د روزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

پوهنه د هیواد اوسیمې د پرمختګ اساسي لامل او د شته ناخوالو د له منځه وړلو لپاره یوازینۍ لاره ده، د روزګان ولایت سیمه اییزو چارواکو هڅه کړې ترڅو په یاد ولایت کې د پوهنې بهیر لاګړندی کړي چې په همدې موخه یې ډیرې هلې ځلې کړې دي، له دې سره سره چې یاد بهیر د اوږدې مودې هلوځلو ته اړتیا لري خو د ولایت مقام رهبرۍ په دې توانیدلې ترڅو په دې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري، په روزګان ولایت کې د پوهنې د پرمختګ په موخه په دغه برخه کې تر ۴۰ تنو پورې مسلکې استادان له نورو ولایتونو څخه د لوړ امتیاز په ورکولو سره په دنده ګمارل شوي، د هغو زده کوونکو لپاره چې له دوولسم ټولګیو څخه فارغیږي دری میاشتني د کانکور د تیاري کورسونه جوړشوې چې د اوسني کال په کانکور آزموینه کې د ۷۰۰ اووه سوه تنو زده کوونکو ګډون یې ښه لاسته راوړنه د ه .

په ۱۳۹۰ کال کې د کانکور د ګډونوالو زده کوونکو شمیره  ۱۷۰ تنه چې ۲۴ تنو یې لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړه په ۱۳۹۱  کال ګډونوال  ۵۰۰ چې ۱۳ تنه یې ښځینه زده کوونکې وي  او ۴۰۰ تنو لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړه  ،چې سږ کال په اوسنۍ ازموینه کې ۷۰۰  تنو د دولسم ټولګیو فارغینو ګډون کړی وو چې ۳۰  تنه یې ښځینه زده کوونکې وې.

روزګان والي امیرمحمد آخندزاده د آزموینې د پیل پرمهال د پوهنې په ارزښت خبرې وکړې او ځوانان یې وهڅول ترڅوشپه او ورځ د پوهې دترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړي آخندزاده زیاته کړه دامهال تاسو ته د افغان دولت له لوري د زده کړې ښه زمینه برابره شوې، نو تاسې باید زیار  وباسې ترڅو له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړی او په راتلونکې کې د خپلو هیوادوالو په چوپړ کې وی تاسو زیار وباسۍ ترڅو ستاسو خویندې،میندې او وریندارګانې بیا د پاکستان او ایران په روغتونونو و نه ګرځي ځیرک اوسئ او د خپلو هیوادوالو خدمت د خپلې لارې هدف وګرځوی.

                                                   په درنښت

عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند

3 thoughts on “په روزګان کې له سلګونو زده کوونکیو د کانکور آزموینه واخیستل شوه”
  1. دا هسې خوشې ادعا ده په دې کښې شپږ برخې هزاره ګان وو او یواځې سل تنه یعنې اوومه برخه یې پښتانه وو ، موږ خو دلته په اوروزګان کې یو په خپلو سترګو مو ولیدل او جونکۍ خو ټولې د ګیزاب او خاص اوروزګان هزاره کانې وې ستاسې په مرکز یعنې ترین کوټ کې یواځې یوه د سیدال خان ناصري لیسه فعاله ده او بله لیسه نشته
    تاسې بیا دا لاپې وهۍ جې مونږ خدمت کوو
    ستاسې تربیه دومره په ټیټه سویه کې ده چې د لیسې ټول هلکان مو په چرسو او نشه یې توکو روږدي دي دهغه نه بیا د پوهنتون د لوستلو توقع هم کوئ

    1. سلامونه محمد عارف جانه داسی هم نده کوم چه تاسو وایاست دغه ټول کسان چه ازموینه یی ورکړی ده دارزګان ولایت اوسیدونکی دی که هزاره دی که پښتون دی او که دهر قوم دی ټول افغانان دی او هر افغان دزده کړی حق لری اجمل ډیره ښه لیکنه کړی ده خو دغه ستاسو دغه ښه اخلاص چه تاسو دارزګان ولایت په ځوان نسل کړی دی چه دوی چرسیان دی ښه کار ندی او نه زه فکر کوم چه تاسو دارزګان ولایت اوسیدونکی یعنی افغان نه یی ولی چه موږ د ۴۰ کالن جنګ څخه راوتلی یو اوس هم شابس چه زیاتو ځوانانو فکر کړی دی چه په لوړو زده کړو کی برخه واخلی دغه مهال په دی ولایت کی زیاتو ځوانانو زده کړو ته مخه کړی ده او تر نورو کالونو دپوهنی بهیر ته ډیره پاملرنه سوی ده چه ډیر دلوړو زده کړو پوهنځی خلاسی سوی دی زه خو فکر کوم چه اوس هم دنورو کالو په پرتله دپوهنی بهر پیاوړی سوی دی

  2. ډیر شرم دی عارف دی جانه اول خو تا په خپل دې نظر سره خپل اهلیت او علمیت خلکو ته ښوولی او بیابه دا زه ومنم چې یو شمیر هلکان او ډیری نجونو چې په کانکور کې ګډون کړی وو د هزاره قوم څخه وې خو په تاسف سره چې په ځای ددې چې پښتانه تشویق او ترغیب کړو ترڅو د علم او پوهې لوري ته مخه کړې هسې په بې ځایه او له نفاقه ډکوخبرو باندې آخته یو اوس پښتنوپه ځانګړې توګه ځوانانو ته ښایي چې ځوانان وهڅوو ترڅو علم او زده کړه وکړي عارف جانه تاسو ویلي وو چې دا لاپې دي ستا ولې د حق سترګې پټې او د شرارت پټۍ ورباندې تړل شوې تا ویلې چې ته په همدې روزګان کې یې نو لږ خو د روزګان له درې کاله وړاندې حالت ته هم وګوره بیا وروسته خپله قضاوت وکړه هیله ده د حق سترګې د کار وکړي داسې هم ځان له یوې مخې ړوند مه ګڼه بیا هم که د نفاق،عداوت،بغض،قوم پرستۍ په کوم مرض اخته وې الله پاک د شفا درکړي ترڅو د پښتني ټولنې نور ځوانان درڅخه په دغو وژونکو ناروغیو آخته نشي بیا هم عارف جانه په درنښت درنه هیله کوم چې خپل قوم،ځوانان ټول د یووالي او پوهې لارې ته دعوت کړو له شته ناخوالو څخه د خلاصون یوازینۍاو یوازینۍ لاره د علم او پوهې لاره ده او دازمونږ او ستاسې ځوانانو مسؤلیت دی چې خلکو ته دعوت ورکړو

ځواب ورکول اجمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *