لبنانۍ سندرغاړې هېبه تواجي د سټېج په سر

تاند – د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې لومړی ځل د ښځوکنسرت ترسره شو چې لبنانۍ سندرغاړې هېبه تواجي په کې سندرې وویلې.

د امریکا نیوزویک مجلې د جمعې په ورځ‌ /د ډسمبر ۸مه/ په خپل وېب سایټ ولیکل چې په دغه کانسرت کې سعودۍ ښځې له خوښۍ نه بېخي لېونۍ شوې.

نیوزویک لیکي چې په زرګونو عربي ښځو چې په دغه کنسرت کې یې برخه اخیستې وه، خپلې چپنې لیرې کړې، ټول کړي وېښتان یې خوشې کړل او د خوشحالۍ څرګندونې یې کولې.

مجله لیکي چې د کنسرت برخه والو ښځو د هېبه تواجي او د امریکایۍ سندرغاړې وېټني هیوسټن او کاناډایۍ سندرغاړې سیلین ډیان سندرو ته په خوند نڅاګانې وکړې.‌

د امریکا اېن بي سي نیوز خبري چینل وېب سایټ لیکلي چې د کنسرت ګڼ شمېر برخه والو نجونو او ښخو په خپلو موبایلونو کې د کانسرت صحنې ثبتولې او خوښۍ یې کولې.

نیوزویک لیکي چې یو وخت لبنانۍ سندرغاړې تواجي د کنسرت برخه والو ته مخ ور واړاوه او غږ یې وکړ چې «دغه دی د نجونو زور»، او د کانسرت اناونسر سټېج ته د سندرغاړې هېبه تواجي د غوښتلو پر وخت وویل چې دا د سعودي عربستان لپاره یوه ډېره د ویاړ ډکه شېبه ده.‌

اېن بي سي نیوزلیکلي چې تر دې مخکې به سعودیان د کنسرتونو لپاره نورو خلیجي هېوادونو ته تلل او دا لومړی ځل دی چې دغه ډول یو کانسرت په کې ترسره کیږي.‌

نیوزویک لیکلي چې دغه کنسرت د محمد بن سلمان له خوا د سعودي عربستان د عصري کولو د لړۍ یوه بله کړۍ ده.

محمد بن سلمان د روان /۲۰۱۷/ کال د جون په میاشت کې د پاچا سلمان له خوا ولیعهد وټاکل شوچې تر دې مخکې یې د روان کال د سپتمبر په میاشت کې سعودي ښځو ته په لومړي ځل د موټر چلولو اجازه ورکړه او ویل کیږي چې د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې به سعودۍ ښځې حق ولري چې له سړي پرته د موټرچلونې د لاینس ترلاسه کولو لپاره عریضې ورکړي.

محمد د روان /۲۰۱۷/ کال د اکتوبر په ۲۴مه په ریاض کې په یوه کانفرانس کې اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې په ۲۶۵۰۰ مربع کیلومتره پراخه سیمه کې چې د کابل ښار ۹۶ برابره ډېر لویوالی به لري د ۵۰۰ زره میلیونو ډالرو په لګښت یو ستر ښار جوړوي چې د خپل هېواد اقتصاد پرې تکیه کړي. (په دې هکله د تاند راپور)

One thought on “په سعودي عربستان کې د ښځو لومړنی کنسرت ترسره شو”
  1. حتما بل کانسرت به یې په بیت المقدس کې وي، د دوی دا ایمان خراشه کنسرټونه او زموږ دا آسمان خراشه ایمانونه چې پرون یې اووم اسمان جړکاوه. نه پوهیږم وژاړم که وخاندم

    بیشکه د خدای هرکار کې حکمت دی، که زموږ اسمانخراشه ایماندارو اټومبم درلودای نو پرون به دنیا ختمه وه، نه به زه وم نه به تاند و، نه کانسرت و نه به بیت المقدس هههههه

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *