لیکنه: خیبر خیبر

مقدمه

لکه څه ډول چې هر غیور ملت د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د سر په بدل کې مبارزه کوي، همدومره مبارزه باید د خپل پولي واحد د رایجولو په برخه کې هم وشي؛ ځکه دا دواړه د ملي حاکمیت موضوعات دي او د هیواد ملي او سیاسي آبرو تشکیلوي. هېڅ شعوري ملت خپله ملي او ټولنیزه آبرو د بل چا په لاس کې نه پريږدي.

دا چې د افغانستان په بازار کې د خپل پولي واحد چلښت زموږ په اقتصاد او د پیسو په ارزښت څومره لوی مثبت تأثیر لري، د افغانیو د ترویج د لاندې میکانېزم د تعمیل په درشل کې به روښانه شي.

خیبر خیبر

د افغانیو د چلښت میکانېزم

غواړو دغه ساختار په دوو برخو وویشو لومړی اختیاري اړخ او دوهم اجباري اړخ.

۱ اختیاري اړخ: په دې برخه کې د ټولو خوستمیشتو ذهنیت جوړونه او پوهاوی مشتمل دي،  چې خپل پولي واحد یعنې څه؟ دغه اړخ لاندې موارد رانغاړي.

  • لویې غونډې دې ترسره شي، چې د خوست د هرې برخې څخه پکې لوستي او نا لوستي ټول ګډون وکړي او دوی ته دې د مربوطه وړ او اګاه خلکو او استادانو له لوري په ساده ژبه سمینارونه داېر شي.
  • د خوست شېخ زاید پوهنتون او په خوست کې د ټولو فعالو خصوصي پوهنتونونو او انستیتیوتونو څخه دې وغوښتل شي، چې موضوع دې د استادانو لخوا محصلینو ته تشریح کړل شي او د اقدام غوښتنه دې ترې وکړي او همدا شان دې پدې مرکزونو کې په فعالو دکانونو فشار راوړل شي، چې خرید او فروش په افغانیو کړي چې پدې سره به محصلین مجبور شي ترڅو د خرید لپاره د کلدارو په ځای له ځان سره افغانۍ راوړي.
  • د معارف محترم ریاست له لوري دې ټولو ښوونځیو ته مکتوبونه واستول شي، تر څو په سهارنۍ غونډو او همدا شان ټولګیو کې د یادې موضوع په اړه شاګردانو ته پوره معلومات ورکړي او د افغانیو د چلښت غوښتنه ترې وکړي او همدا شان دې پدې مرکزونو کې په فعالو دکانونو فشار راوړل شي ، ترڅو خرید او فروش په افغانیو کړي او پدې سره به زده کوونکي خپل پلارونو مجبور کړي چې دوی ته د مصرف لپاره افغانۍ ورکړي.
  • د حج او اوقافو ریاست له اړخه دې ټولو ملا امامانو ته مکتوبونه واستول شي، تر څو په جماعتونو کې د یادې موضوع د اهمیت او ترویج لپاره خبرې وکړي او دا به زیات مثبت تأثیر ولري؛ ځکه دا زموږ مقدس مذهبي مرکزونه دي او د دوی اغیزه له بل هر چا زیاته ده.
  • د خوست د ټولو مربوطه ریاستونو د رئیسانو محترمینو څخه دې وغوښتل شي، چې یوه ورځ دې خپل ټول مامورین را غونډ کړي او د موضوع اهمیت دې ورته څرګند کړي.
  • د خوست د ټولو فعالو تصویري او غږیزو رسنیو څخه دې هیله وشي، چې د نوموړې موضوع په هکله ګردي میزونه او خپرونې ترتیب کړي او په مسأله اګاه خلک دې پکې میلمانه کړي.
  • په خوست کې د ځوانانو فعالو شوراګانو سره دې موضوع شریکه کړل شي او پدې برخه کې د خپل ملي او ایماني مسؤلیت ادا کړي.
  • د ښار په مختلفو او اساسي ځایونو کې دې د افغانیو او کلدارو مقایسوي تصویرونه او شعارونه را ځوړند کړل شي، تر څو انګیزه انتقال کړل شي.

۲ اجباري اړخ: په دې برخه کې باید د خوست ولایت اجرأیه قوه مرسته وکړي او په لاندې مواردو کې دې د موضوع د اجبار څخه استفاده وکړي.

  • د ښار ټولو اخستونکو او خرڅونکو ته د په جدي توګه اخطار وکړل شي، چې معاملات باید په افغانیو ترسره کړل شي، ګني جزا دې امنیه قومانداني خپله  ورته وټاکي.
  • د خوست ټولو پمپ اسټیشنونو ته دې د هرې ورځې فې لیتر افغانۍ نرخ ورکړل شي او پخپلو پمپ استیشنونو دې یې ولګوي او جدي دې ترې وغوښتل شي چې معاملات دې په افغانیو وکړي؛ پدې سره به دوی مجبور کړی شي چې خپل خرید هم د کلدارو پر ځای په افغانیو وکړي.

 

  • همدا ډول دې د خوست ټول عمده فروشان او پرچون فروشان خپل خرید او فروش په افغانیو کړي.
  • د شار په مختلفو څنډو کې دې صرافان عرفي نصب کړي؛ ترڅو خلک په آسانۍ سره د سودا پر مهال کلدارې په افغانیو بدلې کړي.
  • د خوست ټولو سپرلیو هډو ته دې د هر ځای نرخ په افغانیو ورکړل شي او د ترانسپورټ پر مهال دې د کلدارو له اخیستو څخه ډډه وشي.
  • په خوست کې د ټولو رهنما معاملاتو څخه دې وغوښتل شي چې معاملې په افغانيو کړي.
  • د خوست محترمه قومانداني دې له ټولو محترمو ولسوالیو څخه وغواړي چې مربوطه قومي مشران دې راوغواړي او موضوع دې ورسره شریکه کړي.

 

 

یادونه: په نوموړې برخه کې تر خپل وسه هلې ځلې د هر چا وجداني او ملي مسؤلیت دی.

په درنښت

د خپل ملي هویت او عزت د درناوي او ترویج په هیله!

2 thoughts on “په خوست ولایت کې د افغانیو د ترویج طرحه”
  1. د سلام او احترام په وړاندې کولو سره. استاد محترم زه د اقتصاد د علم د یوه شادګرد په توګه ستاسو ددې طرحې له مسلکی او تطبیقی اړخ سره
    موافق نه یم. کومه طرحه چې تاسو وړاندې کړیده له تطبیقی پلوه عملی نده یعنی دا یوه تکراری طرحه ده چې پخوا هم کارول شوې خو نتیجه یی تر ډیره منفی وه. دوهم داچې په ډیر معذورت سره دا طرحه له مسلکی او اقتصادی پلوه نه یواځې دا چې نیمګړې ده بلکې ممکن د خلکو په شته څپڅپاندي کاروبار باندې منفي اغیزه وکړي او پدې حساسو شرایطو کې د خلکو او دولت ترمنځ فاصله نوره هم زیاته کړي. تاسو بهتره پوهیږی چې که د خلکو او دولت ترمنځ فاصله رامنځ ته کیږی نو امنیتی وضعیت په اتومات ډول خرابیږي پس کله چې امنیتی وضعیت خراب شی نو د اقتصادی او اجتماعی پرمختیا ټول دوران تهدیدوي.
    د اقتصاد په علم کې بل اساسی پرنسیپ دادی چې د اسعارو سایکل یا دوران یوه طبیعی پروسه ده چې د صادراتو او تجارتي بیلانس په تعادل سره رامنځته کیږي یعنی د اسعارو اجباری چلن هیڅکله مسلکی او علمي اساس نلري بلکې دا له علمی نظره یو ډول سرزوری ده. زما په نظر د خپل ملی هویت یعنی افغانی د ترویج لپاره زمونږ تحقیقی مراکز. پوهنتونونه او دولت باید خپل بار په بیچاره ولس او سوداګرو باندې وانچوي او د چاخبره چې د ولس په حلاله روزی کې دې لغته نه وهی بلکې باید افغانستان له یو مصرفی هیواد څخه په تولیدی هیواد بدل شی ترڅو له یوه طرفه پخپل هیواد کې د خارجی اسعارو دوران کنترول کړو او له بله طرفه د هیواد منفی تجارتی بیلانس حد اقل که مثبت کولی نشو نو متعادل خو یې باید کړو.
    په اوسنیو شرایطو کې کلداره زمونږ په تجارت کې نوي سلنه سهم لري او افغانی پکې لس سلنه سهم لري نو د اقلیدیس د اصل مطابق داچې جز د کل تابع دی نو طبیعی خبره چې کلداره زمونږ په هیواد کې برلاس لری او هیڅکله به په زور او اجباری ډول زمونږ د مارکیټ له دوران څخه دفعه نشي.
    مننه
    یادونه. زه پدې هکله یو ډیره جامع او عملی طرحه لرم نو که چیرې تاسو کولای شی په پوهنتون یا بل ځای کې زمینه مساعده کړی چې پدې برخه کې یو څه عملی بحث یا سمینار جوړ شی نو زه همکاری ته چمتو یم.
    ستاسو کشر ورور اسحاق سعید

    1. سلامونه Ishaq saeed
      عبدالرحمن يم له پکتيکا
      هيله خپل ايميل او د مبايل نمبر راتهراکړى مننه به وى دافغانيو د ترويج لپاره يو څه معلوماتو ته ضرورت لرم
      مهربانى به مو وى
      يا په نمبر ما سره تماس کى شه
      0795 630 437
      0765 433 608

ځواب ورکول Abdul rahman pajhwok ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *