په خوست ولايت کې نن په يوه کمين کې څلور تنه سرحدي پوليس ووژل شول.

 د دې ولايت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي، چې د سرحدي پوليسو پنځه سرتېري تر رخصتۍ وروسته په عليشېرو ولسوالۍ کې دندې ته روان وو، چې د وسلوالو له کمين سره مخامخ شول.

 وروسته په وسلواله نښته کې څلور سرتېري ووژل شول او بل ټپي شو.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي دغه پېښه په کلکه غندلې او ويلي يې دي: داسلام ،ولس او سولې دښمنان تلاش کوي چې دبېلابېلو شيطاني تکتيکونو په کارولو سره زمونږ مظلوم ولس دغم په ټغر کينوي اوپه ټولنه کې وحشت او دهشت رامنځته کړي ،ددښمن دغه ډول وحشيانه بريدونه اوشيطاني تکيتکونه هيڅ کله زموږ دميړني ولس او خدمتګارانو ځواکمنې ارادې ته زيان نه شي رسولى.

 بله خوا د ارزګان ولايت چارواکي وايي په مرکز ترينکوټ کې په يوه چاودنه کې د ملي امنيت يو سرتېرى ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.

   د دې ولايت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه چاودنه پر دهراود واټ شوې ده، چې دوه ملکيان يې هم ټپيان کړي دي.

  په روان ميلادي کال کې اکثريت بهرني جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، زيات امنيتي مسووليتونه هم افغان قواوو ته سپارل شوي دي.

 افغان چارواکي وايي په وروستيو مياشتو کې د افغان قواوو تلفات او پر دغو ځواکونو حملې زياتې شوې دي.

One thought on “په خوست او ارزګان کې پنځه افغان سرتېري ووژل شول”
  1. زما ډیره ساده تیوري: د جنایتکارانوپاک نظام= تلپاتې سوله. له دې به غیر بله لاره سولې ته نشته.

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *