استاد المهندس نورالله خان احمدزی –
ځینې خلک نیوکه کوي چې اسلام ولې د اوبو پر ځای د اودس لپاره خاوره مقرر کړې او دا خو د اوبو ځای ناستې نشي کېدی، خو هغوی دا نیوکه بېځایه ده او دا د فطرت او عقل سلیم څخه لرې نیوکه ده. خاوره په اصل کې د اوبو ځای ناستې او د انسان طبیعت له خاورې سره جوړ او بل دا اوبه هم د مځکې ثمره او ماخذ ده، نو د یو شي څخه انکار او دبل شي منل دا خپله ناقص ګمان او بېځایه دلیل دی. لاندې یو څو ټکو ته مو پام را اړوم…..
په خاوره او اوبو سره د طهارت مشروع والي د فطرت مستقیمه او د عقل سلیمه موافق ده.
(۱) الله تعالی د اوبو او خاروې په منځ کې قدرتاً او شرعاً اخوت اچولی لهذا دغه دواړه یې د طهارت لپاره جمع کړي دي ــ وجه یې دا ده چې الله تعالی حضرت آدم او د هغه اولاد له خاورې او اوبو څخه پیداکړي ــ زموږ مور او پلار او د هغوی اولاد لپاره خاوره او اوبه والدین دي.
(۲) الله تعالی د هر ژوندي او مړ شي ژوند له اوبو او خاورې سره تړلی ځکه چې د اوبو او خاروې وجود عام ده او هر ځای کې موندل کیږي هم.
(۳) مخ په خاورې سره لړل الله تعالی ته خوښ راځي لکه چې د دغو دواړو شیانو تړون پخپل منځ کې په قدرتي توګه سره محکم او قوي ده لهذا شرعاً هم د دغو دواړو عقد او تړون پخپل منځکې ښه او مناسب وړ ده.
محترم احمد زی صاحب!
کوم دلایل چی تاسو لیکلی دی هغه صحیح دی. مګر ساینسی دلیل به درته ولیکم: په هوا کی یو ډول وایروس دی چی د انسان پوست ته زیانمن دی دا وایروس د پوستکی هغه برخه چی لوڅ دی حمله کوی(لکه مخ، لاسونه او پښی) او د دی وایروس یوازنی علاج اوبه دی، او که اوبه نوی نو دا وایروس د خاورو په واسطه هم د منځه ځی.