«په خپلو هڅو د شتمن شویو د بري ۲۱ رازونه» کتاب برایان ټریسي لیکلی او صفي الله ناصري ژباړلی دی.
په دې کتاب کې محوري بحث نه یوازې په مادي شتمنیو دی بلکې هغه مطالب یې په بر کې نیولي دي چې موږ څنګه کولای شو د ژوند په ټولو چارو کې په خپلو هڅو د خوښې وړ مقام ته ورسیږو.
د ژباړې په سمون او بیا کتنه کې ښاغلي نذیر احمد سهار او ښاغلي ایمل پسرلي ورسره د پام وړ همکاري کړې ده.
«په خپلو هڅو د شتمن شویو د بري ۲۱ رازونه» کتاب د فردي بریالیتوبونو اړوند کتابونو کې کم حجمه، هر اړخیز او د څرګندو مطالبو درلودونکی کتاب دی.
مینه وال کولای شي چې د اکسوس کتاب پلورنځي څخه یې تر لاسه کړي.
سلامونه او درناوی
په دې هیله چې روغ رمټ وې
ښه کار د کړی د لا بریاو په هیله دې
هڅه وکړه چې د هیواد په لویو لویو کتاب پلورنځیو کې ترلاسه شي
نه یوازې پّ کابل کې
ډیره ښه
په دې برخه کې باید لا زیات کتابونه ولیکل شي څو با ثباته شتمنیو او کورنیو ته زمینه مساعده شي