تاند – په سعودي عربستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت اعلان کړی چې وېب سایټ یې فعال شوی او هلته مېشت افغانان کولی شي چې خپلې اړتیاوړ فورمې له دغه وېب سایټ څخه ترلاسه کړي.

که څه هم چې په سعودي عرب کې مېشت افغانان نژدې په سلو کې سل پښتانه دي، خو د سفارت په وېب سایټ کې ځای شوي مواد له څو ناسمو عنوانونو څخه پرته نور ټول په دری ژبه دي.

د وېب سایټ د پښتو نسخې یوه پاڼه چې محتویات یې پاړسي دي.

د وېب سایټ په پرانستلو سره دری نسخه راښکاره کېږي چې تر هرعنوان لاندې یې کافي اندازه معلومات ځای شوي دي. پښتو او عربي نسخې یې په لاسي ډول د نامه په کلېک کولو سره راڅرګندېږي خو د پښتو نسخې یوازې عنوانونه په پښتو دي او نور په کې ځای شوي مواد ان تر فورمو پورې په دری ژبه ځای کړای شوي دي.

یو شمېر ځوانو فعالانو پخوا هم په افغانستان کې دننه د دولتي ادارو او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو د وېب سایټونو په برخه کې له پښتو ژبې سره د مور میرې د چلند خبرونه راپورته کړي ول خو داسې ښکاري چې په کافي اندازه تعقیب نشول.

د وېب سایټ د پښتو نسخې بله پاڼه چې محتویات یې پاړسي دي.

ویل کیږي چې د بهرنیو چارو د وزارت اکثر کارمندان د پخوانۍ شمال ټلوالې متعصب او راسیست غړي دي چې تر ډېره د پښتو ژبې په وړاندې خصمانه چلند کوي.

6 thoughts on “په سعودي کې د افغان سفارت وېب سایټ فعال شو خو پښتو په کې نشته”
  1. الله پاک دی دا شمالی تلواله نیست نابوده کی دا ده پردو غلامان پشتو ژبه الله پاک ساتی په اخر کی د تولو پشتنو د اتفاق په هیله

  2. وروره جانه دا خو بیا هم لیژه پشتو شته زه په ترکیه کی محصل یم په سفارت کی یو پشتون کارمند لرو نور تول ازبک تاجک دی او په ویب سایت کی هیس پشتو نه خپروی فقط اول فارسی بیا ترکی اوبیا انگلسی زه په دی حیران یمه چی په افغانستان کی یوازی تاجک هزاره او ازبک قربانی ورکوی که پشتون هم

  3. په بهرنیو چارو وزارت کی باید یوه سټندرده پالیسی موجوده وی چی له مخی یی په بهرکی د افغانستان ټولو سفاروتونو او قونسلګریو ویبپاڼی یوشانته جوړی شی، شخصی سلیقو نه لیری وی، د ژبو مسله هم د همدغه پالیسی برخه وی او نظارت یی وشی، خو د نړی د دوهم ش ر م له برکته خارجه وزرات یوه لنډغرته قواله شوی چی هیواد د نوم سره دښمنی لری پښتو خو لاپریزده

  4. Salamoonah;
    Sa`udi araban de Allah tsangah krri che de farssiyano modaxelee pa Yamen, Suriye , Iraq, Libnaan etc… ki na wini? aw hagha bechara POSHTANE che la kaloono halta shaqqah karoonah kawi , de haghoy Asnad pa kuma jeba halawi?? .

    Bal , de bahranyo charo vezaret ki ba legj Pashtane vi ;wali rabbanigak (salb-e i`temad swy de walasi jerge la xwa) aw cerperest na poshtanah na kawi?

ځواب ورکول afghan1 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *