تاند- افغان پولیس وايي چې د اوو تنو مړي یې موندلي او ګومان کوي چې د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا دا مړي نن /چهارشنبه/ د زابل ولایت د مرکز کلات ښار په څنډه کې وموندل شول.

د پولیسو قومندان غلام سخي وايي چې د افغانستان د ملي اردو اووه سرتېري یوه اوونۍ مخکې له زابل څخه په کندهار کې خپلو کورونو ته روان ول چې بې درکه شول.

وسله وال طالبان په لارو عموماً تلاشۍ اخلي او هغه کسان له موټرو کښته کوي چې په ملي پولیسو او ملي اردو کې د غړیتوب شک پرې وکړي.

طالبان اکثره وخت د پولیسو او اردو افراد وژني.

تېره اوونۍ د طالبانو له لوري د درو عسکرو د وژلو بوږنده ویدیو په پراخه پیمانه په رسنیو کې خپره شوه

6 thoughts on “په زابل کې د اوو تنو مړي وموندل شول”
  1. د یو طالبي سره مې فیسبوک کې غالمغال شو. را ته ویل ېې: ستا اردو او پولیس ملي نه بلکه د شمال ټلوالې کنجاړه او ترکیب دی. یعنې پښتانه پکې نشته او هغوی هم د پښتنو سره ضد کوي.

    هغه څوک چې دا ډول منطق لري، زه دا ورته وایم راشه وګوره چې آیا تاسو پښتانه زلمي د هیواد ساتنې ته پرې ایښي دي؟ ملي اردو او ملي پولیس تاسو پدغه نارواوو د ملي والي څخه ایستلي دي او په لوی لاس مو زمینه دیته برابره کړیده چې ملي پوځ او پولیس مې را څخه پردی شي

    الله د هدایت ته درته وکړي

  2. که داداسلام اوجهادپه نوم دادسپین پګړیړاوږیرورو- حضرتانواوبزرګانو- ایت الله ګانو–مجاهدینواومقاومتګرانوداډول وژنو – درواغو غولونو دنورواوپردیولپاره اسلام پلورنو – دهیوادورانونواوپه سلګونونورجنایات داشان دوام وکړي ایافکرنکوئ چه دې نني کمپیوټرته لاسرسی اودموکراسۍ ازادکړي نسل باندې به اسلامي ضدتاثیرات اواحساسات اغیز ونکړي اوفکرنکوئ چه دابه هم داسلامدوښمنه حلقاتواومحافلوسیستماتیک پلان اواهداف نه وي ؟ ځکه نړۍ اومسلمانان،دشمیر،شرایطو،امکاناتواوفکرکولوپه لحاظ بایددافغانستان له زاوئې ونه کتل شي اوداسلامي هیوادونودمسلمانانوترمنځ دجګړودپیښبدوجریان اوپه دې جګړوکې دذینفع هیوادونوګټواوموخوته اوباالاخیره داسلام اوداسلام داوسنیوبرحاله اوحاکموواکدارانوغلامانه چوپړاونوکرۍ ته په کتواودقت کولوسره داننی ځوان اویاتنکی نسل په شک اوتردیدکې دلویدواوباالاخیره خدای نه خواسته دانحراف خواته دهغوی دښوئیدوکمک نکوي؟اوایاددغه اسلامي ضدټولونارواکړنوشاته په لوی لاس دهمدغه ناورین خطرنه وینئ؟ اوایاپدغه اسلامي اوانساني ضداعمالوکې داسلام دمعلوم الحاله دښمن اسرائیلواوورسره دپاکستان داسلامي مدرسودچلوونکو،اودشیطان په شان دنه لیدونکي درواغجن خیالي خوجاهل امیرالمومنین اودلته په افغانستان کې داسلامي ګوندونوددرواغجنورهبرانوشریکه اوسیستماتیکه دسیسه اوتوطیه نه بولئ ؟اوکه نه وي نوبیا څه دي اوکه ده نوبیاڅـــه کول په کاردي؟

  3. په ملی اردو او ملی پولیسو کی د طالبانو له خوا د پښتنو مخنیوی او د ځوانانو وژل پدی تهمت چی دوی په ملی اردو کی خپل ګران هیواد افغانستان ته خدمت کوی ، د پښتنو د حاکمیت د ختمولو په معنی ده. له همدی امله ځینی مغرضی او انزوا غوښتونکی ډلی غواړی چی د پښتنو له ضعف نه سویی استفاده وکړی او د فدرالی اداری د جوړیدو دعوا وکړی چی د ښاغلی عبدالله په مشری د شمال ایتلاف او معلم عطا یی په راس کی واقع شویدی. د طالبانو دا عمل که دوی دا کار قصدی کوی او یا په ناپوهی سره د افغانستان د دښمنانو په ګټه تمامیږی. که په اوسنی اردو کی پښتانه کاملا ختم هم شی دا پاتی نور افغانان به هم طالبانو ته هیڅکله تسلیم نه شی او تر مرګه به ورسره وجنګیږی. د پښتنو پرضد ټول اقدامات د پاکستان له خوا سازمان دهی کیږی تر څو د خپل هیواد په لویدیز کی افغانان که د دولت په طرف کی وی او یا د دولت په مخالف صف کی وی سره وجنګوی او په اصطلاح اوبه خړی کړی او دوی کبان پکی ونیسی.
    هیله ده لږ له عقل نه کار واخلی او خپل ځانونه وپيژنی
    د کورنیو دښمنانو د هلو ځلو په باب زما د لیکنی د ثبوت په خاطر دالاندی لینکونه وګوری:
    http://www.ariaye.com/dari10/siasi2/nabizadah5.html
    http://www.kabulpress.org/my/spip.php?article178969

  4. په چټلستان کی خو نژدی هره ورځ کودتا او پوځیان قدرت ته رسیږی او نوی حکومتونه جوړوی دوی خو خپلی اردوګانی او پولیس له منځه نه وړی او خپل ځوانان نه وژنی. طالبان هم باید داسی کار ونه کړی . که احمدشاه مسعود د افغانستان سل کلنه ملی اردو له منځه نه وای وړی نو د هغه حاکمیت به هم د طالبانو په مقابل کی ژر نه وی چپه شوی او همداسی که طالبانو ملی اردو درلودای نو دوی خو د هیواد 95 سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندی درلوده او د ا پاته 5 سلنه هم ورته مشکله نه وه . که له عقل نه کار واخلی هیڅ تنظیم یا تحریک یا ګوند بیله ملی اردو نشی کولای خپل حاکمیت وساتی. د خپلو ځوانانو وژل یا منتهی ناپوهی ده او یا د پردیو مزدوری او د بل چا فرمان روایی په ځان منل دی . ما چی د بریال ورور تبصره ولوستله او هغه لینکونه چی دوی معرفی کړی دی ولیدل متیقین شوم چی د هیواد د تجزیی لپاره همدا اوس کار روان دی د هزاره ګانو بیرغ چی له منګولیا نه الهام اخلی وګوری .که طالبان همداسی خپل جهالت او سرتنبګی ته دوام ورکړی د ګران افغانستان تجزیه حتمی ده او د هغوی 95 سلنه مسوولیت د طالبانو په غاړه دی

  5. که په ډیر لنډ ووایم: طالبان د دافغان ولس قاتلان دي، نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او امنیت تامین شي، او نه غواړي چې افغانستان د یو نظام درلودونکی و اوسیږي حتی که د دوی خپل نظام هم وي، ځکه څوک چې غواړي یو نظام نسکور او بل نظام یې پرځان پلی کړي هغه دومره وژنې نه کوي دومر کورونه نه بی سرپرسته کوي، دومره سرترې نه کونډې کوي او دومره ماشومان نه یتیمانوي، دا که طالب حاکم شي له دي بی سرپرسته کورنیو، بی تعلیمه ماشومانو سره به څه کوي، طبیعی خبره ده چې یو ځل بیا به افغانستان یوي بلی غلامي ته ورټیل وهي، هغه هم د هغه چا غلامی ته چې خپله په نس نه دي ماړه، ټیټ او لویدلی اخلاق لري، د اسلام او دین دښمنان دي.

  6. زنده باد د افغانستان ملی اردرو او ملی پولیس !!!!مرګ پر تالیبانو او مرګ د هغوی پر پنجابي بادارانو

ځواب ورکول مختار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *