تاند – د سعودي عربستان په جزان ایالت کې یوه معلم خپل شپږ تنه همکاران ووژل.
ګارډین د سعودي عربستان د دولتي تلوېزیون له قوله لیکي چې، دغه معلم خپل شپږ تنه همکاران د هېواد په جنوبي برخه کې په ډزو سره ووژل.
پولیس او امبولانسونه د پېښې سیمې ته رسېدلي دي او پولیسو سیمه کلابنده کړې ده.
په سعودي عربستان کې د دغه ډول ډزو او وژنو پېښې لږې ترسره کیږي خو په دا وروستیو وختونو کې سعودي عربستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اسلامي دولت په نامه ترهګرې ډلې له ګواښ سره مخامخ دی او هم په کې وخت ناوخته د شعیه ګانو پر ضد اقدامات کیږي.
عربستان دی خدای له جنګه مه خلاصوی مونږ خو یی تباه کړو