په شمالي او مرکزي ولایتونو په ځانګړي ډول هزاره ګانو کې د واده د لګښت د کمولو لپاره په یو وار د ګڼو جوړو ودونه دود شوي

تاند- په دایکنډي کې ۱۰۰ جوړو په یو وار واده وکړ. دوی ټول د یوه واده په مصرف د ګډ ژوند خاوندان شول.

تر دې دوې ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل کې په ورته ډول ۳۱ جوړو واده وکړ.

د دایکنډي د ښځو د چارو رييسې ذکیې رضايي ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې په یو وار سلو جوړو ته د واده بند وبست یوې غیرحکومتي خیریه ټولنې وکړ.

د افغانستان په مرکزي ولایتونو کې د ایران خیریه موسسې فعالې دي. ایرانۍ موسسې خلک د مصرف د کمېدو لپاره ډله ییزو ودونو ته هڅوي.

مېرمن رضايي وویل چې دا جوړې د دایکنډي د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي دي.

د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خیرخواه بن��ټ په نوم یوې ټولنې په کابل کې د ۳۱ جوړو د واده تابیا کړې وه.

د دې ټولنې یو مسوول عبدالرحیم راشید وايي، هیله لري چې د شتمنو او پانګوالو په مرسته به دا ډول نور ودونه هم ترتیب کړي څو له هغو کسانو سره مرسته وشي چې د اقتصادي تنګسې له کبله واده نه شي کولی.

2 thoughts on “په دایکنډي کې ۱۰۰ جوړو په یو وار واده وکړ”
  1. بې مشرانو مشران پیدا کړل او د کاپر قوم مشران د دنګې غړی ګرځي او موږ به د عربو وچې دښتې وخوري چې ولور پوره کوو
    خرڅوی لوڼې مو لکه مال داسې خرڅوی موږ ځوانان به دلته لیوني یو لوڼې به په کور ناستې لیونی شي
    تر کله به دا دښتې او دا ولور پوره کيږی
    هر هاغه پلار چې زومان او زامن یې ولور ته د خلیج په دښتو کې د عرب او عجم مزدوري کوي مرګ په کار ده
    تر دې چې مړه شی ښه ده
    وشرمېږی

  2. نه انډیواله ته لا نه یی پوه شوی. دلته هدف د نفوسو ډیرول دی او اکثریت باید د پښتنو طالبانو پواسطه وځپل او له منځه یو وړل شی او د هغوی پرځای اقلیت باید اکثریت شی او هره ورځ باید ځوانان ودونه وکړی او ماشومان وزیږوی تر څو په راتلونکو 25 کلونو کی په پارلمان او دولت کی قاطع اکثریت شی بیابه له خیره د افغانستان شیعه دولت وی . پښتانه خو هسی هم په سیاست کی علاقه نه لری او د راتلونکی غم نشته ورسره . هزاره ورونه اوس هم په اردو او دولتی ادارو کی ډیر فعاله دی. د غزنی ټول پښتانه د مړو په حساب دی یو وکیل هم په پارلمان کی نه لری او د هغوی حق 14 هزاره شریف هیواد وال اخلی .

ځواب ورکول abdul momen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *