تاند- راپورونه وايي چې نامعلومو وسله والو په سالنګ کې د افغان پولیسو پر کاروان برید کړی دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې په دې برید کې ۳ پولیس وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

تراوسه څرګنده نه ده چې حمله کوونکي څوک دي.

ځیني سرچینې حمله کوونکي د دولت وسله وال مخالفان بولي خو ځیني نور وايي چې ممکن برید کوونکي خپلسري وسله وال قوماندانان وي.

شاهدان وايي، چې له حملې څو ساعته وروسته په سیمه کې نښتې روانې وې او د سالنګ لویه لار بنده ده.

سالنګ د افغانستان د شمال او جنوب د تګ راتګ اصلي لار ده.

One thought on “په سالنګ کې د پولیسو پر کاروان په برید کې ۶ پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته”

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *