ارواښاد احمدشاه

تاند – د افغانستان په خوست ولایت کې د بي بي سي پښتو خبریال احمدشاه نن /د اپریل ۳۰مه/ د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

ویل کیږي چې احمدشاه خواوشا ۴ بجې کور ته په لاره روان وو چې په موټرسایکل سپرو ترهګرو پرې ډزې وکړې او ویې واژه.

د ارواښاد احمدشاه په وژل کېدلو سره نن په افغانستان کې د وژل شویو ژورنالستانو شمېر ۱۰ ته ورسېد چې ۹ نور یې د نن ورځې د سهار په ترهګریزو بریدونو کې په کابل کې وژل شوي ول.

د تېرې اونۍ د چارشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې د کابل نیوز تلوېزیون خبریال عبدالمنان ارغند هم د وسله والو په برید کې وژل شوی وو.‌

One thought on “په خوست کې د بي بي سي پښتو خبریال احمدشاه ووژل شو”

ځواب ورکول gulzarا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *