په روم کې د افغانستان سفارت

تاند- په ایټالیا کې د افغانستان سفیر په روم کې د افغانستان د سفارت ودانۍ، چې ۹۳ کاله پخوا د اعلحضرت امان الله خان په دوره کې پېرودل شوې وه، د غازي امان الله خان په نوم کړه.

په روم کې د افغانستان سفیر وحید عمر وايي چې نور به په دې ښار کې د افغانستان د سفارت تاریخي ودانۍ «غازي امان الله خان ودانۍ» نومول کېږي.

ښاغلي عمر نن د دې ودانۍ د نوم د بدلولو په مراسمو کې وویل «له دې وروسته به ېې نوم ویلا برناردي نه بلکې ویلا امان الله وي.»

په مراسمو کې د اعلحضرت غازي امان الله خان د کورنۍ غړیو هم ګډون کړی و.

ښاغلي عمر دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې په جرمنې کې د دوکتورا د دورې افغان محصل اصف حبیبي په ایټالیا کې د افغانستان له سفیره وغوښتل چې په روم کې هغه کور ومومي چې اعلحضرت غازي امان الله پکې د تبعید شپې ورځې تېرې کړي او د استقلال د اخیستونکي په یاد ورڅخه موزیم جوړ کړي.

د ښاغلي حبیبي غوښتنه په ټولنیزو رسنیو کې د ډېرو افغانانو له هرکلي سره مخامخ شوه.

اصف حبیبي نن /سې شنبه/ له تاند سره په خبرو کې په ایټالیا کې د افغانستان له لوی سفیر ښاغلي وحید عمر څخه مننه وکړه چې د خپل ولس غوښتنې ته یې مثبت ځواب ووایه.

حبیبي وویل، وحید عمر ویلي چې اعلحضرت امان الله خان په ایټالیا کې کوم کور نه درلود ځکه د سفارت ودانۍ د دغه ترقي پال پاچا په نوم نوموي.

د روم په زړه کې د افغانستان د سفارت د نولسمې پېړۍ ودانۍ، چې په حقیقت کې یوه ماڼۍ ده، په ۱۹۲۲ م کال غازي امان الله خان د افغانستان لپاره پېرودلې وده.

3 thoughts on “په روم کې د افغانستان د سفارت ودانۍ د اعلحضرت امان الله خان په نامه شوه”
  1. سلامونه،
    ډیر شه او مناسب تصمیم نیول شوی. سفیر صاحب وحید عمر خان ،او البته غیر مستقیم ډ. اشرف غنی (ولسمشر) او ټولو آزادۍ خوښوونکو او غازي امان الله شاه ارادتمندانو ته ېې مبارکي وایم.
    د غلو، تنګ نظرو او افغان ستیزانو زړونه دې د سقاو مَشک وګرځي. آمین.

ځواب ورکول SAS ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *