په لومړي پړاو ټاکنو کې پراخې درغلۍ وشوې، له چاپټه نه ده چې دغه درغلۍ د ولسمشرۍ د دوو تنو نوماندانو هریوه عبدالله عبدالله او زلمي رسول له خوا یا د هغوی په ګټه وشوې. ځکه له یوه نوماند زلمي رسول سره زیاتره حکومتي مقامات ملګري و، هغه وخت تصور دا و، چې زلمي رسول د حکومت کاندید دی هغه ټاکنې هم ګټي نو ناخبرو او یو څه ټیټو حکومتي مقاماتو هم د هغه په ګټه پراخې درغلۍ وکړې چې ایله په ایله یې ۱۱ سلنې ته ورساوه. او له دا بل یعني عبدالله عبدالله سره هم یوشمیر حکومتي مقامات ملګري و او هم جنګسالاران او سیمه ایز زورواکي، دغو ټولو په ډاډه زړه د عبدالله په ګټه پراخې درغلۍ وکړې. په نتیجه کې ددغه نوماند رایې هم د توقع برخلاف زیاتې شوې.

د ټاکنو له ترسره کیدو دوه ورځې وروسته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس احمد یوسف نورستاني وویل چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي، خو ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدو د خپلواک کمیسیون ریس عبدالستار سعادت په هماغه غونډه کې پسې زیاته کړه چې درغلۍ شوې دي او کمې هم نه دي، بیخي ډیرې درغلۍ شوې دي چې د ټاکنو په نتیجو اغیز شیندلی شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د ریس دغه خبره د همګرایي ټیم پر کسانو د ګولۍ د ډز غوندې ولګیده هر ځای یې د هغه په دې خبره سختې نیوکې پیل کړې، متل دی وایي د غله په غره کې ځای نه کیږي. ددې لپاره چې ددوی تقلبي رایې له نورو رایو څخه بیلي نه کړي نو له هرې خوایې د ټاکنو په قانوني بنسټونو اعتراضونه پیل کړل، په هرات کې د تقلبي رایو د باطلیدو خبره به د ټولو یاد وي چې زورواکو څومره رسوایي جوړه کړه.

په لومړي پړاو ټاکنو کې د کاندیدانو رایې ویشل شوې وې له عبدالله پرته د نورو ټولو کاندیدانو رایې د ډاکټر اشرف غني د نفوذ په ساحه کې وې. بل خوا د همدغو کاندیدانو د تبلیغاتو تیره څوکه ځکه د تحول او تداوم ټیم ته متوجه وه چې همدا یو ټیم یې سیال باله او د نفوذ ساحه یې سره ګډه وه، همداسې د تحول او تداوم ټیم زیاته انرژي هم پر نورو سیالانو ولګیده، عبدالله یې سیال هم نه باله، ځکه د هغه د نفوذ ساحه کوچنۍ او بیله وه، عبدالله هم له دې تشې په ګټې اخیستنې سره د ټاکنو د کمیسیون د پخواني ریس فضل احمد معنوي او د ټآکنو د کمیسیون د نورو کارکوونکو چې معنوي ټاکلي وو، په مرسته پراخې او په عین حال کې مسلکي درغلۍ وکړې.

په هرصورت که خدای کول په دوهم پړاو کې به تر هر څه دمخه د افغانستان خلک د همګرایي د ټیم د پراخ تقلب مخه نیسي. کله چې د تقلب مخه ونیول شي باور دی چې دغه ټیم به شل فیصده رایې هم خپلې نه کړي.

د دوهم پړاو ټاکنو په درشل کې عبدالله یو شمیر سختې اشتباه ګانې هم وکړې چې ددوی دریځ به نور هم پسې کمزوری کړي. د نبي کریم (ص) په سنتو او اسلامي کړووړو ملنډو وهلو د افغانانو په منځ کې چې الحمدالله ټول مسلمانان او د خپل دین او وطن لپاره یې سرونه شیندلي دي، نوموړی د کرکې وړ ګرځولی، له همدې ملنډو وروسته یوشمیر دیني علماوو له ښاغلي عبدالله وغوښتل چې په اخلاص توبه وکړي الله مهربانه دی ګوندې توبه یې قبوله شي، خو عبدالله نه یوازې توبه ونه کړه بلکې آن پښیمانې یې هم څرګنده نه کړه چې له خلکو سره یې ډیر شکونه راپیدا کړل.

عبدالله عبدالله که څه هم په لومړي پړاو کې یو شمیر مناظرو ته حاضر شو سره له دې چې له وروستۍ اقتصادي مهمې مناظرې څخه وتښتیده خو بیا هم د نو رو کاندیدانو په ډله کې مناظرو ته ددې حاضریدو منفي اغیز نه درلود، خو دا ځل د ولسمشرۍ بل کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي ترې څو ځله وغوښتل چې له ده سره مناظرو ته حاضر شي، خو ده ونه منله. د بي بي سي له خوا په جوړه شوې مناظره کې یې ګډون ونه کړ په نتیجه کې ټول وخت بل کاندید ډاکټر غني ته ځانګړی شو هغه هم خپل پروګرامونه په ښه ډول تشریح کړل.

چې رسنیو هر څومره له عبدالله وغوښتل چې مناظرو ته حاضر شي خو هغه ترې ډډه وکړه چې دې هم آن د نوموړي مینه وال هم مایوسه کړل، ځکه خلک غواړي پوه شي راتلونکی مشر یې څه کول غواړي؟ کوم پروګرامونه لري؟ او د عملي کولو لپاره یې کومې لارې چارې په پام کې نیولې دي؟ که کاندید اوس نه حاضریږي چې خلکو ته ځواب ووایي نو سبا به د ارګ له لوړو دیوالونو ها خوا څنګه د خلکو ځواب وایي.

په مقابل کې بل مخکښ کاندید اشرف غني په مسلسل ډول یو اړخیزو مناظرو ته حاضر شو، د خلکو له بیلابیلو قشرونو سره یې مخامخ خبرې وکړې، د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل چې د ډیرو افغانانو له تود هرکلي سره مخ شو، دغو مناظرو او مخامخ لیدنو په خلکو کې د اشرف غني محبوبیت نور هم زیات کړ.

ددې ترڅنګ د تحول او تداوم ټیم منشور هم خپور شو، زیاترو خلکو ته ورسید چې خلکو ته د اشرف غني د سنجول شویو علمي او عملي پروګرامونو رسیدو هم د نوموړي د رایو په زیاتولو کې نقش لري.

په مقابل کې عبدالله یوازې د نمایشي غونډو په جوړولو بسنه کړې ده چې له هیاهوی پرته بله ګټه نه لري، څو مشخص کسان وي هره ورځ په هره حمایتي غونډه کې حاضر وي. یو شمیر نور بیا که هغه ته ددې لپاره ورغلي وي چې په راتلونکو پروګرامونو یې ځان پوه کړي دوی ترې حمایتي غونډه جوړه کړي او وایي چې مثلآ حمایت بازرګانان از تیم اصلاحات وهمګرایي، زه یې د همداسې یوې غونډې شاهد یم، یوه ورځ یې له تجارانو سره غونډه لرله او ویې ویل چې دوی ترې ملاتړ وکړ، پر سبا ډاکټر اشرف غني د خپلو اقتصادي تګلارو د تشریح کولو مناظره او غونډه لرله په هغه مناظره کې حاضرو تجارانو وویل چې موږ پرون عبدالله ته ورغلي و خو د هغه اقتصادي پروګرامونه اصلآ کمزوري او له نورو کتابونو اخیستل شوي و نو موږ خپل ملاتړ له ډاکټر غني څخه اعلانوو.

اوس خلکو ته جوته شوه چې اشرف غني د خپل سیال برخلاف د تقلب مخالف دی، هغه لکه څنګه چې وایي نه غواړي چې یوه تقلبي رایه یې هم په صندوق کې ولویږي، په هره غونډه او مرکه کې له عبدالله غواړي چې ورسره دا قرارداد وکړي چې دواړه تقلب مردود وګڼي له یوې تقلبي رایې هم دفاع ونه کړي او د تقلب پرخلاف په ګډه د ټاکنو له کمیسیونونو سره همکاري وکړي، خو د سیال ځواب یې بیا هم ځان تیرول دي، چې دا هم د خلکو په منځ کې شکونه راولاړوي.

د ټاکنو په دوهم پړاو کې څو تنه په نوم نوماندان لکه زلمی رسول او شیرزی د امتیازاتو په مقابل کې له عبدالله سره ملګري شول خو د همدغو او نورو کاندیدانو د کمپاینونو اصلي بدنه د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي. سربیره پر دې چې د نورو ټولو کاندیدانو رایې د اشرف غني د نفوذ په ساحه کې دي له شکه پرته به دغه ټولې رایې د تحول او تداوم ټیم په صندوقونو کې لویږي د کاندیدانو ولایتي او سیمه ایز ټیمونه ټول د غني ملاتړ کوي او د هغه لپاره په ټاکنیزو مبارزو بوخت دي.

ددې تر څنګ د افغانستان د علماوو د سراسري شورا فتوا او پریکړه چې د ټول افغانستان د علماوو د شوراګانو تصدیق لري او په هغه کې یې ډاکټر غني د ولسمشرۍ لپاره مناسب کس ګڼلی دی څه عادي خبره نه ده، د علماوو له همدې فتوا وروسته تر ۳۰۰۰ زیات دیني علما د لویې جرګې په خیمه کې راټول شول او د ډاکټر غني قاطع ملاتړ یې اعلان کړ، ژمنه یې وکړه چې کلي په کلي او جومات په جومات به د ډاکټر غني د پروګرامونو په تشریح کولو کې برخه اخلي.

بل خوا له پخوانیو جنګسالارانو او نورو زورواکو او سیاستوالو سره د عبدالله عبدالله وعدو هم خلک اندیښمن کړي دي، نوموړي د جاغوریو خلکو ته وعده ورکړه چې ولسوالي به یې ولایت کړي او له دې ولسوالي څخه به دوه تنه دده په کابینه کې وزیران وي ، سرکونه به یې جوړ کړي او په جاغوري ولسوالي کې به یو دولتي پوهنتون جوړ کړي. خلک چې ګوري له یوې ولسوالي څخه دوه وزیران نو دا به یې تر چا رسوي، ویل کیږي د عبدالله د وعده شویو وزیرانو شمیر ۶۰۰ ته رسیدلی دی.

سبا خو عبدالله خپله کابینه ۶۰۰ تنه نه شي کولی نو له هغه چا سره چې وعده شوې هغه به خپل حق غواړي په نتیجه کې به بیا تنظیمي اختلافونه او جګړې پیښیږي. دغه راز که یو نظر هم وګورو په افغانستان کې د جاغوریو ولسوالي په څیر په سلګونو ولسوالي دي چې د ولایت کیدو وړتیا لري، لکه د شینوارو ولسوالي، د باغران، اندخوی، اذره، زرمت، مقر، خوګیاڼي، پنجوایي، پغمان، اندړ، غوربند او نورې ولسوالي، که عبدالله دغه ټولې ولایتونو ته لوړوي نو د افغانستان اداري تشکیلات له ګډوډۍ سره مخ کیږي که یوازې یوه ولسوالي ولایت ته لوړوي د نورو غوصه راپاروي.

او په هره ولسوالي کې د یوه یوه پوهنتون جوړیدل خو اصلآ د اوس لپاره ممکن نه دي. دا خو د عبدالله هغه وعدې دي چې په یوه ولسوالي کې یې کړې او خلک پرې خبر شوي دي داچې په پټه به یې نورې څومره وعدې کړې وي او عواقب به یې څه وي، معلومه نه ده.

بل د دوهم پړاو ټاکنو په درشل کې د عبدالله له ډلې سره د احمدضیا مسعود په خبره ټول هغه کسان چې په اداري فساد  او د کابلبانک په لوټ تالان کې یې پراخ لاس درلود یوځای شوي دي، خلک نور له مفسدو عناصرو څخه په تنګ شوي دي نه غواړي بیا هم پرې مفسدین واک وچلوي. بل خوا د کابل بانک د ماتې له امله مالي بحران نه یوازې ملي ستره ستونزه ده بلکې نړیواله هم ده، د همدې موضوع له امله پر افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوې دي. هم افغانان او هم نړیواله ټولنه غواړي چې د کابل بانک موضوع په جدي ډول و څیړل شي د عبدالله په وجود کې همدا اقتصادي بحران حل کیدای نه شي.

بل خوا پخپله عبدالله او د هغه ټیم هغه کسان دي چې په تنظیمي جګړو کې یې لاس درلود خلک نه غواړي د ۱۳۷۱ کال پیښې بیا تکرار شي.

په همدې موده کې یوه بله موضوع هم رامنځ ته شوه چې د عبدالله د رایو په کمولو کې ستر رول لرلی شي لکه څنګه چې څرګنده شوه  په ۲۰۱۶ کال کې ټول نړیوال ځواکونه له افغانستان وځي. د نړیوالو ځواکونو په نه شتون کې که دلته واک د عبدالله په وجود کې د پرونیو جګړه مارو ډلو په لاس کې وي په لومړي ګام کې د تنظیمونو ترمنځ د کوڅه په کوڅه جګړو د پیل کیدو احتمال حتمي دی. ددې تر څنګ خدای مه کړه د افغانستان ثبات یومخ له منځه ځي او حکومت د نړیوالو ځواکونو په نشتون کې یوکال هم نه شي پایدلی. نو خلک ولې خپلې نابودي ته رایه ورکړي.

د ټاکنو په دوهم پړاو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي پروګرامونه ډیرو خلکو ته تشریح او توضیح شول او ډیری خلک د غني له جوړونکو علمي او عملي پروګرامونو څخه خبر شول افغانان د افغانستان نجات یوازې د اشرف غني په مشرۍ په عادلانه نظام کې ګوري او هماغه ته رایه ورکوي که بل کاندید بیا هم تقلب وکړي لومړی خو یې د درغلیو مخه نیول کیږي که تر ډیره یې مخه وهم نه نیول شي د دومره ستر ولس د رایو په مقابل کې هیڅ دي.

نو په دوهم پړاو کې د ټاکنو بایلونکی عبدالله دی که خدای کول افغانان له کلونو وروسته د ډاکټر غني په مشرۍ د یوه عادل نظام خاوندان شي.

0 thoughts on “په دوهم پړاو ټاکنو کې د عبدالله د ناکامي عوامل/ پوهنمل فقیرمحمد پیوند”
  1. په همدې موده کې یوه بله موضوع هم رامنځ ته شوه چې د عبدالله د رایو په کمولو کې ستر رول لرلی شي لکه څنګه چې څرګنده شوه په ۲۰۱۶ کال کې ټول نړیوال ځواکونه له افغانستان وځي. د نړیوالو ځواکونو په نه شتون کې که دلته واک د عبدالله په وجود کې د پرونیو جګړه مارو ډلو په لاس کې وي په لومړي ګام کې د تنظیمونو ترمنځ د کوڅه په کوڅه جګړو د پیل کیدو احتمال حتمي دی. ددې تر څنګ خدای مه کړه د افغانستان ثبات یومخ له منځه ځي او حکومت د نړیوالو ځواکونو په نشتون کې یوکال هم نه شي پایدلی. نو خلک ولې خپلې نابودي ته رایه ورکړي.

ځواب ورکول shaista ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *