تاند- په سعودي عربستان کې یوه نجلۍ چې د نارینه وو کالي یې اغوستي ول او په پټه یې د فوټبال مسابقه کتله، د پولیسو له لوري ونیول شوه.

د نیول شوې نجلۍ نوم نه دې اعلان شوی خو ویل شوي چې د تېرې جمعې په ورځ د سعودي عربستان د فوټبال د دوو مشهورو کلبونو الشباب او الاتحاد د مسابقې د لیدلو لپاره الجوهره لوبغالي ته تللې وه او په داسي حال کې چې د هلکانو کالي یې اغوستي ول، د نندارچیانو په ځای کې ناسته وه.

د سعودي عربستان پولیس وايي چې دې ښځې د لوبغالي ټکټ د انترنټ له لارې اخیستی و او هغه یې د لوبغالي په دروازه کې په دې خاطر نه وه پېژندلې چې د نارینه وو کالي یې اغوستي ول.

د سعودي د پولیسو ویندوی وویل چې ښځې قانوناً حق نه لري چې د فوټبال مسابقه له نژدې وویني.

په یو ټیوب کې د دې نجلۍ ویدیو خپره شوې. هغه په یوه داسي چوکۍ ناسته ده چې شاوخوا یې نور نندارچیان نشته.

په سعودي کې ښځې اجازه نه لري چې موټر وچلوي او یا د فوټبال مسابقه په لوبغالي کې وګوري خو د دغه هیواد یو شهزاده حاضر دی چې یوې امریکايي ماډلې ته د یوې شپې په خاطر یو ملیون ډالر ورکړي.

One thought on “په سعودي کې یوه نجلۍ د فوټبال په لوبغالي کې ونیول شوه”
  1. دتول جهان قوانين دبي وزلو أو غريبو خلكو دباره منخ ته راغلي اوبه هغو بايد تطبيق شي نه دزور مندانو دباره .
    داده يو بآم او دوه هوا.
    مونز اوتاسي وليد جه داكتر عبدالله غير قانوني خان ميدان ته راويست او اوس هم دزوره كاراخلي اشرف غني هم ورته زان غلي نيولي جه ته مه كا جه دا خه كا.
    داجه دملت خلك به وينو كي لمبيزي ددي جواب به خوك وواءي ايا عبدالله او يا داكتر اشرف غني جه اولسمشر دي.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *