تاند- پولیسو په زابل کې د سړک په غاړه د شپږو کسانو مړي وموندل .
پولیس وايي چې دا شپږ کسان هغه عادي کارګر دي چې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو له ګاونډي کندهار ولایته تښتولي ول.
د کندهار د پولیسو ویندوی ضیا الرحمن دراني وویل چې شپږ واړه کارګر په دار خیژول شوي دي.
دراني فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«دا کسان طالبانو وژلي، طالبانو پر دوی تور پوري کړی و چې پولیس دي خو حقیقت دا دی چې دوی عادي کارګر ول.»
طالبان عموماً پولیس او عسکر د نیولو په صورت کې ژوندي نه پرېږدي. دوی پر هغو کارګرو هم ترحم نه کوي چې د ناټو یا افغان ځواکونو لپاره په یو نه یو شکل کار کوي.
د دې کسانو د وژلو په اړه طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.
د خدای له پاره دغو خلکو ته د طالب نوم مه کاروئ. دوی ته ترهګر، د آی ایس آی سپي، د پردیو تالیڅټي، او حراموني نومونه وکاروئ ځکه چې دا خلک بې رحمه قاتلان، د پنجابیانو سپي او د هغوی له پاره کارونه کوي. خدای دې دوی هلاک کړي.
ددغه شهیدانو کورنۍ او دوستانو ته د لوی څښتن څخه د جمیل صبر غوښتونکی یم او له خدای پاک څخه دا غوښتنه لرم چی یا الله دا ظالمان چی د طالب په نوم دا رنګه کړنی تر سره کوی ته تبه او برباد کړی چی د افغان ځوریدلی ولس په وینو نه مړیږی. دا ټول کار د آی اس آی دی او څکه یی کوی چی افغانستان اباد نه شی او تل د دوی غلام اوسی. څوک چی ځان ته مسلمان او افغان وایی دارنګه کار نه شی کولای چی غریب او بیچاره مزدور ووژنی او ماشومان یی یتمان پاتی شی. دا نه جهاد دی او نه به د الله سبحان و تعال په دربار کی قبول شی بلکی وحشت دی ، وحشت دی بیا هم وحشت دی.. تو لعنت شه پدی ظالمانو.
دا وخشیت چه هر چا په هر نوم کړی وی الله به یی تری پوښتنه وکړی د بی ګناه انسانانو وزل چه په هر نوم وی د د غندلو او نفرت وړ دی دا بیکناه مسلمانان د الله وپخښی
We must stop using name Taliban , we have to say fitna Taliban or terrorist
ستاسو د دی جملی په ارتباط چی وایی: د دې کسانو د وژلو په اړه طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي – باید ولیکل شی چی د ظلم ، وحشت ، ترور ، له انسانیت او افغانیت نه وتلی کارونه یواځی د تورلینګیو حرامونی او د پنجاب مزدوران ترسره کولای شی، دومره وحشی زړه بل څوک نه لری .
دوی د چنګیز او مغول له وحشته ورواړوله. که د چنګیز لمسیان داسی وحشت کوی ، ګناه یی نشته ، ځکه د چنګیز یا مغول اولاده ده . مګر دا نوی وحشیان چی نه اسلام منی اونه انسانیت خو ځانونو ته د اسلام د مبارک دین ستنی او پتنګان وایی. څه نوم ورته ایښودلی شو؟
که د نړۍ په کوم بل هیواد کی داسی وحشت وشی ټوله نړۍ پری خبری کوی ، مګر زمونږ د ټولنی زړونه د تور مخو شرمښانو په شان کلک شوی او په اصطلاح یتیم په ژړا پوخ شوی دی، دلته هره ورځ میندی بوری شوی، هره ورځ ماشومان یتیمان کیږی او هره ورځ یوه خور بی وروره کیږی او دی بشری جنایت ته د اسلام د مبارک دین د یوی مقدسی فریضی نوم یی ورباندی ايښی ترڅو د نړیوالو زړونه له دی آسمانی او انسانی دین نه تور کړی. مګر هیر نکړی چی د الله ج یو پاک او مقدس نوم المنتقمَ دی. دا د شیطان په خره سپاره به تر ابده د الله ج ، مسلمانانو او بشریت له خوا رټل شوی وی.
ددغه شپږو کارګرو قاتلین نه دافغانانو په قطار کی راځی اونه دمسلمانانو په قطار کی راځی، دغه قاتلین د خوګانو اونورو حرامونو ځناورو په قطار کی راځی، دغه قاتلین دالله ج دقرآن کریم دښمنان دی اودالله په وجود منکر دی، په دغه قاتلینو الله ج دومره په قهر شویدی چه ددوی ښځی شپه اوورځ دتورمخو پنجابیانو په خدمت کی دی، او دویی دهوسان په دشتو اوغرونو کی افغانان اوپاک مسلمانان دڅارویوو په شان حلالوی.
الله ج دي زمونږ ددغه شپږ ورونو شهادت قبول کړی، اوقاتلین دي خدای ج دلیونی خوږ، سپی اوخره په مرض مردار کړی.
یو سپین ږیری پلار د خپل شهید زوی مخ ته په ځیر ځیر ګوری او له سترګویی د اوښکو باران روان دی، د زوی ګناه یی ډیره لویه ده ، هغه خپل هیواد ودانولو ته کار کاوه او خپلو بچو ، میرمنی او سپین سری مور و پلار لپاره یی حلاله نفقه برابروله. د شهید ورونه او خپلوان هک پک ولاړ دی او نه پوهیږی چی دا څه وشول او ولی ؟ د پښتنو کلی هره ورځ داسی ماتم وهلی وی او په هدیرو کی نور پښتنو ځوانانو ته ځای نه پیدا کیږی. سپین ږیری او مشران فیصله کوی چی راځی د خپلو بچیانو لپاره نوی هدیری جوړی کړو. اوس د پښتنو شهیدانو ورځنی ویر او ماتم زمونږ عادت ګرځیدلی دی. یا الله ته په خپل فضل او کرم سره نور د ظالمانو لاسونه مات کړه. د دوی په لاس کی شته وسله بیرته پر دوی را وګرځوه او پر خپل غم اوماتم یی واړه وه. نور زمون د پښتون کور له دی ویر او غم نه خلاص کړه . مونږ ته سوله او وروری بیرته را وګرځوه . آمین یا رب العالمین
دا خلک د پاکستان غولامان دی او دوی غواړی زموږ د خلکو په زړونو کښی په یو قسم نه په یو قسم بیره ورواچوی او پاکستان په خبره خوشحاله کړی او د بیله خواه زموږ تنکی ځوانان په دی خبرو غولوی چی کفر ستاسی وطن ته راغلی دی او غوړی زموږ په عزت او کورونه باندی ناوړه حرکتونه وکړی او ورته وایی ورسی دوی لمنځه یوسی او هغه کسان چی ددوی په منځ کی دی هغوی منافکن دی هغوی هم مه پریږدی، نو زه واییم چی دا نه طالبان دی نه مسلمانان دی بلکه دا ظالمان،شیطانان او د پاکستان غولامان چی زموږ د وطن د بربادی لپاره یی را لیږلی دی خدای دی دداسی خلکو ریشی وباسی