خلک هم ټپيان او شهيدانېږي.»
ویل کیږي چې په دغه ډول پېښو کې اکثر سوداګر، صرافان او نور داسې کسان چې یو څه ترې ترلاسه کیږي، په نښه کیږي.
د ننګرهار د مدني ټولنې یوه بل فعال چې د امنیتي اندېښنو له امله یې ځان د احمد په مستعار نامه معرفي کړ، تاند ته وویل، دا حالت هره ورځ روان دی.
احمد تاند ته وویل، «دا حال هره ورځ روان دی، یوه اونۍ مخکې د ښار په ۴مه ناحیه کې د ملي اردو یو عسکر چې له وظیفې نه په رخصتۍ راغلی وو د خپل کور مخې ته ووژل شو،»
احمد زیاته کړه، «درې ورځې مخکې د چپرهار ولسوالۍ یو دیني عالم په ښار کې ووژل شو، او تېره ورځ د ښار د وچ ډنډ غاړې سره چې د ښار یوه د ګڼې ګوڼې سیمه ده یوه ښځه چې څادري یې اغوستې وه د یوه سړي له خوا په بې غږه تمانچه وویشتل شوه،»
زیارمل وروستۍ پېښې تاییدوي او وایي، «دا نن مازيګر په جلال اباد ښار کې هم همداسې يوه لوبه وه چې یو غريب کراچيوان په کې شهيد او نهه نور ټپيان شول.»
یو شمېرنه تایید شوي راپورونه وایي چې بې غږه تمانچې په سیمه کې د ایراني استخباراتي چینلونو له خوا خپرې شوي، خو نور بیا وایي چې له دې امله چې ننګرهار ولایت له پاکستان سره په پوله پروت دی نا امنۍ اوج ته رسېدلي دي.
کارپوهان وایي، چې د پاکستان د نظامي استخباراتو اداره (آی اېس آی) له خواوشا څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د خپلو ستراتيژيکو ګټو د ساتنې لپاره وسله وال ترهګر تربیه او ملاتړ کوي او بیا یې دغه هېواد ته د خلکو د وژنې، او د بېخبنا د ورانونې لپاره رالېږي.
وروستی هغه داسې تور دی چې د پاکستان بل ګاونډی هندوستان یې هم په دغه هېواد لګوي، او د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د سیمې لپاره په خپله نوې ستراتیژۍ کې ترې یادونه کړې او پاکستان ته یې خبرداری ورکړی چې د ترهګرو له ملاتړ څخه دې لاس واخلي که نه دغه کار به ورته دروند تمام شي.
ویل کیږي چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار دوه زورور وکیلان او جنګسالاران حاجي حضرت علي او حاجي ظاهر قدیر په ایران کې کورونه او له دغه هېواد سره اړیکې لري، خو دا لا معلومه نه ده چې دغه دواړه او د هغوی اړوند ناقانونه وسله والې ډلې په دې پېښو کې څومره لاس لري.
په جلال اباد ښار کې ناامني د تیر یونیم کال نه روانه ده. لومړۍ د بدبختي ګوته خو د ننګرهار ضعیفه ادارې او امنیتي ارګانونو ته نیول کیږي، ځکه هغوی په هر څه خبر دي کسان ورته معلوم او هم په هر شي کې لاس لري. دوهم پدې ماشومان هم پوهیږي چې دلته یو څو غله، غاصبین، لوټمار او جاسوسان موجود دي. حاجي ظاهر قدیر، حضرت علي، ګل کریم، امان خیري او د مسلمیار کورنۍ هغه خلک دي چې نه یواځې د ښار په نا امنۍ کې لاس لري بلکه د امنیتي ارګانونو مخه هم نیسي. دریم د ایران او پاکستان د قنصولګریو مامورین په ازاد ډول بې د کوم امنیتي تعقیب نه په ښار کې چیرته چې زړه وغواړي تګ راتګ کوي او د پورته کسانو سره نزدې اړیکې لري. طالبان او داعش به هم په ناامنۍ کې يو څه رول لري خو بې ددغو ذکر شویو کسانو د همکارۍ نه هغوی هم څه نه شي کولی.