تاند- وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد په یوه کم سارې غلچکۍ حمله کې لږترلږه ۲۲ امنیتي ځواکونه وژلي، ۸ ټپیان کړي او ۷ له ځان سره بېولي دي.

دا پېښه پرون د سرپل ولایت په یوه غرنۍ سیمه کې وشوه. له دې جلا نن طالبانو په کابل او ننګرهارکې په دوو ځانوژونکو حملو کې ۳ پولیس ووژل.

د سرپل والي عبدالجبارحقبین نن وویل، د پولیسو او اردو کاروان د سرپل ولایت د کوهستانات ولسوالۍ په لغمان دره کې روان و چې طالبانو پرې غلچکی برید وکړ.

حقبین د ۲۲ پولیسو او پوځیانو وژل کېدا، د ۸ ټپي کېدا تایید کړه او ویې ویل چې ۷ پولیس د طالبانو له لوري تښتول شوي دي.

ده همداراز وویل چې د پولیسو او اردو ۱۲ نقلیه وسیلې کاملاً ویجاړې شوي دي.

د سرپل والي وايي چې په جګړه کې ۲۳ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

ویل شوي چې د افغان امنیتي ځواکونو پر کاروان د طالبانو حمله پرون د ورځې غرمه مهال پیل شوې وه او د شپې تر ۱۱ بجو پوري یې دوام درلود خو څرنګه چې افغان امنیتي ځواکونه کافي هوايي ځواک او ترانسپورتي الوتکې نه لري ویې نه کړای شول چې سیمې ته په وخت کومکي ځواک ورسوي. همدا علت دی چې د ناټو غړي او یو شمېر افغانان په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پاتې کېدا پر ضرورت تاکید کوي.

One thought on “په سرپل کې د طالبانو حمله – ۲۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي، ۸ ټپیان او ۷ برمته شوي”

ځواب ورکول hmmmmm ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *