تاند- په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون په سلګونو محصلانو نن په جلال اباد ښار کې له امریکا سره د افغانستان د امنیتي – دفاعي موافقې پرضد مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو، چې سهار اته بجې د پوهنتون مخته راټول شوي ول، ویل چې له امریکا سره د امنیتي تړون غوښتونکي نه دي او هغه په کلکه غندي.

ټاکل شوې ده چې سبا د کابل په پولتخنیک کې د شاوخوا دوه نیم زره استازو په ګډون مشورتي لویه جرګه د افغانستان او امریکا پر امنیتي تړون بحث وکړي او حکومت ته خپله مشوره ورکړي.

د امنیتي موافقې په صورت کې به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې له ۱۰ زرو تر ۱۶ زره امریکايي او د ناټو د نورو غړیو هیوادونو سرتېري پاتې شي.

د جلال اباد مظاهره په داسي حال کې شوې چې نن د افغانستان ولسمشر له امریکايي چارواکو سره یو ځل بیا په امنیتي موافقه کې پر اختلافي مسایلو خبرې کوي.

له راپورونو سره سم د امریکايی پوځیانو د قضايي صلاحیت او له ۲۰۱۴ وروسته د امریکايي پوخیانو له لوري د افغانانو د کورونو د تلاشۍ پرسر دواړه خواوې اختلاف لري.

مظاهره چیانو د کابل- جلال اباد لویه لار پر ترافیکو بنده کړه او د دوه اړخیز امنیتي تړون پرضد یې شعارونه ورکړل. تر دې مخکې په کابل کې د امنیتي تړون پرضد غونډه او مظاهره شوې وه خو د ولسمشر کرزي د ملي امنیت سلاکار د غونډې ترتیبوونکي له بهر سره په لاس لرلو تورن کړل. په عین حال کې ویل کېږي چې ایران پراخې هڅې پیل کړي چې د افغانانو په لمسولو د دې موافقې مخه ونیسي.

په همدې حال کې اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتو جګپوړیو چارواکو پرون د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته له ا فغانستان سره د امنیتي تړون په اړه معلومات ورکړل.

اژانس کانګرس ته د نژدې سرچینو په قول وایي، امریکا له افغانستان سره د امنیتي همکاریو د تړون په مسودې کې پر دې خبرې ټینګار کړی دی چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته باید په افغانستان کې امریکایي پوځیانو او قراردادیانو ته د افغانستان د محاکمو په وړاندې قضایي مصونیت ورکړل شي.

اسوشیتد پریس اژانس کانګرس ته د نژدې کسانو په وینا څرګندوي چې دوی د دې تړون د مسودې یوه کاپي ترلاسه کړې ده او په هغې کې دا خبره هم شوې ده چې د امریکا حکومت او هغه کمپنۍ چې په افغانستان کې پاتیږي هغوی به افغان حکومت ته مالیه نه ورکوي او امریکایي پوځیان که چیرته قانون تر پښو لاندې کوي د افغانستان په محکمو کې به نه محاکمه کیږي او په امریکا کې به  محاکمه کیږي.

په دې مسودې کې په افغاسنتان کې د پاتي کیدونکو امریکایي پوځیانو شمیر نه دی څرګند شوی، خو دا پکې ویل شوې دي، که چیرته د امریکا حکومت وغواړي نو پوځیان یې د کابل بهر هم په عملیاتو کې برخه اخیستلی شي.

18 thoughts on “په جلال اباد کې سلګونو محصلانو د امنیتي موافقې پرضد مظاهره وکړه”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    درنو هېوادوالو او درنو پوهنپالو زه ځان ستاسو سره په دغه تظاهراتو کې شريک ګڼم او ستاسو هڅې به د افغان ولس په تاريخ کې ثبتې شي. د کمونيستانو په موده کې هم په همدغه د کابل د پوليتخنيک په انګړ کې ورته فرمايشي جرګې دايرې شوې دي، مګر پايله يې موږ او تاسو وليدله! دا چې ښاغلی سپنتا نورو ته د ګرمې يا پييلتوب نغوته کوي، نو دی ګرم نه دی، ځکه دی يې په افغانستان کې ګټي او لور يې په جرمني کې په ورته بڼه په افغاني پروژو کې لالهانده ، چې ډېر نور لوړ پوړي چارواکي هم همداسي دي، که پلار په افغانستان کې له لويديزوالو سره دی، نو بهرنۍ څانګې يې د لورانو او زامن په لاس کې دي.
    د سپنتا په اړه دغه کليپ ووينی او بيا يې د خبرو پّ اړه قضاوت وکړی!
    http://www.youtube.com/watch?v=0KufFCxPZhk
    معه سلاموکم الاهلول مجاهدين او الاخوتالافغانيون
    د خپلواک افغانستان په هيله
    ملا ميوند آخوند

  2. موژ نه بلکی د هیس مسلمان لپاره به دا ترون د منلو نه وو خو ددی بدو گاوندیو د لاسه مجبور یو چی د اسرایلو سره هم ستراتبژیک ترون وکرو

  3. All afghans who love their country will support Afghan american treaty. of course their are some iran and Paki spys such as wahid muzhda and the people who organized jalalabad demonstration. they will try to obey paki and iran order, but it will sign Inshallah.

  4. سلام!داسی حالت چی کشر دمشرتعبداری نہ کوی کرزی وایی دولس خوشہ سپنتاوایی چی زماخوشہ.کہ کرزی ریشتنی وایی آیاٹول پوشتنہ شہ بدیل نہ وہ.دچارواکوشہ جواب…دی کی پردی لاسونہ دی…آیاامریکااواسلام اڑخ لگوی نوبیا سہ لہ ددشمن سرہ تڑون.مننہ.

  5. دا تړون د مفسد حکومت د ساتلو لپاره امضا کيږي تر څو د يو ملي قيام مخه ونيول شي

  6. Salam w k
    If Any one say yes it’s good for Afghanistan ? I will ask that afghan . Would you accept as afghan some one to search your house and detainee members of family or killed . Death to Iranian paki and they are puppet . Look at panamjawe 17 people have been killed by USA force . As afghan is it good ? I will say no no no if USA NATO Iran Pakistan puppet of UK stop they are war on our peaceful land . It’s in Quran kafirs never ever bring peace . We turn our back to Quran face to dollars .

  7. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    درنو افغانانو! موږ ته پاک الله غټ سر په اوږو رانصب کړی دی، مګر استفاده يې زموږ په لاس کې ده، د ځبرځواکونو په اړه موږ ډېر څه ليکلی شو، مګر دا بايد په ياد ولرو، چې همدغه امريکا هر کال د ډيورند کرښې په اړه نمايشي غونډې جوړوي او بيا يوه او يآ بله دوکتورا يا پې اېچ ډي پرې اخلي، چې انګرېزانو په څه ډول يو لوی پښتون ټبر وېشلی دی، د امريکايي ډيپلومات خبرې مو له هېره وايستلې، چې د افغانستان د تجزيې خبرې يې رسنيو ته راورسېدلې!
    که څوک ګومان کوي، چې د افغانستان تجزيه به د نورو ټبرونو په کټه وي، نو اشتباه کوي، ځکه د افغانستان پروفيسور په پرديو ملکونو کې له جوالي سره هم نه مقايسه کوي، نو د افغانستان وګړی به بهرنيو ملکونو کې تل مهاجر وي، چې ښه بېلګه يې زموږ د هېواد کمونيستان دي، ځکه وخت وښودله، چې په څه ډول ټول کمونيستان د ټوټې شوي شوروي ملکونو ته وتښول، مګر ډېر ژر يې له هغې ځايه هم پښې سپکې کړې، ځکه روسانو خپلو متحدينو ته بيا هغه آرګاه او بارګاه ورنه کړه، چې په افغانستان کې يې درلودله، نو بيا درييم او څلورم ملکونو ته پسې مهاجر شول.
    د افغانستان اوزبک، تاجک، تورکمن او هزاره ته نه په ايران کې، نه په ازبکستان کې او نه هم په تاجکستان کې د ژوند او عزت زمينه برابرېږي، نو همدغه موږ سپېره افغانان به وو، چې له يو او بل سره به سازش کوو او ټولنيز جوړښت به مو پياوړی کوو، نو هغه يو شمېر چې يا د فدراليسم ډنډوره يادوي او يا هم په امريکايي ټوپک خپله واکمني ساتي، نو د ملت په ګټه نه دي او لکه نورو لاسپوڅو غوندې به شرمېدلي له هېواده شړل کېږي.
    زموږ د بقا او بري لاره صرف بينالافغاني تفاهم دی، نور نو نه تړونونه په درد خوري او نه هم قرار دادونه، چې له نړيوالو نورمونو او حقوقي اړيکو برخوردار تړونونه نه وي! نو موږ نه غواړو، چې د امريکايي لوبې لاسوندونه شو! که امريکا، روس، چين غوښتلی، نو لومړی به يې د انسان د آزادي په نسبت زموږ د لر او بر پښتنو د يو ځای کېدلو مخنيوی به يې نه کولی، مګر برعکس امريکايآن، ايرانيان او پنجابيان ټول هڅه کوي، چې د جنګ محور پر پښتني سيمو تېرې کړي، چې روس ۱۴ کاله جنګ پرې تحميل کړ او امريکايانو دا دي ۱۳ کاله کېږي، چې افغان ولس يې محاصره کړی او د سيمې پښتانه يې تباه کړل، نو د اشغال په حالت او د استعمار تر پوړني لاندې هېڅ ډول تړون د افغان ولس لپاره د منلو وړ نه دی!
    په يآد لری، آزاد ژوند وکړه او آزاد مړ شه! نو دا وو زموږ د نيکونو او پلرونو شعار!
    معه سلاموکم الاهلولو افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  8. we see Afghanistan is moving to an era very similar to the era of communists, who suppressed the voices of of the people by branding them as “Asharar”, “enemy” etc etc.

  9. درنو ځوانانو معقول فکر وکړی او د هیواد او سیمی دښمنان هم وپیژنی
    د ایران اخوندان خو لا تر دوی ډیر ظالمان دی دوی ته د یوه ایرانی او افغان یوځای اوسیدل هم ګناه ښکاری. دوی ته ایرانی یو نجیب انسان ښکاری اما بهرنیان بیا ورته وحشی معلومیږی. تاسو کولای شی زما د مدعا د ثبوت لپاره دالاندی لینک ته مراجعه وکړی:
    https://www.facebook.com/#!/photo.php?v=10151794343682278

  10. په پنجاپ او ایران او دهغو په سپو اور بل دی،

    د کوم کفر او اسلام خبری کوی چه په کابل کښی تاسی لکه سپوپشان خلک وژل، عزت مو لوټولو هغه وخت اسلام چرته وه

    اوس خلک په تاسو کله هم اعتبار نه کوی
    دغه تړون به د افغانستان لپاره ګټور وی

  11. Dear Mullah Maiwand,

    we know that physically you are Mulla Maiwand Akhund but mentally and injected you are by ISI agent and doing poisoned propaganda against our national interest . because of you Mullas we are backward and because you Mullas we are destryed but we know that Afghan nation is not 12 years past nation they knows their enemies I am very sorry that now your business is going down no one will listen to you

  12. افغانستان اوسمهال داسی تړونوو ته اړتیا لري، که د افغانستان سره نړیواله همکاري او مرسته نه وی نو دافغانستان پرمختګ نا شونی دی اوتر سو چی دپاکستان او ایران غوندې هیوادونه د افغانستان ګاونډیان وي نو د نړیوالو همکاریو ته لازیاته اړتیا شته . او دا څوک چی ددې تړون
    مخالفت کوی هغو د افغانستان ملي ګټو پرځای دنورو اوپه ځانګړې ډول د پاکستان او ایران ګټو ته ژمن دي نه دافغانستان …

  13. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    زه د ښاغلي حزب الله سره څو ځلې په تبصرو کې مخامخه شوی يم، مګر له بده مرغه زما د دغه ورور په ذهني بېوستيا زړه بد شي، ځکه تور لګول، ټينګتې کول او يا بدې ردې ويل د رنډيو ښځو کار دی، مګر له بده مرغه نن زموږ د ولس نران هم لکه يو شمېر ښځو غوندې خوله خوځوي، خو ليا يې بده، چې غلامي ته يې هم غاړه اېښودلې ده.
    له بده مرغه له سرې غميزې سره هم د اشرار او اخواني خبرې راپورته شولې او يو شمېر به د روسي کمونيزم او يا سوسياليزم پړپړې ويلې، مګر ملت خپل هويت څرګند کړ او پاک جهاد يې وکړلو. د هغه مهال يو شمېر جهادي مشرانو ملکالطوايفي رامنځ ته کړه او د انسانانو وينې يې تويې کړې او ملت له طالبانو سره يو ځای شول، نو د طالبانو هم وروستۍ سلګۍ وې، چې امريکايانو يرغل پرې وکړ او همغه پروني جهاديآن او تېر کمونيستان له امريکا سره يو ځای شول او خپل ملت يې يرغمل کړ، مګر په دولسو کلونو کې نور نو افغانانو ته نه عزت پاتې دی او نه هم عفت! او تاسو غوندې ډنډوره چيان يې هم کم نه دي، چې يو شمېر يې په ډالري معاشونو روږدي دي او نور يې په بهرنيو ملکونو کې خپله ګټه ويني!
    ما ويلي، چې افغانستان د متوازن سياست، د عزت او وقار موقف بايد خپل کړي، اتخاد وکړي او لکه يو شمېر د پادې سپيو غوندې د ژوند د ښېرازي او انسانيت کاروان ته ونه غاپي او له پردي، د تړون په اړه مې ليکلي، چې د افغانستان ملي ارزښتونه په پام کې ونيول شي او په دې برخه کې د افغانستان جيوپوليتيک موقف ته پام وشي، ځکه موږ د امري:ايانو مريان نه يو او د دې حق لرو چې خپلواک او ناپېيلی مملکت وواوسو، مګر حزب الله ګکه ته به لکه يهودا غوندې لومړی شخص وې، چې په آی ايس آی به خرڅېږي، اما بښنه غواړم، چېستا له تبصرو داسې ښکاري، چې ته دومره کودن يې، چې هغه تورمخی سازمان او يآ کوم بل استخباراتي سازمانه به دې هم په يوه شانزاپلۍ وانه اخلي.
    د افغانستان مسئله صرف افغانان حلولی شي، چې پښتانه يې ټولنيزه شمزۍ ده، امريکايآن په لومړي ګام کې د بګرام هوايي ډګر غواړي، چې ځان ته يې اډه کړي، نو د سيمې په نجونو به بيا خېژي او د جنوب پښتانه به بيا بمباردېږي، چې دغه پاليسي د امريکا کرکر او بلوک هم په خپلو خبرو کې ياده کړې وه، له بده مرغه ځينو ته چې ووايې ونه درپکې شنه شوه، نو دی درته وايي، چې سيوري ته به يې کينم!
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  14. Mr. Daud khan…
    Iam writing to you in english, because you have posted a comment in english, though you are opposing US and western forces in afghanistan but you like their language and prefere to write in english rather than in your mother language whatever it is….
    There are millions of afghans who want this agreement to be signed, because it favours afghanistan and afghans and iam one of them..
    If US forces completely withdraws from afghanistan, the country will return back to the taliban or mujahid era of civil war and anarchy.. there won’t be any progress, without US’s financial support afghanistan can not bear all the expenses it self.afghanistan need a strong financial support from the world nations untill afghanistan stands on its own feet. we should think of afghanistan’s interest not pakistan or irans’s interest in afghanistan..there are many circles who are working for iran and pakistan’s interest in afghanistan and opposing afghanistan’s peace and progess…

  15. درنو او د قدر وړ محصلینو ورونو!
    دا ټول د ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان او ایران یو څو لاس پوڅې دي چې تاسو خپلو شومو موخو ته د رسیدلو لپاره استعمالوي که نه هغه مو هیر شول چې د ننګرهار پوهنتون په ساحه کې د ملا عمر د مدرسي چڼیانو ته به پسونه حلالید او محصلینو ته به یي د کافرانو په سترګه کتل او له اوبو ډک لوبیا به هم ن ورسیدل تر دې پروې چې د ننګرهار د طب په پوهنځي کې یي محصلین په دي ووژل چې د لیلي له رئیس څخه یي خپل حق غوښتلو او هغه یي د غلا څخه منع کولو چې هغه هم د طالبانو د رژیم یو کرغیړن اخوند وو چې په خلاصه هم نه پوهیده خو داچې توره لنګۍ یي تړلي وه نو ملا وو ځکه خو یوه عربي معقوله کې وایي علامه العلم العمامه یعنی د علم نښه لونګۍ ده په حقیقت کې داسي نده د زړونو مالک خدای ج دی هغه محصلین چې د لیلي د بدبخته رئیس له خوا ووژل شول هغه صحنه اوس هم زما تر سترګو کیږي داسی خو څوک له کفارو سره هم نه کوي لکه چې هغوی بدبختو له پاکو محصلینو سره وکړل او تاسو یو ځل بیا هغه کرغیړن نظام غواړۍ چې د یودوه داني لوبیا په سر مو بیا ووژني. خدای ته وګورئ خپلې زده کړې مو وکړې د خپل پوهنتون له چارواکو څخه د ښه تعلیمي چاپيریال د برابرولو او چمتو کولو لپاره لاریون وکړي نه داچې د کرغیړن پاکستان او ایران په لمسون د خپل هیود د ورانولو هڅې کوئ.

    خدای ج د توفیق درکړي امین ثم امین

ځواب ورکول افغان ولس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *