حصارک غلځایي د ننګرهار ولایت لویدیځ ته لرې پرته ولسوالۍ ده چې له کابل او لوګر سره ګډه پوله لري، تر ۲۰۱۰ م کال پورې ننګرهار په ټولو پښتون میشتو ولایاتو کې له ډاډمن امنیت برخمن وو خو په ننګرهار کې بیا حصارک غلځایي د نورو ولسوالیو په پرتله له امنیتي ستونزو ډېر خوندي وو، ډېری خلک یې غریب، بې سواده خو نرم مزاجه او سوله خوښونکي وو او دي.
د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته لسګونه ولسوالان او امنیه قومندانان چې ډېری یې د ننګرهار د نورو ولسوالیو اوسیدونکي وو راغلل او لاړل، په ولس کې د جنجالونو اړوند ځینې موثر او ځینې نور ډوډۍ خواره ول، دوی ټول که د ستونزو په مخنیوي کې لږ یا ډېر پاتي راغلي ول خو د نوو ستونزو لاملین نه وو، نوې ناخوالې او ستونزې یې د حصارک ولس ته را ونه ټوکولې.
په اغلب ګومان د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د ولایت مقام د حاجي ظاهر په مټ نوی ولسوال چې د همدې ولسوالۍ اوسیدونکی دی عبدالخالق معروف وټاکه، مخکې لدې چې د عبدالخالق په کړنو رڼا واچوم، د ده اړوند لنډ مالومات اړین بولم. عبدالخالق د حصارک ولسوالۍ اوسیدونکی ، په قوم معروف خیل ،کاملا بي سواده پخوانی بدنام پاټکي پاتې شوی ، تخلص یې هغه وخت معروف شو کله یې چې د وروڼو قومونو ترمنځ تفرقې ته لمن ووهله، له ولسوالۍ مخکې یې کور د پیښور په حیات اباد کې وو، د هغه ځای له پولیسو سره یې ډېرې نزدې اړیکې لرلې، له ولسوال کېدو لږ څه وړاندې خپل کلي ته په لنډ سفر راغلی وو، د کلیوالو له خوا ورته پوره بې عزتي واوښته، دی بېرته پيښور ته ستون شو، د ولسوالۍ مخور خلک راجیګ شول او د ده کلیوال یې پيښور ته د بخښنې په پار بوتلل خوعبدالخالق په خپل کور کې خپل کلیوال په پوره مانا بې عزته او یو یې وواژه، لدې وروسته عبدالخالق د حاجي ظاهر کور ته پناه راوړه، شپه او ورځ هملته پروت وو تر څو د حاجي ظاهر په توسط حصارک ته د ولسوال په صفت ولیږل شي، هماغه وو چې نوموړی د حصارک ولسوال شو.
کله چې عبدالخالق د لومړي ځل لپاره حصارک ته د ولسوال په صفت لاړ، د جمعې په ورځ یې د مسجد له ممبره خلکو سره د ښه چلند، د ظالم پرځولو او د مظلوم اوچتولو تعهد وکړ، ټول حصارکیان، اوړ او زوړ ترې خوشحاله وو، رښتیا هم بنا یې په نیکو کارونو وه، د بازار په رغونه یې پیل وکړ، د باولۍ په کلي کې یې شل کلنه بدي په دوستۍ بدله کړه، د ناور په کلي کې یې هم ورته کار وکړ، د خلکو ترمنځ نورې وړې او غټې ستونزې یې پرته له کوم خنډ او ځنډ حلولې، ولسوال د حصارک د اوړ او زوړ په زړونو کې ځای پیدا کړی وو، که به یې چاته بچو ویلی وو نو هغه به دومره خوشحاله وو لکه په کلونو ورک پلار یې ناڅاپي ورته د بچو غږ کړی وي. بدبختانه پورتني وضعیت دوام ونه موند، شپږ میاشتې لا نه وې پوره شوې چې د ولسوال په وضعیت کې کاملا بدلون راغی، بنا یې له خپلو هغو کلیوالو وکړه چې له ده سره یې په لنډ ماضي کې بدي پیدا شوې وه، هغوی یې د جلال اباد زندان ته د طالبانو په نامه ولیږل، د کلیوالو خپلوان یې تهدید کړل، هغوی یې کډو بار کولو ته اړ کړل، د چرسو او تریاکو لپاره یې پاټکونه جوړ کړل، اربکیان یې پاټکونو ته جوړ کړل، د معروف خیل او جبارخیل کیسې یې بنا کړې، د ماما خیلو د کلي ( کوزه کولاله) په پلوۍ یې د برې کولالې ځمکه قبضه کړه، خلک یې ورته په زندان کې واچول، په کورونو کې چرس، افین او وسلې یې د خپل ځان کړې، د پاینده خیلو ( ګلوخیل او حلیم خیل) او ظریف خیلو دوه وو کلو ترمنځ د ځمکې پر سر جنجال کې یې کله د یو کلي او کله د بل کلي په پلوۍ پیسې او وسلې تر لاسه کولې، د ولس هر امي او مولا، ځوان او سپین ږیري ته یې ښه راغلاست په کنځلو کاوه او ځواب یې هم په کنځلو غوښته، کله به یې چې جیب خالي شو، په لویه لار به یې سړی تر مټ ونیو او د یو میل کلاشینکوپ غوښتنه به یې کوله، د نه ورکولو په صورت کې نوموړی کس طالب او د زندان مستحق ګڼل کېده، د ننګرهار په ټولو ولسوالانو کې یواځینی کس وو، چې ولایت مقام ته یې د ډالرو په بدل کې د تریاکو د کښت بندیز تعهد کړی وو، د خپلې ژمنې د پوره کېدو په پار یې له نیم زیات ولس بې عزته کړ چې ډیری یې خپل قومیان ول، د چناري په کلي کې یې د حکم خان د ځوان زوی ږیره په بیاتي قینچي کړه، خپل ماما یې هم څملولی او بیا یې د ترکتور په کوندو پورې تړلی زندان ته راوړ، له امریکایانو سره یې د دوستۍ مزي ټینګ کړل، هغوی ته د پګړۍ پر سر کولو لپاره یې ډاکتر نعیم ولاړ ګمارلی وو او د تشریفاتو لپاره یې محترم رضاجان او همداسې نور یې داسې کارونه وکړل چې هر مسلمان افغان یې له کولو ډډه کوي، د ولسوال دې کړنو د ولس اکثریت ناراضه کړ او د ده په وړاندې له هر چا سره ملاتړ ته چمتو وو، په همدې وخت کې طالبانو زمونږ ولسوالۍ ته تشریف راووړ چې د ولس اوړ او زوړ ورته ښه راغلاست وویل او حصارک د جنګ ډګر وګرځید، د طالبانو له راتګ وروسته طالبانو، ولسوال، د ولسوال اربکیانو تر خپل خپل وسه ولس دومره وځپه چې نږدې نوي سلنه خلک یي په رواني امراضو اخته دي، د اربکيانو له نفوذ لاندې سیمو کې اوسیدونکي د طالبانو د هوانونو ښکار کیږي او د طالبانو په سیمو کې خلک د اربکیانو او پولیسو د هوانونو ښکار کیږي.
دا چې په دې پنځلس کلنه دوره کې حصارکیانو سیاست ته کسبګر پریښي دي، نو ځکه ما هم پس له ډېر وخته زړه ښه کړ چې د حصارک اړوند حقایق بربنډ کړم.
ستاسو کسبګر ورور
ذاکر خان
ټوپکمار ظاهر چې تر اچین ځان راسوه، اوس دی نر شي خپله ولسوالي دې له طالبانو پاکه کړي. که څه هم د ننګرهار زیاتره ولسوالۍ د ولسوالیو له ودانیو پرته د وسله والو په لاس کې دي.