ضیاءالاسلام شېراني   

امریکایي ورځپاڼې «واشنګټن پوست» په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې ګویا شاوخوا ۱۸ زره افغانان په سوریه کې د ایران د ګټو لپاره جنګیږي او ایران دغه کسان د فاطمیون په نوم یوه ډله کې راټول کړي چې هره میاشت ۶۰۰ ډالره تنخواه ورکوي.

د ایران له لوري د سوریي جګړې ته د افغانانو د لیږلو په اړه دا لومړی ځل نه دی چې رسنۍ راپورونه ورکوي، بلکې په دې اړه له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد دننه او بهر، رسینو کې داسې ډېر راپورونه خپاره شوي دي؛ خو افغان حکومت تر دې دمه، نه دی توانېدلی چې له ایران څخه د یادې موضوع وضاحت وغواړي او د دغې چارې مخه ونیسي.

تېر کال د یادې موضوع اړوند، بحثونه له هغې وروسته زیات شول چې د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په تهران کې یوې ناستې ته، په وینا کې د ایران په ملاتړ د داعش پر ضد د ټولو جنګېدونکو وسله والو ډلو او جنګیالیو ستاینه وکړه.

دا چې د سوریې جګړې څنګه پر افغانستان اغېز کړی، د سوریې په جګړه کې د افغان جنګیالیو قضیه څنګه ده او پر افغانستان به د فاطمیون ډلې د جنګیالیو راتلونکې اغېزې څه وي؟ هغه پوښتنې دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.

افغانستان او د سوریې جګړه

په ۲۰۱۱م کال کې د منځني ختیځ په تونس او مصر هېوادونو کې د حکومتونو پر ضد له پاڅونونو را وروسته، په سوریه کې هم خلک په دغه هېواد کې د استبدادي نظام پر وړاندې را پاڅېدل؛ خو د حکومت له لوري سخت وځپل شول چې له امله یې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

د همدې اخ و ډب پر دوام، د بشارالاسد له پوځ څخه یو شمېر سرتېري بېل او د حکومت پرضد یې جګړه پیل کړه. له همدې ځایه سوریه ورځ تربلې د بحران پر لور لاړه، د کور دننه مختلفې وسله والې ډلې د حکومت پرضد رامنځته شوې او جګړه یې پیل کړه. دغه راز د سوریې جګړې ته بهرني لاسونه هم ډېر ژر او په اسانه را وغځېدل. روسیې، ایران او چین له بشارالاسد څخه ملاتړ پیل کړ، په بل اړخ کې ترکیې، امریکا، سعودي او یو شمېر عربې او اروپایي هېوادونو، د بشارالاسد پر ضد له جنګېدونکو ډلو څخه ملاتړ پیل کړ.

همدا وه چې سوریه د بهرنیو هېوادونو د زور او ځواک د ازمویلو پر ډګر بدله شوه. بحران یې تر نن ورځې راورسېد، چې له امله یې په دغه هېواد کې تر دې دمه په سلګونه زره کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د سوریې له بحرانه افغانستان هم له هماغه پیله اغېزمن شوی. په سوریه کې د بشارالاسد له لوري د اسلامپالو پاڅونونو ځپل د دې لامل شول چې د افغانستان دننه د ځینو اسلامپالو ځوانانو له لوري، په ټولنیزو رسنیو کې له غبرګونونو سربېره، د بشار پرضد لاریونونه هم ترسره کړي؛ خو په بل اړخ کې له هغه وروسته بيا افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د خپلو اختلافاتو له کبله، د سوریې له ټولټاکنو وروسته بشارالاسد ته د سوريې د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

دغه راز، له دغو غندنو او مبارکیو ورهاخوا، له افغانستانه یو شمېر خلک د بشار الاسد پرضد او ملاتړ د جنګېدو په موخه سوریې ته ولاړل. په عمومي توګه د بشار الاسد پر ملاتړ ډېری افغان شیعه ډلې تللې او د بشار پرضد یو شمېر افغان سُني وګړي هم په جګړو کې بوخت دي.

د ملي یووالي حکومت په راتګ سره، د کرزي د دورې خلاف افغانستان اوس مهال تر ډېره د سوریې په قضیه کې د بشارالاسد د حکومت ضد هېوادونو (امریکا، سعودي، ترکیه او …) په لوري کې قرار لري، ځکه همدا هېوادونه د ملي یووالي حکومت سره په اوس مهال نږدې او ګرمې اړیکې لري.

په سوریه کې جنګېدونکي افغانان

په سوریه کې د کورنیو جګړو له پیل سره، دغه هېواد بالآخره د هغو هېوادونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل شو، چې تل یې له مخامخ جګړو ځانونه ګوښه کړي او یوازې د پیسو او وسلو په زور خپلو موخو ته د رسېدو په هڅه کې دي. د همدې نیابتي جګړو له کبله افغانان هم د سوریې د جګړې تر لیکو ورسېدل.

په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت پر ملاتړ د جنګېدونکو افغانانو په اړه له تېرو څو کلونو راهیسې راپورونه خپرېږي. د واشنګټن پوست له وروستي راپور، وړاندې هم دغې جګړې ته د ایران له لوري د افغانانو د لېږلو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

امریکایي ورځپاڼې نیوریارک ټایمز د ۲۰۱۷م کال د نوامبر په ۱۲مه په خپل یوه خپاره شوي راپور کې لیکلي: «ایران په تېرو څو کلونو کې زرګونه افغانان روزلي او بیا یې د سوریې جګړې ته د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ لېږلي دي». د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان (۲۰۱۷/۱۰/۲) په یوه راپور کې وایي: «د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک، هغه افغان ماشومان یا تنکي ځوانان چې په ایران کې د کډوالو په توګه ژوند کوي، استخدام کړي او د جګړې لپاره یې سوریې ته استولي دي». دغه راز ګارډین ورځپانې (۲۰۱۶/۷/۱۵) په یوه راپور کې لیکلي: «ایران په پټه توګه شیعه مذهبي افغانان په سوریه کې د بشارالاسد د ملاتړ په موخه جګړو ته استخدام کړي دي». د بي بي سي فارسي څانګې د ځینې څېړنیزو راپورونو د موندنو له مخې ویل شوي: «ایران په زرګونه افغانان سوریې ته لیږي، ترڅو په سوریه کې د حکومتي ځواکونو ترڅنګ وجنګېږي». دغه موندنې ښیې چې دا کسان زیاتره افغان شیعه ګډوال دي، چې په ایران کې د بېوزلۍ له امله د سوریې د جګړې لپاره جلبېږي.

په سوریه کې د جنګېدونکو افغانانو په اړه دا او دې ورته ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. په ټولیزه توګه د شته جنګېدونکو افغانانو کره شمېر لا نه دی څرګند؛ خو بیا هم په جلا ډول د بېلابېلو پياوړو رسنيزو ډلو په اند، د سوريې په جګړه کې تقریباً تر شلو زرو پورې افغان شیعه وګړي جنګېږي چې د “لېوای فاطمیون” په نوم یادېږي.

فاطمیون څوک دي؟

فاطمیون د شیعه مذهبه افغان جنګیالیو هغه پوځي ډله ده چې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ له نورو وسله والو ډلو سره جنګېږي؛ خو د دې ډلې ریښته په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل مهال ته رسېږي. هغه مهال یو شمېر وسله وال چې د ایران پر مذهبي مشر امام خمیني پورې اړوند بلل کېدل، په افغانستان کې جنګېدل، همدا وسله وال د شوروي اتحاد له ماتې وروسته له طالبانو سره هم په جګړه کې ښکېل وو.

پر افغانستان د شوري اتحاد د یرغل پر مهال هغه افغانان چې ایران ته کډوال شول، ایران د مذهبي ملېشو په جوړولو کې ترې کار واخیست. دغه افغانان د ایران د سپاه پاسداران له لوري د عراق ـ ایران جګړې لپاره جذب او د صدام حسین پر ضد جګړو ته ولیږل شول. همدې جګړو ته لیږل شوي افغانان د فاطمیون ډلې په نوم ونومول شول او شمېر یې هم ورځ تربلې مخ پر زیاتېدو شو.

په سوریه کې د حکومت پر وړاندې د ولسي پاڅون کوونکو له زور اخیستلو سره په ۲۰۱۲م کال ایران سوریې ته د فاطمیون ډلې د جنګیاليو لېږل پیل کړل، په پیل کې دا جنګیالي د شیعه زیارتونو او مقدسو ځایونو د خوندي ساتلو په پلمه سوريې ته ولیږل شول؛ خو وروسته جوته شوه چې دغه جنګیالي د سوريې د ولس پرضد او د بشار په ملاتړ سوریې ته لیږل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې د شمېرو له مخې، نږدې درې میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي. د فاطمیون ډلې ډیری جنګیالي له همدې ګډوالو څخه د مختلفو امتیازاتو (په ایران کې د اقامې ترلاسه کول، میاشتنی معاش او نور امکانات) په بدل کې او یا هم مذهب پر اساس د شیعه ګانو د سپېڅلو ځایونو څخه د دفاع په نوم جذبیږي.

سوریې ته د افغانانو له لېږلو ایران هر ځل انکار کړی او ویلي یې دي چې په رسمي توګه کوم افغان د ایران له لوري سوریې یا کوم بل هېواد ته د جګړې لپاره نه دی لیږل شوی؛ خو دا مني چې د سوریې جګړې ته تللي افغانان داوطلبان دي او په خپله خوښه د شیعه ګانو د سپېڅلو ځایونو څخه د دفاع په موخه تللي دي.

پر افغانستان د فاطمیون ډلې اغېزې

د ایران له لوري په خپلو نیابتي جګړو کې له افغانانو کار اخیستل ډېر ځله د افغانستان د ننه د خلکو او ملي شورا له سخت غبرګون سره مخ شوي؛ خو افغان حکومت سره له دې چې د بشارالاسد د مخالفینو مشر هیثم المالح ولسمشر اشرف غني ته لیک راولیږه او د سوریې په جګړه کې یې د افغانانو پر ګډون نیوکه وکړه، بیا یې هم د یادې قضیې په اړه د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي او که افغان دولت په دغه قضیه کې خپل اوسني دریځ دوام ورکړي او د حل لپاره یې لاس په کار نه شي، په راتلونکي کې به د فاطمیون له اغېزو لرې پاتې نه شي.

د دغو اغېزو  په اړه لاندې څو ټکي د پام وړ دي:

لومړی؛ سوریه کې بشار الاسد له خپل ملت سره په جګړه بوخت دی. داسې مهال په سوریه کې د بشار په ملاتړ د ګڼ شمېر افغان شیعه ګانو حضور او د سوریې د خلکو پر وړاندې یې جګړه، تر ډېره په عربي نړۍ کې د افغانستان نرم ځواک ته زيان رسوي او هم به د خلکو په کچه اړیکې یو څه زیانمنې کړي.

دویم؛ په اوس مهال کې په سوریه، عراق او یمن کې د فاطمیون وسله وال په مستقیمه توګه له داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي. داسې انګېرل کېږي چې د همدې جګړې له امله داعش ډله په افغانستان کې ورځ تر بلې پر شیعه مذهبو خپل بریدونه زیاتوي او همدې بریدونو په افغانستان کې له ځان سره د مذهبي جګړو د پیل وېره هم خپره کړې ده.

درېیم؛ په سوریه کې روانه جګړه یوه ورځ ضرور ختمېږي، هغه مهال چې جګړه ختمه شي او له سوریې څخه دغه افغان جنګیالي بېرته خپل هېواد ته راوګرځېږي، نو دا به په داخل کې حکومت ته امنیتي ستونزې راولاړې کړي او هم به یوې نوې پېلېدونکې مذهبي جګړې ته زمینه برابره کړي.

څلورم؛ په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ ناهمغږي به هم بل هغه څه وي، چې په سوریه کې د امریکا او روسیې له پراخېدونکي کړکېچ څخه اغېزمنېدلای شي او که چېرې همداسې وشي؛ نو دا به بیا د افغان حکومت لپاره ډېر سرخوږی جوړ کړي. ځکه افغانستان به د روسیې لپاره یوازینی هغه ځای وي، چې امریکا تر ډېر فشار لاندې پکې نیولای شي.

2 thoughts on “په سوریه کې د بشار اسد په ملاتړ جنګېدونکي افغانان”
  1. سلامونه،
    نو د حل لاره یا لیارې کومې دي؟ اَ ضياءالاسلام صاحب؟؟

  2. شیرانی صاحب
    په سوریه کی نیابتی جګړه دوام لری
    ددې نیابتی جګړو تحلیل کوم سخت کار ندی
    یوه ډله یو هدف لری او بله ډله بل هدف
    داچه په یوه ډله کی زموږ د وطن ځوانان نغښتی دی یو ژور بحث ته اړتیا شته نه یو راپورټ غوندی لیکنی ته
    امّا ستاسی د تشویش او خواشینۍ په هکله چه ددې جنګیالیو د بیرته راستنېدو په صورت کی مو څرګنده کړېده باید ووایم چه فکر نه کیږی چه د هغوی راستنېده زموږ د وطن پر سیاسی او ټولنیزو شرائطو کوم خاص مثبت یا منفی اغېزه ولری
    ددې ډول تشویشونو د تولید شاته نور مرموز لاسونه لګیا دی
    مننه

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *