تاند- شاوخوا ۱۰۰ تنو د نهه کلن هلک او ۶۲ کلنې ښځې د واده په مراسمو کې ګډون وکړ.

د راپورونو له مخې په جنوبي افریقا کې نهه کلن (Sanele Masilela) له ۶۲ کلنې (Helen Shabangu) سره نکاح وتړله. دوی وايي چې پلرونو یې ورته دغسي وصیت کړی و.

د بریتانیا مېل ورځپاڼې د هلک د ۴۷ کلنې مور له قوله ویلي چې زوی یې خوشاله دی او په دې نه شرمېږي چې واده یې کړی دی.

دوه شپېته کلنه (Helen Shabangu) ۵ ماشومان لري چې عمرونه یې د ۲۸ او ۳۸ کلونو ترمنځ دي.

دا وايي، په دې خوشاله ده چې هلک خوښه کړې ده او دا کار به د دوی د نیکونو اروا خوشاله کړي.

0 thoughts on “په جنوبي افریقا کې د ۹ کلن هلک او ۶۲ کلنې ښځې واده”

ځواب ورکول سید الر حمن زیار مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *