تاند- په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د قطر په مشرۍ د نړیوالو هڅو مهم پرمختګ وکړ او هغه دا چې طالبانو له نړیوالو جهادیانو سره د اړیکو شلون اعلان کړ او پلان لري چې له امریکایانو سره خبرې وکړي.
ګلف نیوز وايي دا اعلان د طالبانو استازي په دوحه کې د خپل دفتر له پرانستلو وروسته په لومړني خبري کنفرانس کې وکړ.

ګلف نیوز زیاتوي، طالبانو نه یوازې دا وضاحت وکړ چې د دوی پوځي هلې ځلې به په افغانستان پوري محدودې وي بلکې دوی پر دې هم ټینګار وکړ چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هیواد پرضد کار واخلي.

افغان طالبانو همداراز څرګنده کړه چې دوی به ژر د دوحې په دفتر کې د لومړي ځل لپاره له جګپوړو امریکايی مامورینو سره وویني څو د افغانستان د شخړې د سولې ییز حل په اړه خبرې وکړي.

ګلف نیوز وايي چې د دفتر د پرانستنې په مراسمو کې د طالبانو د دفتر مشر طیب اغا حاضر نه و. رسنیو ته وویل شول چې نوموړی په ځینو نورو مهمو چارو بوخت دی.

د طیب اغا پر ځای د طالبانو ویندوی محمد نعیم ګڼو خبریالانو ته د خپل امارت پیغام لومړی په پښتو او بیا په عربي ولوست. د ده خبرې د طالبانو یوه وبل غړي سهیل شاهین په انګلیسي ژباړلې.

ګلف نیوز وايي، په زړه پوري دا وه چې طالبانو په خپلو خبرو کې د امریکا نوم له سره وانخیست او د امریکا پر ځای یې نړیوال ځواکونه د غاصبو پوځیانو په توګه کارول.

ګلف نیوز لکیلي: کله چې د طالبانو له ویندوی محمد نعیم څخه وپوښتل شول چې د دفتر د پرانستلو لپاره یې ولي قطر غوره کړ، ده وویل: «لومړنی دلیل دا و چې د قطر دولت یو اسلامي هیواد دی، دوهم دا چې قطر په خپلو پالیسیو کې بې پرې دی.»

یوه بل طالب استازي شېرمحمد عباس وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د لومړي ځل لپاره له جګپوړو امریکايي مامورینو سره رسماً وویني.

د ګوانتنامو محبس د بندیانو په اړه عباس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د دې مسلې درک څرګند شي.

ده یو ځل بیا وویل چې طالبان د حامدکرزي په مشرۍ د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژني او د دوی د دفتر د پرانستلو اصلي هدف دا دی چې له امریکایانو او نورو افغانانو سره خبرې پیل کړي.
عباس د دې پوښتنې په ځواب کې چې څرنګه کېدای شي چې طالبان له یوې خوا حملې کوي او له بلې خوا د سولې خبرې، وویل :«کله چې جګړه روانه وي مرګونه او قتلونه به دوام لري. په جګړه او جبهه کې خواږه نه وېشل کېږي.»

7 thoughts on “په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په اړه د ګلف نیوز تبصره”
  1. Hum pa de waja me da Talibano hukoomat khwakh wo Che same negha khabare ba ye kawale,laka sanga Che ye Uus ukrhe.Allah de zamoong pa seema ke aman aw khushala rawali.Amern

  2. وایي تور خر په صابون نه سپینیږي. په دې دفترونو دا د انګلیس او آی ایس آی شریک اولاد نه سمیږي.

  3. طالبان سره خبرى يا كومى موافقى ته رسيدل به دا معنا ولرى چى خرو سره حًوك خبرى وكرى ، خر هم خپله پوه شى او هم تا ته تكلم وكرى،

  4. په قطرکی دطالبانو لپاره درسمی دفترپرانیستل زما په نظرغربیان په دی پوه شول چی جګړه دوی بیلله نومجبوره شول چی دسیاسی حل لاری چاری ولټوی

  5. افغان امنیتی ځواکونو ډیر زیات د بنجاب ذامن د دوزخ کندی ته ټیل وهل او دا خلک کوم چی پورته په انځور کی لیدل کیږی ډیر زیات ارمان یی راځی چی کاشکی دا یی هم مردار کړی وای چی نن ترخلاص وای

  6. كه تورخرهم به وينزلوسبينيدلي
    سبي به نه كري به كدا بأندي غرض
    داطالب خركوسان وو جه كدايان وو اوامريكايايانو زمريان كر بيايي دكوربه به غولي غرض وكربيرته يي خره اوشغالان كرل اوس بيا غواري شاماران ورنه جوركري اوبشتون قوم ورباندي وخوري. دوي كله ثقافت لري دادخره زامن دوي كله علم لري داسيدطيب خركوس اونعيم وردك خو ليسه هم نده لوستي اوبه دوي كي ديوي ستركي جشتن بادشاه ده به دي معني جه تول بي علمه اونادان خلك دي اودبشتنوبهنماينده كي خبري كوي اوخبل اوهم دقام رنك بدوي. به دوي كي كله تاجك اوزبك اوهزاره شته نودبشتنورنكه يي بده كره به تاريخ كي يي بدنام كرل.

  7. طالبان د پاکستان د آی اس آی په ورنونو ناست خلک دی. هغوی ته چېرې خپل افغان او خپله خاوره ارزښت لري.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *