تاند – د افغانستان په ختیځ ښار، جلال اباد، کې د افغان ملي اردو یوه سرتېري د خپل سر په قېمت یو ترهګر له پښو وغورځاوه او د ګڼ شمېر ښاریانو او خپلو همکارانو ژوند یې وژغوره.

ویل کیږي چې پېښه نن مازدیګر مهال د جلال اباد ښار شمال ته د بېسودو پله په سیمه کې وشوه.

د ننګرهار اوسېدونکیو د ملي اردو د سرتېري قربانی ستایلې ده. د شهید شوي سرتېري نوم، محمدعمر، یاد شوی دی.

ژورنالست او لیکوال سعید شینواري په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «تر افغان پوځ، پاک انسانان نه شته.‌ نن یو اتل ځانمرګي ته غاړه ورکړه، خپله شهید شو او لسګونه افغانان یې وژغورل،»

خبریال ذبیح الله غازي وایي، چې د ملي اردو سرتېري بریدګر پېژندلی او مخکې له دې چې هغه وار وکړي، ده وار پرې ور ړومبی کړی دی.

ښاغلي غازي لیکلي، «د ملي اردو سرتیری په پلي بریدګر پوه شوی و، من‌‌‌‌‌‌ډه یې وراخیستې او بریدګر یې په غېږه کې نیولی، له ګڼې ګوڼې یې غاړې ته کوي چې چاودنه یې کړې. پېښه کې د پوځ هماغه سرتیری وژل شوی او درې نور زخمیان دي. په ټپیانو کې یو عام کس هم شته دی. پېښه شل کم اوه بجې د بهسودو پل ته څېرمه شوې،»

په ننګرهار کې وروستي ځانمرګي بریدونه اکثر د داعش له خوا کیږي، او د پوځي چارو کارپوهان وایي، چې داعش هماغه پخواني طالبان دي چې د پاکستان د استخباراتي ادارو په وینا یې خپل سپین بیرغونه په تورو اړولي دي.

اکانومیک ټایمز ورځپاڼې تېره اونۍ په یوه راپور کې لیکلي وو چې د افغانستان په ختیځ کې موجود داعش اصلا له عربي داعش سره ارتباط نه لري، بلکې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا جوړ شوي ګروپونه دي چې غواړي په افغانستان کې د نا ارامۍ هغه سلسله چې پاکستان څو لسیزې وړاندې د جهادي تنظیمونو په شکل کې پیل کړې وه او بیا یې د طالبانو په شکل کې دوام ورکړ، اوس یې د داعش په شکل پر مخ وړي.

3 thoughts on “په جلال اباد کې د ملي اردو یوه سرتېري د خپل سر په قربانۍ د ګڼ شمېر ښاریانو ژوند وژغوره”
  1. ولې د لوچک ظاهر حضرت الي مسلمیار او نور اشراري قاتلانو په غاړو کې پړي نه اچوي چې نیم افغانستان ترې آرامه شي

    اوس به یوڅو فیسبوکي بوده ګان ووايي اتل دی اتل دی خلاص ، سبا به هیر وي بچیان وکورنۍ وږي ګدایي کي

  2. شهادت د مبارک شه د هبواد سرتيريه.. ستا نوم او ميړانه به انشالله د تاريخ په زرينو کرښو ليکل کيږي.

  3. په کرلو او ریبلو یی ښه پوهیږم————نالایق د دسترخوان به یم تر کومه
    دا هغه شعر دی چی خلقیانو به ولس ته وایه او ولس به یی پوهاوه چی توری به لالا وهی مړۍ به عبدالله وهی . خو اوس په ولس کی هغه جهادی غیرت نه دی پاتی او اوس تول په غنیمت ساتنه مصروف دی غریب به عسکری کوی او سرمایه دار به فساد کوی

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *