تاند- هر کال د مارچ په اووه ویشتمه د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې ساعت بدلېږي.
څرګنده نه ده چې لومړی پلا د ساعت د بدلون طرحه چا وړاندې کړه، خو دا معلومه ده چې دا کار لومړی په اروپا کې دود شو.
په اروپا کې، چې ډېرې برخې په تېره بیا شمالي خوا یې لږ لمر لري. د دې لپاره چې د ورځې له رڼا څخه زیاته استفاده وشي او د کار په مهال لږترلږه انرژي مصرف شي، د ساعت بدلون ته اړتیا شوه.
ویل کېږي چې د بریتانیا ویلیم ویلت هم له لومړنیو کسانو څخه دی چې په ۱۹۰۷ م کال یې د ژمي او دوبي د ساعت د بدلون نظریه وړاندې کړې ده. تر ده وروسته د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې یعني په ۱۹۱۶ م کال امریکايي سیاستوال او مخترع بنجمن فرانکلن د ساعت د بدلولو نظریه دود کړه.
جرمني لومړنی هیواد و چې د نړیوالې جګړې په مهال یې رسماً په دې ورځ ساعت بدل کړ څو په دې ډول د سکرو مصرف کم کړي.
په لومړیو کې ځینو هیوادونو په ساعت کې ۳۰ دقیقې بدلون راووست او ځینو دوه ساعته تغییر راووړ. په ځینو هیوادونو کې په دوبي ساعت دوه ساعته او ۴۰ دقیقې رامخکې کېده او په ژمي به بېرته اصلي حالت ته ګرځول کېده.
اوس نه یوازې په درسته اروپا او امریکا بلکې زموږ په ګاونډیو هیوادونو کې هم ساعت بدلېږي. ایران د نوي لمریز کال له لومړۍ ورځې د ګړۍ ستنه یو ساعت راشاته کوي.
ښه معلومات دي خو ګړۍ د اردو له ګړهی نه اخیستل شوې ده او پښتو نه ده. د هغې پرځای زمونږ خپل مروج ټکی ساعت سم دی.
دا پدې معنی چی اروپاییان او د شمالی امریکا خلک د هرکال د مارچ د میاشتی په وروستی یکشنبه خپل ساعتونه یو ساعت وړاندی کوی او د سهار له خوا یو ساعت مخکې له خوبه را پاڅیږی او خپل کار ته ځی او د مازدیګر له خوا یو ساعت مخکی له کاره رخصتیږی. د ماښام له خوا یوساعت مخکې ویده کیږی نو پدې حساب دوی د برښنا مصرف هم کمیږی. د دوی د ساعتونو تغییر د اکتوبر د میاشتی تر وروستی یکشنبی پوری دوام کوی چې پدی وخت کې د لمر له رڼا او انرژي نه زیاته ګټه اخیستل کیږی.
اوس په ټوله نړۍ کې 77 هیوادونه په پسرلی او اوړي کې خپل ساعت ته تغییر ورکوی. په امریکا او کانادا کی د ساعتونو تغییر د مارچ دمیاشتی په دوهمه یکشنبه کی وړاندی او د نوامبر د میاشتی په لومړي یکشنبی بیرته شاته کوی
پاته د نه وي چې په اروپا کی د پسرلي او اوړي ورځی ډېرې اوږديږي.
د ایران اسلامی جمهوریت هم د خپل کار وختونه د هغه قانون پراساس چی د 1386 کال د اسد د میاشتی په 31 د هغه هیواد د پارلمان له خوا تصویب شو، هر کال د حمل یا وری د میاشتی په لومړۍ ورځ د شپی په دولسو بجو وړاندی کوی او د سنبلی د میاشتی په یودیرشمه ورځ د شپې په دولسو بجو بیرته خپل عادی حالت ته راستنوی.
د نړۍ تر ټول ډیر نفوس لرونکی هیوادونه لکه چین ، هندوستان او جاپان خپلو ساعتونو ته په اوړي کې تغییر نه ورکوی.