کتابونه

 دایکندي ولایت د یو لوی کتابتون څښتن شو. دغه کتابتون چې دېرش زره ټوکه سیاسي، فرهنګي، تاریخي ، حقوقي او ساینسي کتابونه پکې دي، د دایکندي ولایت د خلکو د علمي او فرهنګي سویې د لا لوړولو په منظور پرانستل شو.

د کتابتون مسوول سخي سعادت باخترآژانس ته ویلي دي چې دا اداره به د مینه والو په مخ هره ورځ پرانیستې وي.

 د باختر اژانس په رپورټ کې دا نه دي راغلي چې د دومره لوی کتابتون کتابونه حکومت که بل چا برابر کړي دي.

2 thoughts on “په دایکندي کې لوی کتابتون جوړ شو”
  1. د کتابتون جوړول داسې يوه معنا لري چې د تورو تيارو دروازې تړل کيږي خو پوښتنه داده چې آيا په ټول افغانستان کې يوازې دایکندي ورته ضرورت لري ؟ خو د دې تر څنګ بله پوښتنه داده چې د افغانستان په اسلامي جمهوريت کې د کتابونو واردولو باندې کوم نظارت شته چې کم تر کمه د کتاب عنوان او مطالب ېې وڅيړي ؟ ځکه ايران ډېر زيات تبليغي کتابونه خپروی چې اهل سنت او اسلامي حنفي فقه پکې سپکه شویده ، د افغانستان شیعه ګان زمونږ ورونه او دوی حق لري خپل مذهبي شیان ولولي مګر شیعيه بنياد ګرايي چې مرکز ېې د اخوندانو د نظر لاندې فعاليتونه دي په کلکه ردوو { دا کابل دئ ، تهران ندئ } د عدلي مسولو مقاماتو توجه غواړو ،، نه د اطلاعاتو او کلتور د وزير ، منـنه

  2. موږ د فرهنګي ډیر ځواکمن یرغل لاندې یو او پکار دی چې چارواکي په ځانګړي توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې خبرې ته په کلکه پام وکړي او هغه کتابونه چې زموږ مقدستاتو ته پکې سپکاوی کیږي، له دې کتابتونونو څخه راټول او ویې سوځوي

ځواب ورکول اسدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *