د مصر ملک فاروق

تاند- یو شپېته کاله پخوا د ۱۹۵۲ م کال د جولای د دوه ویشتمې په شپه او د ۲۳ په ورځ یو شمېر مصري ملتپالو پوځیانو، چې ځانونه یې (ازاد افسران) بلل، د مصر د پاچا لومړي ملک فاروق پر ضد کودتا وکړه او واک یې په لاس کې واخیست.

لومړی ملک فاروق د ۱۹۳۶ م کال د مې د میاشتې په شپږمه د پلار پر ځای د واک پر ګدۍ کښېنستی و.

ده د خپلې پاچهۍ په دوره کې انګرېزانو ته ډېر امتیازونه ورکړل او عملاً یې مصر د بریتانیا پر مستعمرې بدل کړی و.

لومړي ملک فاروق په ۱۹۵۱ م کال د سویس کانال تر ۱۹۵۶ پوري برتانیا ته وسپاره. مصریان چې هسي هم د خپل هیواد په چارو کې د انګرېزانو له مداخلې په تنګ ول، دې کار لا وپارول.

ډګروال جمال عبدالناصر له کودتا وروسته واک ۴۱ کلن جنرال نجیب ته وسپاره چې هم د رتبې او هم عمر له پلوه تر ده مشر و
ډګروال جمال عبدالناصر له کودتا وروسته واک ۴۱ کلن جنرال نجیب ته وسپاره چې هم د رتبې او هم عمر له پلوه تر ده مشر و

په دې موده کې دوو لویو ډلو د حکومت پرضد فعالیت کاوه. یوه داخوان المسلمین ډله وه او بله د ازادو افسرانو ډله چې ۳۳ کلن ډګروال جمال عبدالناصر جوړه کړې وه. ناصر د اسراییلو پرخلاف د جګړې اتل هم و.

د جولای په دوه ویشتمه شپه او د د درویشتمې په ورځ د جمال عبدالناصر په مشرۍ ازادو افسرانو کودتا وکړه او د لومړي فاروق شاهي حکومت یې وپرزاوه.

ملک فاروق اروپا ته جلاوطنه شو. له کودتا وروسته ناصر د حکومت د مشرۍ چارې جنرال محمد نجیب ته وسپارلې.

د ۱۹۵۳ میلادي کال د جون په اتلسمه په مصر کې جمهوري حکومت اعلان شو. جنرال نجیب د دواوود خان په شان ځان ولسمشر او صدراعظم ونوماوه.

د ۱۹۵۴ کال د نومبر په څوارلسمه جنرال نجیب له واکه لېري شو او عبدالناصر یې ځای ونیوه.

ناصر بریتانیایان له مصري وایستل، سویس کانال یې ملي اعلان کړ او انګرېزان او فرانسویان یې چلینج کړل.

0 thoughts on “په دې ورځ د مصر پاچا د جمال ناصر له خوا لېري شو”
  1. که دمصر تاریخ ته وگورو نو په داگه خرگندیزی چه مصری قدرتمندان ددیرواشتباهاتوسره مخامخ شوی وو خوافسوس چه دیوه سوچه اسلامی حکومت غوشتنه یی نده کری اوهمیش داخوان المسلمین مبارزین دانگریزانو دتوطیی قربانی شوی دی او داسلسله اوس هم جریان لری پس اسلامی امت ته پکاردی چه دطاغوت سره په مبارزه کی متحد پاته شی

ځواب ورکول abdullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *