تاند- د سعودي عربستان په دولتي خبري تلویزیون (اخباریه) کې یوه ښځه بې پړونې ښکاره شوه او خبرونه یې وویل.

په سعودي عربستان او د ایران په تلویزیونونو کې که بهرنۍ ښځې بې ټیکري وي پروا نه لري خو د دوی خپلې ښځې باید بې پړونې څرګندې نه شي.

د سعودي عربستان هغو تلویزیونونو، چې په بهرنیانو پوري تړاو لري، پخوا هم بې پړونو نجونې ښودلې خو دا لومړی ځل دی چې په دولتي تلویزیون کې بې ټیکري نجلۍ خبرونه وايي.

عربي رسنیو دا په سعودي عربستان کې د دود خلاف عمل بللی دی.

په سعودي عربستان کې ښځې اجازه نه لري چې په خپله موټر وچلوي. د سعودي دا بندیز ښځې مجبوروي چې له پردیو یا نامحرمو موټرچلوونکو سره ووځي. خو د دغه محافظه کاره ټولنې د ملایانو لپاره بیا دا مهمه نه ده. د دوی په نظر د ښځو موټر چلول غیراسلامي کار دی.

د سعودي عربستان په دولتي تلویزیون کې د بې ټیکري ویاندې څرګندېدا په ټولنتیزو رسنیو /فېسبوک – ټویټر او نورو/ کې پراخ بحثونه پارولي دي.

One thought on “په سعودي عربستان کې د قیامت نښه ښکاره شوه”
  1. this is enough for the people who are playing with Islamic culture now its the time to rise your voice all Muslim community should rise

ځواب ورکول SARIHI ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *