زرولي خشنود: په لویه پکتیا کې د عبدالله عبدالله د کمپاین مسوول

غونډه چې د افغانستان قومونو پيوستون شورا لخوا جوړه شوي وه پکې د سمون او پرمختګ ځواک او په خوست ولايت کې زرګونو تنو  ځوانانو له ډاګټر عبدالله عبدالله خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.

هغه سوله ييز لاريون او غونډه  چې په همدې موخه د خوست ښار او لوی جامع جومات  کې جوړه شوي وه پکې د خوست ولايت بېلابېلو سيمو او ولسواليو  زرګونو تنو   ځوانانو ، قومي مخورو مشرانو ، ديني علماکرامو او روڼ اندو برخه لرله.

د غونډې برخوال چې د بې سرحده ډاکټرانو له کوڅې خپل سوله ييز لاريون پيل د ښار په بېلابېلو واټونو کې دګرځېدو وروسته په  لوی جامع جومات کې راټول شول .

دغلته غونډې ته د خپلې وينا پر مهال د افغانستان قومونو پيوستون شورا ريئس الحاج غازي نواز تڼي وويل  ستاسې  ځوانانو همدې پراخې راټولېدنې او ملاتړ يو قدم نور هم ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند ښاغلي عبدالله عبدالله ارګ  ته ور نيږدې کړ کوم څوک چې د برياليتوب سره جوخت په ټول  افغانستان کې د پراخو  مثبتو پرمختګونو څخه ډکه کړنلاره لري .

 نوموړی د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله پېغام لوستنې پر مهال وويل  عبدالله عبدالله هوډ لري  چې په هېواد کې د شمال او جنوب خبره ختمه  او په دې سره د يو سوکاله افغانستان پر لوري  مثبت قدم واخلي .

هغه وويل ځيني خلک زموږ  ولس  په دې خطاباسي چې پښتون ته رايه ورکول زموږ برياليتوب دی خو په دې لا نه دي پوهېدلي چې د هغوي په حکومت کې د موجوده نظام مسولينو خوستي ولس څه په ميراث پرېښودل .

غازي نواز تڼي زياتواله : عبدالله عبدالله له مونږ سره ژمنه کړيده چې د برياليتوب وروسته به خوستيانو ته په حکومت کې  زياته ونډه ورکوي او ترڅنګ به هلې ځلې کوي چې په خوست ولايت کې تر ننه ويجاړ پاتې بنسټيز کارونه بشپړ او په دې سره ددې ولايت خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

بيا غونډې ته په خوست ولايت کې د سمون او پرمختګ ځواک مشرخان زمان يوسف زوی ، افغانستان قومونو پيوستون شورا مرستيال قومي مخور مشر مدير مير زمان صبري ، د سمون پرمختګ ځواک رهبرۍ غړي امداد الله مسليم او پخواني سناتور عجب خان يو په بل پسې خبرې وکړې .

ويناوالو پخپلو څرګندونو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله کړنلارې خپل ملاتړ اعلانوه او ژمنه يې کوله چې خوست ولايت ته د ښاغلي عبدالله عبدالله راتګ به د خپلو زرګونو ملاتړ په ننګه په لوړه کچه ولمانځي.

را ټولو شوو خلکو په يوه غږ له ډاکټر عبدالله عبدالله  څخه ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه چې دوى به په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې خپلې رايې ډاکټر عبدالله عبدالله  ته ورکړي ، ترڅو په هيواد کې سوله امن او پرمختګ راشي ، ګډونوالو د ډاکټر عبدالله عبدالله  په ملاتړ شعارونه ورکول او له ځانونو سره يې د ده تصويرونه نيولي و.

One thought on “په خوست کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په پلوۍ غونډه وشوه”

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *