تاند- د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر تر سلو زیات پولیس په فساد کې د لاس لرلو په خاطر له دندو ګوښه کړل.

په پېښور کې د ایالت د پولیسو د عمومي له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پولیسو مشر ناصرخان دراني له څو ورځو راهیسي د پولیسو له لیکو د فاسدو او بې صلاحیته پولیسو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په مردان کې ۲۴ پولیس په فساد کې د لاس لرلو په تور له دندو ایستل شوي او د هغوی پرضد د تحقیقاتو امر شوی دی.

په ګوښه شویو پولیسو کې پنځه لوی افسران هم شامل دي.

په ډېره اسماعیل خان کې یو پنځوس پولیس په فساد کې د لاس لرلو په تور لېري شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولو ګوښه شویو پولیسو پر خلاف د تحقیقاتو امر شوی دی.

پرون په پېښور کې د لسو پولیس افسرانو دندې په ورته تور وځنډول شوې چې د هغو په منځ کې پنځه تاڼه داران دي.

د پاکستان پولیس په نړۍ کې تر ټولو فاسد او رشوت خواره پولیس ګڼل کېږي.

ناصرخان دراني شاوخوا یوه میاشت مخکې د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو د عمومي رييس په توګه دنده پیل کړه او ژمنه یې وکړه چې په پولیسو کې به اصلاحات وکړي.

2 thoughts on “په خیبر پښتونخوا کې ۱۰۰ پولیس د فساد په تور ګوښه شول”

ځواب ورکول شمس الرحمن شينواري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *