دا خبر بیا بیا تازه شوی

تاند- په جلال اباد کې د نن /شنبې/ په تروریستي برید ۶ ساعته دوام وکړ. د برید له پای ته رسېدا وروسته د ننګرهار د والي ویندوی د مرګ ژوبلو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

په دې برید کې د دوو ترهګرو ترڅنګ، چې یوه یې د قابلو د روزنې د مرکز په دروازه کې ځان والوزاوه او بل دننه د امنیتي ځواکونو له لوري له منځه یووړل شو، ۲ امنیتي ځواکونه او د قابلو د مرکز یو موټرچلوونکی شهیدان شوي دي.

د ننګرهار د والي د ویندوی عطاالله خوږیاڼي په وینا په دې تروریستي برید کې ۸ تنه ټپیان شوي دي چې ۳ یې امنیتي ځواکونه، ۳ عام خلک او ۲ د دې مرکز کارکوونکي دي.

د قابلو د روزنې ودانۍ اور اخیستی او وسایل یې ویجاړ شوي دي.

د جلال اباد په تروریستي برید کې ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي

تاند- په جلال اباد کې د نن /شنبې/ په تروریستي برید کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي دي.

د وروستیو معلوماتو پر اساس په دې برید کې، چې تر غرمې وړاندې په ۱۱ نیمې بجې په چاودنو پیل شو، ۵ تنه ژوبل شوي او د قابلو د روزنې مرکز ودانۍ اور اخیستی دی.

امنیتي ځواکونو د برید په لومړیو شېبو کې شاوخوا ۶۰ د قابله توب زده کوونکې له ودانۍ وایستلې خو یو شمېر په ودانۍ کې بندې پاتې شوې.

د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

په جلال اباد کې د قابلو د روزنې پر مرکز تروریستي برید دوام لري

تاند – د ننګرهار د عامې روغتیا د ریاست ویندوی انعام الله میاخېل د حملې هدف قابلو د روزنې مرکز او لیلیه وبلله.

ده رسنیو ته وویل چې تراوسه پورې د پېښې له ځایه ۳ ټپیان روغتون ته رسول شوي دي.

د میاخېل په وینا د قابلو د روزنې په مرکز کې له ۶۵ تر ۷۰ ښځې او نجونې موجودې وې خو اکثره د امنیتي ځواکونو په مرسته له ودانۍ څخه ایستل شوي دي.

یو شمېر زده کوونکې لا هم په ودانۍ کې بندې پاتې دي.

په جلال اباد کې د قابلو د روزنې پر مرکز ډله ییز برید روان دی

تاند- په جلال اباد ښار کې له څو چاودنو وروسته پر یوې ودانۍ ډله ییز برید پیل شو چې لا هم روان دی.

ځینې راپورونه وايي چې برید نن /شنبه/ په شاوخوا یوولس نیمو بجو د قابلو د روزنې پر یوه مرکز شوی دی. په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې د قابلو لیلیه د برید هدف دی.

د پېښې په ځای کې د لوګیو لوخړې په اسمان کې لیدل کېږي.

د ننګرهار د والي ویندوی وايي چې امنیتي ځواکونو یو شمېر زده کوونکي او محصلان (زده کوونکې او محصلانې)، چې د نورستان ولایت اوسېدونکي دي، له یوې ودانۍ ایستلي دي.

تر دې دمه د مرګ ژوبلو په اړه هیڅ راپور نشته.

په جلال اباد کې سږ کال دا ډول ګڼې حملې وشوې چې د اکثرو مسوولیت داعش په غاړه واخیست.

4 thoughts on “د جلال اباد حملې ۶ ساعته دوام وکړ؛ ۳ تنه ووژل شول”
  1. د ۲۰ پیړئ د دین په نوم ترټولو سترې فتنې(د امریکایي انګلیسي پنجابي عربي افغاني جهاد) تاثیرات له زرهاوو زرهاوو هیروشیمایي بمونو چاپيریالي اغیزو ډیر بربادوونکي دي. دغه فتنې یووطن تباه کړ، یو ملت یې د دیني لیونتوب په وروستۍ پولې ودراوه. د جلال اباد پیښه د دغه ناعلاجه او بې پایه لیونتوب یوه وړوکې برخه ده.

  2. shame to this kind of Islam.this terrorist action from donkeys.
    these female students were Muslim and want to service for families in faraway villages.
    now peoples know they will fallow education.
    dear resident of great Nangarhar we have to generally stand up, get weapons and defense of our children.
    thank you

  3. سپی، خنزیر، ویل دغه مجاهد، طالب یا داعش ته ویل
    راته د سپی او خنزیر بده معلومیږی
    ځکه هغوی هم دخپل کور سپکول نه غواړی
    لکه د ۴۰ کلونو نه چه دغه کسانو دایران او پاکستان لپاره
    دخپلی مور سره زنا وکړه
    او لا هم لاری ته نه دی ستانه شوی

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *