تاند- راپورونه وايي چې وزیرستانونو ته زرګونه پنجابي سخت دریځي په دې تمه ورمات دي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي او دوی به د افغانستان د حکومت د پرزولو لپاره له افغان طالبانو سره یوځای په جګړه کې مرسته کوي.

ویل شوي چې په زرګونو سخت دریځي، چې لوی اکثریت یې د پنجابي طالبانو دی، په وزیرستانونو کې راټول شوي چې جګړې ته وروزل شي او له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د حکومت پرضد جګړې ته تیاري ونیسي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په اسلام اباد کې د یوه پاکستاني څېړنیز انستیتوت د شناند ښاغلي مسود په قول وویل، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان پولې ته نژدې قبایلي سیمو ته د استول شویو پنجاي سخت دریځو شمېر درې برابره زیات شوی او اوس ګومان کېږي چې د هغوی شمېر تر زرګونو اوړي.

ښاغلی مسود، چې د فاټا انستیتیوت مشري کوي، په قبایلي سیمو او له افغانستان سره د پاکستان د ۲۶۰۰ کیلومتره پولې په اوږدو کې د سخت دریځو ډلو فعالیتونه څېړي.

د ښاغلي مسود په وینا په قبایلي سیمو په تېره بیا شمالي وزیرستان کې تر یونیم سل زیاتې ډلې فعالیت کوي.

ټایمزاف انډیا ورځپانې د ښاغلي مسود د پنجابي سخت دریځو وویل:«پخوا د دوی شمېر د پام وړ نه و. خو په وروستیو دوو یا درو کلونو کې له پنجابه په سلګونو راروان دي.»

په افغانستان کې هم د مختلفو سیمو خلک وايي چې اوس د طالبانو په منځ کې تر پخوا پنجابیان زیات ویني. د هلمند ځینو مقاماتو تاند ته ویلي چې اکثره پنجابیان د سیمې له جغرافیې او جګړې سره د نه بلدتیا له کبله په جګړه کې په اسانه وژل کېږي.

خو د فاټا انستیتیوت مشر او د دې (قبایلي) سیمې شناند ښاغلي مسود وايي:«هرڅوک پوهېږي چې ناټو او امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي، او هلته به د پښتنو او غیرپښتنو ترمنخ جنګ پېښېږي.»

د ده په وینا پنجابیان به غالباً د پښتنو ملاتړ وکړي چې د طالبانو د ملا تېر بلل کېږي.

په همدې حال کې د لشکر جنګوي یوه مشر د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل :«موږ به د پخوا په شان د جګړې لپاره له طالبانو سره افغانستان ته لاړ شو.

7 thoughts on “په زرګونو پنجابي سخت دریځي له ۲۰۱۴ وروسته افغان جګړې ته تیاري نیسي”
  1. مونږ افغانانو ته پکار دی چی یو شو تر څو له داسی حالاتو څخه مخنیوی وکړو هیڅ ویره نه لرم چی دوی به پرمونږ راشی ویره پدی لرم چی زما افغان ورسره یو ځای نه شی دپنجابی وژل ماته دچپ لاس کار دی خو خپل افغان وژل زما زړه راته ماتوی پدی ویره لرم چی زما افغان ورسره نه شی

  2. زمونږ نیکه غازی احمد شاه خو د دوی نیکوونو ته لونګونه واغوستل
    او افغانان به انشا الله دوی ته کفنونه ور وا غوندی

  3. خدای موراوله. ځکه چه زمونږه دهیواد سپی اودغرونولیوان اودهواکارغان دستاسودمرداروغوښوخوړلوته ډیرلیواله دی ځکه چه ستاسومرداریدووروسته به ستاسوجسدونه زمونږه دمځکی اوبه مراداری کړی اوبهتره به داوی چه دغه پورتنی حیوانات موهضم کړی الله اکبر

  4. da kho koma nawee khabara na da, hara wraz po lasgono panjabiano spaio ghonde mordaareghi, tool ba de spaio po marg mree inshallah, zo de afghan pawz yaw aadi sarbaaz yam, taso graano hewadwalo ta daad darkawam che yaw saaski weena me ham po rag ke we de watan po defaa ke ba ye dregh na kam, aw zema ghonde po zorgono zwaanaan de che po de watan sar warkaweee,

  5. ددی مطلب داده چه ۲۰۱۴ کال ورسته پنجابیان دافغانانو دوژلولپاره افغانستان ته راځی اودهمیش په څیر خپل خیرن اوکرغیړن اهداف زمونژپه خاوره کی تعقیبه وی دامثله نه په دین اونه هم په مذهب پوره اړه لری خوپه دیرزیات افسوس دهغه چه په حال چه ددی تورلینګویی سره راځی اوخپل ورور پرقتل کوی سوکند یادوم چه ددی زمکی په سرهرجای چه پشتون ده اوپشتون اوسیژی فطرتآ له تورمخی پنجابی نه یی اسلامیت اوغیرت زیات ده نو بیاولی ای پشتونه دلالی کوی اوپه هغه چایی وژنی چه زمونژ په وسیله مسلمان شوی اوخدای پاک ج هم نغواړی چه یو پشتون دی دپنجابی په لاس اووژل شی اویادی تورمخی پنجابی دپشتون په ساحه جهاد وکړی که وای نو ددوی ژبه به هم پشتووای
    ومن الله توفیق

  6. ټولو ته ښه معلومه ده چی د څو لسیزو بدبختیانی د همدی نا مسلمانه طالبی نظام له لاسه مظلوم ولس ته راپیښ دی کاشکی چی یو سوچه اسلامی نظام خو وی چی خلک تری ملاتړ کړی وای دا هغه بدبخته ډله ده چی په دی څو لسیزو کی بیا تر ننه پوری مظلوم سوزوی او کړوی، دا هغه غلامان دی چی د خپل ورور وینه ورته هیڅ ارزښت نه لری او حتی ددوی ماغزه داسی وینځل شوی دی چی زمونږ وژل دوی ته د جنتونو، هورو او غلمانو زیری ورکوی خو افسوس دادی چی دوی دی دنیا ته بیا نه راځی ګنی زه مطمین یم چی دوی دا نور خره طالبانو ته به ویلی وو چی مونږ په غلطه یو او دا ټول بی ګناه وژنه او قتلونه دی چی مونږ یی کوو، ما په یو ویډیو کی وکتل چی یو تلویزیون یو انتحاری سره مرکه کوی انتحاری ته وایی چی دا کار حرام دی د بی ګناه خلکو وژل ګناه نه دی؟ نو دا خر وایی نه دوی بی ګناه نه دی بیا ورځنی پوښتنه کوی چی دا ماشومان څنګه؟ بیا وایی : زمونږ لیډر مونږ ته وایی چی کوم غیره خلک چی په دی کی مړه کیږی د هغوی پوښتنه له تاسو څخه نه کیږی او بیا ورته وایی چی ښځه لری وایی نه ورته وایی چی واده نه کوی؟ دا خبیث وایی نه د دنیا په یوه ښځه څه وکړم هلته راته اویا هورانی ناستی دی. نو ددی خبیثانو چی دا نظر وی نو کله به هم ما او تا ارامی ته نه پریږدی. خدای دی پاکستان هلاک او تباه کړی که ددوی حکومت د ددی بی ناموسانو ننګه او ملاتړ ونه کړی نو کله به هم دوی دومره زړه ور نه دی چی پر افغانانو حمله وکړی، او ان شاالله د خدای په حکم سره به مونږ ددی ګند سره جهاد وکړو خپل ولس او هیواد به تری ژغورو. ان شا الله

ځواب ورکول ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *