راپور: نظر افغان
د وري په اووم ماښام، د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د يوې هنري مشاعرې کوربه و. د روماني فضا، معطرې هوا او طبعي مناظرو ترڅنګ، د مشاعرې دريځ او ټول چاپېريال په مصنوعي رڼاګانو سينګار و. د مينه‌والو ګڼه‌ګوڼې او ازدحام، د مشاعرې کيف لا پسې محسوس کړی و.
د کابل، خوست، غزني، ننګرهار، کونړ، ميدان‌وردګو، لوګر او نورو ولايتونو څخه د راغليو نوموتو شاعرانو په شتون کې، ماښام مهال مشاعره پيل شوه. د لغمان والي محمد اصف ننګ، مرستيال والي شهزاده مظلوميار، په علمي او ټولنيزو چارو  کې د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار لعل پاچا ازمون، مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزی، ګڼ شمېر چارواکي او سلګونه شاعران، فرهنګ‌پال او د شعر او ادب مينه‌وال د مشاعرې برخه‌وال وو.
غونډې ته د پيل په خبرو کې، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان، وويل چې سږنۍ مشاعره تر نورو هغو له جلا خونده برخمنه ځکه ده، چې هم په کې د شاعرانو او مينه والو شمېر ډېر دی او هم به په کيفي لحاظ هنري ماښام وي. ده پر ټولو شاعرانو غږ وکړ چې په اشعارو کې دې د احساساتو پر ځای هنريت ته لومړيتوب ورکړي.
 د لغمان والي د مشاعرو او دغه شان ادبي محفلونو پر ارزښت وغږېد. ده کړل چې دا او دې ورته مشاعرې له يوې خوا د ادب د مينه‌والو ذوق ورخړوبوي او له بلې خوا د فکري روڼتيا او د عامه اذهانو تنوير لپاره ښې وسيلې دي.
 د مشاعرې لومړی شعر نوموتي شاعر، ذين الدين حقيار ووايه. ورپسې، د پردې تر شا د نرمې موسيقۍ په بدرګه، ګڼ شاعران سټېج ته راغلل او خپل نظمونه، غزلې او نور اشعار يې د دکلمې او ترنم په ډول پرلپسې وړاندې کړل.
د مشاعرې په يوه بله څنډه کې، پر يوې لويې سپينې پردې، د هېواد او په ځانګړي ډول د لغمان د ادبي، فرهنګي، هنري او علمي هستيو او مشاهيرو  تصويرونه او نومونه يو په بل پسې راښکاره کېدل. که څوک به له مشاعرې رابهر کېده، د تفرېح او هنر دې منظر يې پام اړولی شو.
په منځ کې د لغمان تياتر د لوبغاړو له لوري د پښتو خرافاتي فلمونو پر موضوع يو تمثيل هم وړاندې شو چې ګډونوالو يې فن او هنرنمايي وستايله.
مشاعره تر تېر ماسخوتنه وغزېده. شاعرانو اشعار ويل، ترنمونه يې کول او ناستو مينه والو به په خوند او چکچکو بدرګه کاوه، خو چې مشاعره ختمه شوه، معنا يې دا نه وه چې دا رنګين ماښام دې پای شي.
همدا چې محلي مشهور سندرغاړی پاچا خان پر سټېج راښکاره شو، د مينه‌والو چکچکې شوې او د بزم او رومان يوه نوې برخه پيل شوه. خان ګڼې محلي سندرې وويلې او د طبلې، ارمونيې او رباب په سُر او تال کې يې د ملنګ جان، محمدنوربابا او حياخان استاد شعرونو ته ساه‌ګانې ورکړې.
شاوخوا ۱۲ بجې دا هر څه پای ته ورسېدل خو مېلمنو او کوربنو له دې هنري ماښام خوند واخېست چې دلنشينې خاطرې به يې تر ډېره د هېرېدو نه وي.
سمسور لغمان پسرلنۍ مشاعره يوه دوديزه مشاعره ده چې هر کال د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري، د دې ولايت د فرهنګيانو او مدني فعالانو په همکارۍ جوړيږي او د نورو ولايتونو له دوديزو مېلو او مشاعرو سره يې ښکاره توپيرونه دا دي چې هم فرهنګي تنوع لري او  هم يې فنکاري او هنريت ځانګړی دی.
2 thoughts on “په سمسور لغمان کې په نوي رنګ دوديزه پسرلنۍ مشاعره”
  1. بل کال د خیره که ژوندی وم یا مړ د لغمان د مشاعرې مراسمو ته ځان ور رسوم او هیله لرم چي په هر ولایت کی د مشاعرې په مراسمو کی لومړی د پښتون قام د مشترک کوم نامتو شعر ولوستل شی او بیا په همهغه ولایت کی زېږېدلی مشهور او وولسی شاعر( متوفی یا ژوندی) شعر د نېک شګوم پخاطر ولوستل شی چي دا کار به له یوې خوا ددې ښکلی شاعر نېک یاد تازه او محفل به ګُلابی کی او له بلی خوا به د ځینو په وینه تاوده او مینه ساړه شاعرانو کاذب تکبر ته یو سپک واکسیناسیون غوندی آرام بخښونکی دارو وی
    زه پر چا تهمت نه وایم ما لیدلی دی داسی هنرمندان مثلاً سندر غاړی چه په حنجره کی ئې مثلاً اٹهانے( اټهانۍ) بنده ده خو د نورو لوړو سندرغاړو پر موجودیت خاندی
    بده به نه وی چي په ګډه د لوی الفت صاحب خوښي روح ته یوه دُعا ولیږو

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *