تاند- یوه تازه څېړنه ښيي چې په اوسني سعودي عربستان کې انسان کابو ۸۵ زره کاله پخوا اوسېده.
دا تیوري د هغو څېړنو پایله ردوي چې پر اساس یې ویل کېدل چې انسانان تر ۶۰ زره کاله پخوا پورې له افریقا نه و وتلي.
دا هډوکی، چې په وروستیو کې موندل شوی، ګومان کېږي چې د هوموساپین د عصر وي.
ساینسپوهان هغه مهال دې نتیجې ته ورسېدل چې د سعودي عربستان د یوه جهیل په تل کې یې د کابو ۸۵ زره کاله پخوا انسان (هوموساپین) د لاس د ګوتې هډوکی وموند او څېړنه یې پرې وکړه.
پخوا هم د هوموساپین ځینې وسایل په عربستان کې موندل شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې د هغوی د هډوکو فوسیل موندل کېږي.
د دې څېړنې پایله په نېچر مجله کې خپره شوې ده.
څېړونکو له ایزوتوپ پرتوزا طریقې څخه په استفادې د دغه هډوکي زوړوالی معلوم کړی دی.
سلامونه،
دا چې بابا آدم ع.س. او بي بي حوی له جنت نه راشړل کیدو وروسته پس له ۴۰ کاله هجران په عرفات کښې سره یو بل ته متعارف شول د دې ثبوت نه دی چې لومړني بنیادمان به له همدې عرفات غوڼډۍ څخه د دنیا هرې خواته تیت شوي وي؟؟ والله اعلم بالصواب.