تاند- په سعودي عربستان کې د کوچني اختر په درشل کې درې چاودنې وشوې.
دوې چاودنې د دغه هیواد د ختیځ په قطیف ښار کې وشوې.
د سعودي عربستان العربیه تلویزیون وايي درېمه چاودنه، چې په مدینه منوره کې انتحاري وه، د حضرت رسول اکرم (ص) د جومات د امنیت ساتونکو د دفتر ترڅنګ وشوه.
شاهدان وايي چې په قطیف کې انتحاري حمله کوونکي ماښام مهال د شیعه ګانو د جومات مخته ځان والوزاوه خو له کبله یې چا ته مرګ ژوبله پېښه نه شوه.
د انتحاري د بدن ټوټې د قطیف ښار په یوه سوداګري سیمه کې تیت پرک شوې.
تر دې وړاندې نن سهار په جده کې یوې انتحاري حملې د امریکا کونسلګرۍ ته نژدې ځان والوزاوه او ۲ امنیتي ساتونکي یې ژوبل کړل.
د سږ کال په جنورۍ کې د سعودي په الحصه سیمه کې د شیعه ګانو پر یوه جومات په انتحاري حمله کې ۴ تنه ووژل شول.
د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په وروستیو کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې تروریستي ډلې د سعودي عربستان د نجران ښار د انتحاري حملې مسوولیت په غاړه واخیست چې له کبله یې یو تن ووژل شو.
د تروریستانو د دې حملو په نتیجه کې به د سعودي عربستان د سوکالو او شتمنو خلکو ژوند تریخ شي او پانګوال به په دغه هیواد کې له پانګونې مخ واړوي او د حملو د زیاتېدو په صورت کې به شتمن سعودیان خپلې پانګې خوندي هیوادونو ته یوسي.
چې څه کرې هغه به ریبې.
رحمان بابا ورته وایی :
کر د ګلو کړه چې سیمه د ګلزار شی
اغزی مه کره چې پښو کې به د ولاړ شی
متل دی چی بد به ګرځی بد به پرزی ،که چیری دسعودی شیخان او دسعودی دولت دغو انتحاریانو او تروریستانو سره په ابتداء کی مالی کمک نه وای کړی نو دغه حالت په دوی باندی نه راتله وایی چی ( خپل عمل دلیاری مل ) په درنښت
Ter osa dagha khabisan rozi pa Iraq ke awal marasti kawali kala che balawe tre joori shwe de noro kar pre wakri allah de wakri che yaw so jak pori shatam pa ki khatam she pa noro ba e lag raham rashi fakistan os madina aw Maka ham na pregdi ter so la de lari fakistan isi paisi lasta rawri allah de hamdagha Maka woowahi amin.