په جلال اباد کې د کابل بانک مخته چاودنې ۳۳ تنه ووژل

تاند- په جلال اباد ښار کې د مخابراتو په چوک کې د کابل بانک مخته په چاودنو کې لږترلږه ۳۳ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل دي.

ګومان کېږي چې د تلفاتو شمېر تر دې واوړي ځکه چې د لسګونو ټپیانو حال نازک دی.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وايي، لومړۍ چاودنه، چې ګومان کېږي انتحاري وه، د بانک مخته وشوه.

شېرزاد وايي چې پولیسو تراوسه پوري معلومه کړې نه ده چې چاودېدونکي مواد یا بم ځای پر ځای شوی و او که انتحاري ځان الوزولی دی.

دوهمه چاودنه د جلال اباد د یوه زیارت مخته وشوه.

طالبان، چې عموماً دا ډول حملې کوي، ویلي چې دوی په دې برید کې لاس نه لري.

خو شاهد الله شاهد، چې ځان د داعش ویاند ښيي، رسنیو ته ویلي چې دا برید کړی دی.

چاودنه داسي مهال وشوه چې ملکي مامورین د معاش د اخیستلو لپاره د بانک مخته راټول شوي ول.

په ۲۰۱۱ میلادي کال هم د کابل بانک په همدې څانګه د طالبانو په تروریستي برید کې ۴۲ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي ول.

7 thoughts on “په جلال اباد کې چاودنې ۳۳ تنه وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل دي”
  1. ودې خلګو ته چه دا کارونه کوې نه دانسانيت کلمه او نه دانسانيت کلمه منسوبيږې ددوئ لپاره پکار ده چه په هر ځائ کې چه وې بايد محوه او نابود سې

  2. دافغانستان ټولو وګړوته داويم چی پنجاب زموږ څخه لاس نه اخلی او په جوپوجوپو مو وژنی ،تر دی ښه داده چی په سنګر کی ووژل سو نه دکور په دروازو کی،زه لمړی :دجمهورريس څخه هيله کوم چی نظامی تشکيل دکدرونو څخه پوره کړی،دوهم :بيړنی نظامی حالت اعلان کړی،دريم: سرتاسری سفربری بايد اعلان کړی ،ټول د احتياط صاحب منصبان بايد خپل تيارسی حالت را وبلل شی. هسی مرو نو شه به داوی چی ددښمن سره نيغ په نيغه سره معلومه کړو.نن جلااباد پرون بدخشان،غزنی اوداسی نور،تر څو به موږ هره ورځ دپنجاب دمرګ مری ته ناست اوانتظارباسو ، دحکومت په نوی سيستم کی داجراييه رياست مقام دولتی حاکميت ته سخت ضرررسولی نو پدی هکله بايد دقيق اوهر اړخز فکروشی اوداسيستم چی يوه ستره اقتصادی اومعنوی ضربه يي ملت ته اړولی لغوه شی،تر څو دحکومت اداری سيستم ديو شخص تر اداری لاندی راشی ،دښمن ددی حالت څخه سخته ګټه پورتی کړی اوکوی يي. دالله (ج) څخه دجلااباد شهيدانو ته جنت الفردوس ،اوزخميانوته عاجل شفا غواړم

  3. What I think afghan govermnt should do to separate the govermnt servants from civilians and have kabul bank in their own organization department so that they can easilly and safely collect their pays from there.it must be done by any means and at any cost….because the lives of afghans are more crucial to us..And these kind of painful incidence to be stopped

  4. درنو لوستونکو خپل سلامونه واړندی کوم ، تر ټولو د مخه هغو شهیدانو ته چی په دی زړه بوږنوونکی پیښه کښی شهید سوی له الله څخه دجنت برین غواړم او زخمیانو ته د روغتیا په هیله یم. الله تعالی دی که طالب دی که د کفارو دا نوی یعنی داعش پروژه ده دوزخ په نصیب کړی او انشاالله همداسی به شی خدای مو په قهر د خدای ککړ که په څومره افتخار به له خپلو اولادو او هغه تر مخه طلاق شویو ښځو سره ناست وی او وایاست چی موږ جهاد وکړ الله تعالی دی د جهاد بلا تاسو کفارو ته در واړوی ای د تورو جټ پنجابیانو مزدورانو ، ای د اسرايلو زامنو د هغو سپو او ګیدړانو بلا دی تاسو په نامه طالبا نو او داعشیانو ته در واوړی. نور نو د ملت حوسله تاسو، او دغه د دوو بنو حکومت ته تنګه شوی او ددی خوار اوولس آه او ښیره به انشالله د سپو مرګ درکړی او د محشر په ورځ به د خنځیرانو په څیر را جګیږی. که د تاسو مخونو ته موږ ځیر شوو سر په دنیا دوزخی یاست . ښه ځیر شی او بیغیرتو دپنجابیانو چی اصلی د کفارو بچیان دی دا مملکت ورانوی او خلک وژنی خدای پاک مو تحت الدوزخ په نصیب کړه او انشاالله همداسی به شی چی دا بیوزله خلک وژنی شاهد الله چی ځان د داعش ویاند بولی په خپله کله مسلمان دی ځکه دوی تر اوسه په تیرا او په خپل قوم کښی نکاح شوی ښځی پلوری او اخلی کاش چه ددی قومونو اسلام موږ ته نه وای معلوم

  5. که دا عمل د مسلمان وی ! نور مونگه بیخی اسلام نه منو، همهغه دمونگه پخوانی دین چه دزردشت دین دی همهغه دمونگ لپاره بهترین دین دی.اسلام دی وحشی عربو او تور مخی پنجابیانو ته مبارک وی.

  6. دافغانستان تول خلگ دی راپاسی ددی مسلماندوله توند لاری حرامیانو په مقابل کی

  7. ډیر غمجن او خواشینونکی خبر دی. الله پاک د په اول قدم کی ټولو هغو کسانو ته چی پدی جنایت کی یی لاس درلود جهنم نصیب کړی. په دوی د ابدی لعنت او غم وی. د دوی کورنۍ او پاتی ټوله اولاده دی په داسی غم کی ګرفتاره او سرګردانه وی.
    دوی ته د انسانانو مرګ لکه د صحرایی مرغیو د ښکار په شان آسانه ښکاری. واړه او لویان په خپلو وینو کی لت پت پراته دی.
    وایی چی هرکی ناموزد زروزګار ، هیچ نیاموزد ز آموزګار
    دا دوهم ځل دی چی په همدی محل کی افغانان په داسی مصیبت اوړی. او هغه هم د پاکستان د ګوډاګیانو له لاسه. ځکه چی د افغانستان ولسمشر هند ته د سفر کولو تیاری نیسی او پدی بدبختو منافقینو سور اور بل دی.
    د دولت مامورینو ته باید د بانک کارت ورکړل شی ، د هغوی معاشونه د هغوی بانکی حساب ته په اتومات شکل سره ولیږدول شی او هر وخت چی حساب لرونکی پيسو ته ضرورت ولری یو مقدار پيسی د له مربوطه بانکه واخلی . پدی حساسو شرایطو کی د ډیرو خلکو راټولول غلط کار دی . د افغانانو دښمنان هره لحظه په کمین کی دی او غواړی د افغانانو د وینو ویالی د کابل او سیند د سیندونو رنګ سور کړی. د بانکونو امنیت باید سل په سلو کی تامین وی . هر هغه څوک چی د بانک خواته نژدی کیږی باید تلاشی او وڅارل شی. مشکوک کسان باید ودرول شی . د زورواکو او قوماندانانو موټر هم د بانک خواته نژدی پرینښودل شی ممکن دوی په خپلو موټرو کی خرمرګی او ځان مرکی راوړی.
    له بلی خوا د ټپیانو او زخمیانو لیږدول په پورته شکل سره درست کار نه دی دوی ته باید تذکری یا هغه وسایل چی د دونفرو لخوا یو زخمی پکی واچول شی لکه یو څادر یا یوه کمپله او تر موټرونو یا امبولانسونوپوری پکی ورسول شی. ځکه که د چا لاس یا پښی ماتی وی نو په پورته شکل سره څلور نفره یی له لاسو او پښو کش کوی، د هغوی درد دوه چنده کیږی. زمونږ ټول عاجل سرویسونه باید داسی اضطراری حالاتو ته آماده او تیار اوسی. دوی کولای شی د ټپیانو او مجبورو کسانو ژوند ته نجات ورکړی.
    په پای کی ټولو ټپیانو ته عاجله شفا او سلامتی دعا کوم شهیدانو ته د خدای تعالی جنتونه او کورنیو ته د جمیل صبر ورکړی . آمین یا رب العالمین

ځواب ورکول Akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *