په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري

تاند- په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ یو کارکوونکی نن /دوشنبه/ د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.

پاکستاني رسنیو د وژل شوي دیپلومات نوم جاوید اقبال رعنا ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړی په جلال اباد ښار کې د خپل کور مخته وویشتل شو.

د پاکستاني رسنیو په وینا نوموړی له کونسلګرۍ څخه کور ته روان و چې د ماښام په ۶ بجې او ۱۵ دقیقو پرې ډزې وشوې.

خو د ننګرهار چارواکي وايي چې رعنا له ساتونکو پرته بازار ته د سودا رانیولو لپاره وتلی و.

رعنا، چې ګڼې مرمۍ یې پر بدن لګېدلې وې، ځای پر ځای سا ورکړه.

د افغانستان امنیتي ادارو پېښه تایید کړې او خواشیني یې پرې څرګنده کړې ده.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل، حمله کوونکي دوه تنه ول او پر موټرسایکل سپاره ول.

د افغانستان حکومت دا برید په کلکه غندلی دی.

د رعنا مړی د عدلي معاینې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

اقبال د پاکستان د پنجاب صوبې د سیالکوټ اوسېدونکي و او د جلال اباد د کونسلګرۍ د وېزې په څانګه کې یې کار کاوه.

تراوسه پورې هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

تر دې څو میاشتې پخوا په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ یو مامور پېښور ته د تګ په لاره کې یرغمل شو خو ډېره موده وروسته وموندل شو.

تېره اوونۍ د افغانستان د کونړ مرستیال والي د پېښور په ډبګرۍ کې د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شو چې لا یې هم درک نه دی څرګند شوی.

پاکستان په جلال اباد کې د خپل دیپلومات وژنه وغندله

د پاکستان صدراعظم او ولسمشر په جلا – جلا پیغامونو کې د افغانستان په جلال اباد ښار کې د پاکستان د سفارت د کارکوونکي وژنه په کلکه وغندله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه پیغام کې د خپل دیپلومات رعنا د وژل کېدو په خاطر د نوموړي له کورنۍ سره خواخوږي او غمرازي کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینې جنجوعه په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر احضار کړ او په دې پېښه کې خپل شدید اعتراض ورته څرګند کړ.

هغې له افغانستانه وغوښتل چې د دې برید عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

3 thoughts on “په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ یو مامور ووژل شو”
  1. حتما به یې په شا کې څه فساد و ځکه یې وژلی دی. ومنئ چې دا خلک څو مخه شیطانان دي.

  2. هیڅ داسې تروريستي ډله په نړۍ او خصوصا په افغانستان کې نشته چې یا د پاکستان په ولکه کې نه وي او یا د پاکستان بې ارادې کوم عمل وکړي. دا د شک خبره ده چې څنګه د پاکستان دیپلومات په جلال اباد کې د کومې تروریستي ډلې لخوا ووژل شي. دا کوم سیاسي چال دی اوداسې شک شته چې دا شخص ممکن پاکستان پخپله وژلی وي او امکان لري ګوته هند ته ونیسي او یا پرې د افغانستان حکومت بدنام کړي.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *