د ختیځو ولایتونو څانګه

مطبوعاتي خبرپاڼه

په ختیځ کې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټرمحمد اشرف غني احمدزي د کمپاین عمومي دفتر نن د یوې لویې غونډې پرمهال په جلال اباد ښارکې  پرانیستل شو.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل او بیا د غونډې ټول ګډونوال د ملي سرود درناوي ته ودریدل.

وروسته په ختیځ کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مشر حاجي احسان الله کاموال د پرانیستې او هرکلي وینا وکړه.

کاموال وویل:ډاکټراشرف غني د افغانستان د تېرې لسیزې په مختلفو اقتصادي او سیاسي برخو کې  یو کامیاب ثابت شوی سیاستوال او رهبر دی.

د ښاغلي کامه وال په وینا له همدې کبله دوی د ډاکټرمحمد اشرف غني ملاتړکړی او په داوطلبه او ولسي بڼه کمپاین ورته کوي.

په ننګرهارکې د ډاکټراشرف غني د کمپاین ولایتي مسول حاجي نصرت الله ارسلا پخپله وینا کې وویل:ډاکټراشرف غني افغانانو ته خپله پوهه د افغانستان د ودانولو او ثبات لپاره په مختلفو بڼو ثابته کړې او پرځوان نسل زیاته تکیه لري.

ارسلا دا هم وویل،چې ډاکټرمحمد اشرف غني د هرقشر لپاره بېل پلان او د عملي کولو ظرفیت یې لري.

د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین د مرکزي دفتر فرهنګي سلاکار او فرهنګي شخصیت استاد لال پاچا ازمون د غونډې ګډونوالو ته د ډاکټرصیب غني پیغام ولوست،چې پکې له ټولو ختیزوالو څخه د ده د ملاتړکولو مننه شوې وه.

 د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین یوه ویاند ښاغلي محمد صدیق پتمن هم وینا وکړه او ویې ویل:موږ په کمپاین کې د پيسو او ډوډۍ ورکولو پرځای خلکو ته په فکرورکولو ځان مسول ګڼو.

پتمن وویل:د کمپاین مرکزونو ته ډېرپام مه کوئ،هرکور،هره حجره او هرجومات د ډاکټرصیب غني د کمپاین مرکز کړئ او په دې ډول د افغانستان له ښه راتلونکي سره مرسته وکړي.

د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي ولایتي مشر او د ولسي جرګې غړي حاجي عبدالظاهرقدیرپه دغه ملاتړغونډه کې وویل،چې د ختیځ اویا فیصده رایه به د ډاکټرمحمد اشرف غني په ګټه وکارول شي.

ظاهرقدیر همدا شان د ننګرهارله ولایتي ادارې او ټاکنو خپلواک کمېسون له ځایي دفترڅخه وغوښتل،چې په ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبدالجبارقهرمان پخپله وینا کې له ډاکټرغني څخه د ملاتړ سبب دا وښود،چې د افغانستان په کچه ښه شخصیت،سابقه او طرحې لري.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازې وږمې ساپۍ،د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ابرارالله مراد،د اهل هنودو استازي ډاکټر ارمیت سنګ،د ښځو په استازۍ مېرمن حمیرا او یوشمېرنورو ویناوالو هم په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د نوماندۍ ملاتړ وکړ او دی یې د افغانستان د پرمختګ لپاره ترټولو ښه نوماند وباله.

په غونډه کې سلګونه  دیني عالمانو،قومي مشرانو،سیاسي شخصیتونو،ښځو او نجونو او ځوانانوبرخه اخیستې وه.

د زون د کمپاین مطبوعاتي مسول:ارشاد رغاند

اړیکې:[email protected]

ټلیفون شمېره:۰۷۰۱۴۳۱۴۳۱

فیسبوک پته: https://www.facebook.com/pages/Dr-Ashraf-Ghani-Eastern-Zone-Compaign-Office/220640024806332

2 thoughts on “په ختیځو ولایتونو کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مرکز”
  1. Marketplace d’abord, sachez dont l’outil dom hack prend dentro de bill vos
    P63 ensuite Playstation three. Cet outil vous
    permet d’avoir united nations nombre illimité de l’argent dans la
    compte p divertissement dom sorte que vous pourriez commencer ce
    jeu à nouveau.

ځواب ورکول code argent gta 5 ps3 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *