تاند- په پېښور کې د افغانستان کونسل (قونصل) وايي چې په خیبر پښتونخوا کې په ځانګړي ډول د افغانانو ځورېدا په شدت دوام لري او تراوسه پوري پولیسو تر ۷ زره زیات افغان مهاجر نیولي دي.

افغان کونسل عبدالله وحید پویان نن /جمعه/ وویل، په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول خپل اوج ته رسېدلي یعني تر دې پخوا هیڅکله دومره نه و ځورول شوي.

په وروستیو څو اوونیو کې داسي ورځ نه ده لیدل شوې چې پاکستاني رسنیو په مختلفو نومونو د افغانانو د نیونو خبرونه نه وي خپاره کړي.

ښاغلي پویان وویل:«د تورخم له پېښې وروسته له بده مرغه د افغانانو ځورول تر ټولو لوړ حد ته رسېدلي. ما او سفیر حضرت عمر زاخېلوال د خیبر پښتونخوا له اعلي وزیر پروېز خټک سره په دې موضوع خبرې وکړې، نوموړي د دې ستونزې د پای ته رسولو وعده راکړه.»

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال رسنیو ته وویل چې له عمران خان، پروېز خټک او د پاکستان له یو شمېر نورو چارواکو سره یې هم په دې موضوع خبرې کړي او د هغوی ژمنې یې ترلاسه کړي خو عملاً پاکستاني پولیسو د افغانانو ځورولو ته دوام ورکړی دی.

د چارو کتونکي وايي چې د پېښور پولیسو ته په ځانګړي ډول ویل شوي چې افغانان وځوروي څو د ډیورند د دواړو خواوو د پښتنو ترمنځ یووالی او اړیکې خرابې شي.

په همدې حال کې ډېری افغان کارپوهان باور لري چې د افغانستان حکومتونو د مهاجرو مسلې ته په تېرو ۱۵ کلونو کې هیڅ راز پام نه دی کړی او باید نور د کډوالو د راګرځولو او په خپل وطن کې هغوی ته د سرپناه په برابرولو جدي غور وکړي.

په پېښور کې افغان کونسل وايي چې له کوچني اختره وروسته به ۱۰ زره افغان کورنۍ په خپله خوښه هیواد ته ستنې شي.

د ډېرو په باور تر څو چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو کمپونه موجود وي، تر هغو پوري به د وسله والو ترهګرو لپاره وړیا جګړه مار په لاس ورځي.

د دوی په باور پاکستان له زړه نه غواړي چې ټول افغان کډوال د دغه هیواد له خاورې ووځي خو له دې موضوع له یوې خوا د افغانستان د حکومت پر ضد د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او له بلې خوا په دې توګه له نړیوالې ټولنې د مالي مرستو غوښتونکی دی.

د پاکستان د سرحدونو وزیر متقاعد جنرال عبدالقادر بلوچ، چې د کډوالو د چارو مسوولیت هم په غاړه لري، د جمعې په ورځ /جولای ۱/ د پاکستان دولتي تلویزیون ته وویل، نړیوالې ټولنې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته شا اړولې، په داسي حال کې چې ترکیې ته د نه تصور وړ پیسې ورکوي خو پاکستان ته د هر کډوال پر سر نیم ډالر ورکوي.

4 thoughts on “په خیبر پښتونخوا کې پولیسو تر ۷ زره زیات افغان کډوال نیولي او په زرګونو نور ځورولي”
  1. دا بس او بس ځمونږ دحکومت مسولیت دی، چه په دا ۱۵ کاله کی ونه توانیدل، چه خپل زوریدلی او آواره خلک ددغه تروریستی هیواد څخه په آمن راوباسی

    اول دښاغلی کرزی حکومت ځمونږ ددغه بیچاره کډوالوپه حق کی ۱۰۰ فیصده مسوله ملامته دی، ځکه دښاغلی کرزی حکومت دکډوالو دراستنیدو په هکله هیڅ کومه برنامه نه درلودله، اوحکومت یی په دغه هکله ویده او ډیر غافله وه، حال داچه دا دافغانستان ددولت لپاره یوه بنیادی موضوع وه اوده

    اوس مونږ دملی یوالی حکومت ته خواست کوو، چه ځمونږ ددغه کډوالو ورونو په بیرته راستنیدو کی، دخپل ټول توان او طاقت څخه کار واخلی، تر څو ځمونږ زوریدلی کډوال واپس خپلو کورونو ته په آمن او
    عزت سره راستانه شی

    بله خبره داده چه دکډوالو په واپس راتلو کی ځمونږ دوطن سوله اوثبات هم نغښتی دی، داځکه دپاکستان داسارت اوظلم زورڅخه ځمونږ وطنوال خلاصیږی، اوهغه تروریستی تربیه چه په چل اودوکو اویا زور سره ، ځمونږ ورونو ته دجنګ په خاطر ورکول کیږی، هغه به له مینځه لاړه شی او وطن به مو یو څه آرام شی

    په اخر کی وایم د یونسیار یا دملګرو ملتو محترمی اداری، په اوس وخت کی يوڅه کوششونه دکډوالو په راستنیدلو کی شروع کړی دی، مونږافغانان ددغی اداری ډیر منندوی یاستو، مګر حکومت هم باید یو بیل او
    جلا پروګرام اوبرنامه په دغه هکله ولری، تر څو دکډوالو په دوباره راتګ کی چټکوالی اوشدت پیدا شی

    مننه

  2. د هرر رجستر شوی افغان په سر پاکستان ته د کال 333 دالر ورکول کیژی.دا عبدالقادر بلوچ دروغ وایی

  3. نو د دولت ولې ملا ماته ده خو د مهاجرو د را
    ایستلو موافقه دې ورسره وکړي. مهاجر یواځې
    د اوسیدلو لپاره ځمکه غواړي هغه چې غاصبین ورنه چوروي خو مهاجر ته دې هم ورکړي. باقي هر مهاجر شکر د خپل ژوند تیرولو سرمایه لري او ځان ته اسباب برابرولی شي. بله دا چې هر نفر ته ۴۰۰ ډالر ملګري ملتونه ورکوي. جې تقریبا ټول ضرورتونه یې پرې رفع کیدی شي. خو اصلاً دولت نه غواړي چې دې مسئلې ته د پای ټکی کیږدي.

  4. Karazai de durand wahi qabil de stayalo de kho ka sharam lari aw osani dwa sara hokomat nor dagha zawredali walas berta watan stana kri aw emkanat warta barabar kri bayad tol afghanan yani larawbar afghanan khpal azali doshman che de afghan zid policy de yahoodo na badtara da wopezhano landa Afghan hokomat aw jihad moshran allah de nor la de khawri lari pa gada de khalko gham wokhrai loya qoorbani aw nang ba we

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *