تاند- د تونس د کورنیو چارو وزیر وايي له دغه هیواده په سلګونو ښځې سوریې ته تللي چې په دغه هیواد کې د القاعده پلوو سلفیانو ، چې د سوریې د رژیم پرضد جنګېږي، جنسي غریزه سړه کړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د تونس د کورنیو چارو وزیر لطفي بن جدو پرون /پنجشنبه/ د خپل هیواد ملي جرګې ته وویل، هرې ښځې له ۲۰، ۳۰ او حتي ۱۰۰ جنګیالیو سره جنسي اړیکې ټینګې کړي دي.

جدو زیاته کړه:«دا ښځې له جهادیانو سره د جنسي معاملې لپاره د جهاد النکاح په نوم تللې وې او اکثره اومیندوارې شوي او بېرته هیواد ته راغلي دي.»

ده ونه ویل چې دقیقاً څومره تونسۍ ښځې اومیندواره شوي او هیواد ته راګرځېدلي دي.

د ځینو سخت دریځو سلفیانو په نظر د جهاد النکاح پراساس ښځې جواز ترلاسه کوي چې د جهاد په وخت له ګڼو نارینه وو سره جنسي اړیکې ولري.

د تونس د کورنیو چارو وزیر دا هم ونه ویل چې د دغه هیواد څومره ښځې سوریې ته د جهاد النکاح لپاره تللي دي خو د دغه هیواد رسنیو ویلي چې په سلګونو ښځې د دې هدف لپاره سوریې ته تللي دي.

په سلګونو تونسي نارینه هم سوریې ته تللي او د بشار اسد د رژیم پرضد له سلفي جهادیانو سره یوځای شوي دي.

د تونس د کورنیو چارو وزیر وویل چې تراوسه پوري یې سوریې ته د شپږ زره تونسیانو د تګ مخه نیولې ده.

په تېرو کلونو کې په زرګونو تونسیانو په افغانستان او عراق کې هم په جګړو کې برخه اخیستې ده.

33 thoughts on “په سوریې کې د «جهاد النکاح » په نوم په سلګونو تونسۍ ښځې بلاربې شوي”
  1. یاره دا جهاد نکاح خو یې نوی ماډل دی، تر اوسه خو مو اوریدلی هم نه وو، بس دا سلفیان او نور مردار خواره که ژوندي وو نو ډول ډول جهادونه به را وباسي. زه دومره وړاندیز ورته کوم چې دغه جنسي معاملې ته د جهاد نکاح نه بلکه جنسي ارامتیا نوم ورکړي. تونسۍ میرمنې هم که فاحشې و نه اوسي والله که ورشي، هغوی او یا بله هره میرمن چې داسې له ډیرو کسانو سره یو ځای کیږي حتما له پخوا فاحشه لویه شویده اوس ماسې یوه بهانه غواړي.

    دا داسې مثال لري لکه پاکستان چې مونږ ته د جهاد په نیت یو څو مرتدان را لیږي، خپله د فحشا او منکراتو تر ټولو لوی مرکز په سیمه کې دی او مونږ ته بیا د جهاد او مقدساتو د درنولو لپاره یو څو بې مغزه او لیونیان د افغانانو د وژلو لپاره را لیږي. داسې ده چې افغانان د ناموس په مسایلو کې ډیر حساسیت لري کنه نو په والله چې ډیر وختي به دغه ډول د جهاد نکاح په افغانستان کې هم پیل شوی وو او بیا به یې میرمني په زور د زنا لپاره مجبورولې ځکه ورته ویل به یې چې یا به جهاد نکاح کوئ او یا به وژل کیږئ، خو اوس دوی د افغانانو حساسیت درک کړی او د میرمنو پر ځای په هلکانو جهاد نکاح مخ ته بیایي او تر ټولو ښه نمونه یې هغه وه چې څه وخت وړاندې یو تنکۍ هلک په کندهار کې د پولیسو لخوا ونیول شو او په ښکاره یې اعلان وکړ چې دی د تالیبانو د کومندان لخوا د جنسي تیري لپاره ساتل کیده.

  2. دا خبر دلته د مصر په تلویزیونونو کي هم خپور شو. وهابیان یي سخت وشرمول خو دوی چیرته شرمیږی دوی وایی دا سم کار دی.
    قریب الله – قاهره

  3. فکر کوم دابه اشتباه وي
    دتاند محترمو کارمندانو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
    هیله لرم چې په دې موضوع کې لیږ غوروکړئ ځکه دجهاد النکاح اصطلاح او ددې کار نسبت وهابیانو ته دواړه اشتباه راته ښکاریږي بلکه اصلي خبره داده چې په شیعه مذهب کې دمتعې نکاح چې مؤقته یا دصیغې دنکاح په نوم یادیږي ثابته ده او اوس هم د تشیعو دمحاکمو له خوا جواز ورکول کیږي البته داهل تشیعو عزتمني کورنۍ یې سره له جوازه هم نه خوښوي ، دا کار داسلام په لومړنیو وقتونه کې عموما جائز وو مګر دخیبر له غزا وروسته باطل وبلل شو اوس د اهل السنة ټول مذاهب دوهابیانو په شمول دمتعې نکاح ناروا بولې ، مګر اهل التشیع لکه چې ما یې تذکره وکړه اوس هم دمتعې نکاح جائز بولې البته دومره زور نه پرې اچوې چې ګویا واجب ده ، خو ددوی دمذهب مطابق کله چې دکفر په واړاندی جهاد وي نو په ښځو هم دوی جهاد فرض بولې او په جهاد کې دهغوی دنده همدا بولې چې دمجاهدینو جنسې اړتیا پوره کړي دې عمل ته داهل تشیعو په فقهي اصطلاحاتو کې جهاد النساء ویل کیږي ، دجهاد النکاح نوم صرف ستاسې له خوا ووارېده نو په راپور کې ماته دوه ځایه غلطي ښکاریږي یو داچې داکار وهابیانو ته منسوب شوی زما فکر غلط دی ځکه وهابیان ځانونه اهل السنة بولې او په اهل سنتو کې دا کار حرام دی دوهم داچې جهاد النکاح مو ورته ویلی بلکه ددې عمل نوم داهل تشیعو په مذهب کې جهاد النساء دی ، که تاسو لیږ غور وکړئ کیدای شي له تونس څخه داهل تشیعو میرمنې راغلې وي نه دوهابیانو ،
    البته یاد ولرئ چې شخصا زه نه دوهابیانو ملګری یم نه دشیعګانو ، دوی داوړو ته خدای هدایت وکړي چې سورئې مظلوم ولس یې دخپلو مذهبي تعصباتو په بټیو کې داسې واېشول چې مسلمانان څه چې ټول انسانیت پرې شرمیږي

    1. دا د یوه هیواد د کورنیو چارو وزیر څرګندونې دي. رښتیا او دروغ یې په هغه پوري اړه لري.که د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ووايي چې په هیواد کې یې د بدلمنو شمېر درې ملیونه دی موږ به یې نه خپروو ځکه چې پاکستانیان مسلمانان دي او پښتانه پکې اوسي؟ یا که د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ووايي چې شل زره طالبان وژل شوي موږ به یې نه خپروو چې مبالغه یې کړې ده؟ دا په دوی پوري اړه لري. . دغه راز که په افغانستان کې یوه ډله یا یو قومندان زیاتی وکړي نو د دې معنا دا شوه چې سني حنفیان بد خلک دي او دوی ټول داسي ناروا کوي؟ همدغسي د سوریې د سلفیانو مسله په ټولو سلفیانو صدق نه شي کولی. ممکن دا د یوې ډلې یا یوه قومندان کار وي. د دې معنا قطعاً دا نه ده چې دا کار د دوی د عقایدو جز دی.
      هیله ده چې په موضوع مو سر خلاص شوی وي
      تاند

  4. ګرانو ورونو د لږ عقل څخه باید کار واخلو اول داچه یو مسلمان کله یو څه وایی او یا یی لیکی نو د سوچ او فکر څخه وروسته اقدام وکړی ، هسی نه چه دحق پر ځای دناحق طرف ته لاړ شی او د ګنا خاوند شی . دوهم داچه ایا سلفیان د کوم پغمبر امتیان دی ؟ که دحضرت محمد ص امتیان وی نو بیا هیڅ کله د الله او پیغمبر ص د احکامو خلاف فتوا نه ورکوی نو مونږ باید ځانونه پخپل لاس ګنهګار نکړو او د بی دینه خلکو دسیسو ته هوښیار اوسو.

  5. ماته دا خبري ټوکي ښکاریدي مګر اوس چي په رسمي ورځپاڼو کي داسي خبرونه اورم نو هغه خبري چي زمو ږ په منطقه کي دطالبنو په صفو کي کید لی هغه هم رښتیا بولم هغه داخبره وه چي طالب ویده وی تر څو خپل په خوښ کښینني لمانځه ته يي مه کښینوی
    ځکه هغه مجاهد دی او داخبره مي هم اوریدلی ده چي هغه منطقه کی چي طالبان وي هغه بای دنمايي ورځي نه دروژي نیت وکړي ځکه چي کیږي جنګ ونښلي بیاروژه ورته مشکل ده

  6. غوښتل می په لنډ ډول وه وایم چی دا زمونږ طالیبان خو هم جهاد کوی دوی ته خو هیڅ پکی ونه رسیدل
    دویم وا چی زمونږ طلیبان به له دی خبر وی او کنه او که خبر وی ولی یو داسی غوښتنه کوی له هغو خلکو نه.

  7. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    له بده مرغه نه افغانان شرمېږي او نه هم مسلمانان! زموږ خلک وايي، چې يو چاته يې وويل، چې ونه درپکې شنه شوې، نو ده به ویل، چې خير دی سيوري ته به يې کېنم! نو اوس په مسلمانانو کې هم رزالت خپل اوج ته رسېدلی او زموږ روڼاندي هم تر بوسو لاندې اوبه تېروي!
    اسلامي مذاهب اوس د شهوتراني لړۍ ګرځېدلې ده، ځکه ټول وايي، څلور روا دي، ټول وايي شيعه متعه او سيغه کوي، خو دا نه وايی، چې د مسلمانانو ۲۰ سلنه شيعه دي، يو يې په سلفيانو اچوي او بل يې په وهابيانوو، مګر دا نه وايي، چې د ښځې لپاره تر ټولو ښه جهاد د مجاهد د شهوت سړول دي. يو تبصره کونکي ويلي، چې دا به شيعه ګان وي، مګر دی نه پوهېږي، چې د سوريا حکومتيان شيعه حلويان دي او له تونسه غوړک… سونيانې ورته راخي، چې د سونيانو شهوت ته سړې اوبه ورکړي او ځانونه په ټند کړي! آيا دی نه پوهېږي، چې فلسطينۍ پېغلې بنديخانې ته وروستل کېږي، چې د اسراييلو په بنديخانو کې له فلسطيني مجاهد نه نسل ګيري وشي! لکه عبدالوهاب بنت عبدالعزيز چې ويلي دي، د خپلې موخې و اسلام لپاره له هرڅه نه استفاده وکړی، لکه په کونو کې بمونه کېږدی، په نس کې بمونه کېږدی، په پګړيو کې بمونه کېږدی، ښځې مو د جهادالنسا او جهادالنګاح لپاره واستوی! تاسو ټولو ته يو سپارښت او وړانديز کوم، چې «اسلام او کورني» کتاب په پښتو او پاړسي ولولی او بيا به ووينې، چې د تحصيل نکاح هم شته، د مسافري نکاح هم شته او د تجارت نکاه هم شته! ابو حنيفه ليا موټک ته هم لاره پرانيستې ده! بس له اسلامه د خيدک ادې جوړه شوې او لکه اندړو غوندې ځان په ټولو سولوي!
    معه سلاموکم الاشرفالمخلوقات
    ملا ميوند آخړند!

  8. دا خبرې هیڅ واقعیت نه لري، د اسلام او جهاد مخالفین یا د اسلام دښمنان او صلیبی لاسپوڅي تل د د اسلام د بدنامولو لپاره په مسلمانانو دا ډول درواغژنې خبرې تړي.
    ان شاء الله هیڅکله به د اسلام دغه دښمنان په خپلو کفری هلو ځلو کې بریالی نه شی، لکه چې تراوسه ناکام دي الحمد لله.

  9. یاره که داسی وی بیا زه هم درغلم، که نور نه وی دا تونسیانی خو به له تیغه تیری کړو

  10. څه دي کول، چي پلار او نيکه دي کول !
    که موږ افغانان په پرديو ايډيالوژيو پسي روان سو،موږ ته هم دا ساري مرض را رسيږي!!! که څه هم په ـ۲۰۰۱-۱۹۸۰يمو کلونو کي عربو او پنجابيانو ته ډيره ډيره خوشخدمتي وسول …،او اوس هم په ځيني ولاياتو کي د ايران په رسم و رواج نکاحوي تړل کيږي…،
    فکر کوم هره جګړه د ژوند پر ټولو اړخو تاثير کوي ،خو کله چي جنګ پای ته ورسيږي مرکزي دولت خپل اولسونه(ولسونه) خپل پلرني کلتور ته متوجه کوي، تر څو د داسي ناروا رواجونو څخه په آمان سي.
    زموږ افغانانو د پلار او نيکه کلتور په ټول جهان کي ساری نه لريي، که مو څوک آرامي ته پريږدي!!!

  11. راسی چي دغسي خبري اصلي ځای ته ورسو چي ایا دا رښتیا دي او که هسي دروغ ویل په مطبو عاتو کي اوداسي خبري مي هم اوریدلي چي په عربو کي ومزاهبوته ار زښت نه ورکوي که چيری مزاهب اربعه ونه منل شي نو داخبري ټوله رښتیا دي هر یو کولای شۍ چي دین او مزهب خپل پر تقاضا او خوا هشاتو وچلوي کله چي دین پر غوښتنو دشخص وسي نو بیا هغه درک هغه خرک

  12. د تـا نـد محــتـرمــو لـیکــونــکو داهــم معـلومـه کی چي دا د کوم هـــیوا د د بــهــره نـیـو چا رو وزا رت څــرګــنـده ونی دي

  13. دا بلكل ريشتيا دي د داسي شزو ويديو گاني انترويو هم خپري شوي دي لكه سنگه چي د سوريه مصر او نورو عربي سيكولر ملكونو عوام د إسلام نه لري او بي خبره پاتي شوي ؤ. هغي ته اوس دا خبري نوي او ريشتيا خكاري. دا اعمال وهابيانو او اخوانيانو سوريه كي عام رواج گرزولي دي كه خداي دي دوي تباه كئ

  14. اسلام عليکم ورحمۀ الله
    عزيزانو بس دومره به اووايم چي د قيامت علامې دي يو داسې نا حقه او نا اهله قيصې به واورې چې هغه نه په قران کې شته او نه په احاديثو کي باقي د نکاح الجهاد خبره دا په دين کې د يو نوي څيزپيدا کول دي هر هغه څوک چې په دين کې نوې څيز پيدا کوي هغه طبعا بداعت دې
    بداعت زمونږ خوږ نبي اکرم (ص) منع کړې بداعت يو داسې عمل دې چې هغه د شرک سره نزديوالې لري او شرک خو د الله تعالي په نزد
    عظيمه ګناه

  15. دا ده یهودو او کفارو بې ځایه تبلیغات دې. مونږ هم ده هر کافر په خبره به باور کوو. اول خو تاسو ځانونه صحیح خبر کړۍ بیا قضاوت وکړۍ. مونږ هم عجیبه مسلمانان یو،ده اسلام په معنا به نه پوهیږو، لمونځ به مو یاد نه وې، خپل او پردې حق به نه پیژنو. مګر پتواګانې به خې ډیرې ورکوو.
    او بل داچې څوک ده وهابی او سلفی په معنا پوهیږې چې هغوۍ ته کنځلې کوې او هغوئ ته کافر وایی؟

  16. تاند روره ده نړۍ په سوونو ملکونو کښي ده يو ګنده مثال ده پاره ستا يو مسلمان هواد پاکستا ن خوښ شوـ ځه ستا په پښتونوالئ شک کومه روره ـ

  17. داټول د سنی مذهبی ډلی سلفیانو او مجاهیدنو بدنامول دی او دشیعه ګانولخوا یوه دسیسه ده. اصلاً دا دشیعه گانو په مذهب کی امکان لری ولی دسنی/سلفی مذهب که محال دی دغسی ناوړه عمل. الله تعالی دی هغه خلک وشرموی چی واقعی مسلمانانو پاندی تهمتونه لګوی

  18. راځی چی دا یو ځل د یوی موثقی منبع سخه و پښتو – دا خو عجیبه خبره ده ما خو چیرته په حدیث –فقه یا کوم مجتهد په قول کی داسی سه ندی لیدلی.

  19. فکر نکوم چه داسی د وشی دا صرف غواړی چه په یوه پلمه باندی د سوریی د مخالفینو چه اوس د هغو سره په مقابله کی دی رنګه بده کړی.

  20. د الله نه وويريكي به سوريا كي اول د تونس زنانه به كومه لاره راغلي؟ او بيا مجاهدين دومره سخت جنكي حالت كي دي جي هغوي خبل كور والا ته نه اوزكاريكي نو بيا دتونسيانو سه خاص صفت دى جي هغوي ورسره متعه كوي، او يل نكاح، دا هسي د مجاهدينو بدنامولو لباره د شيعه مذهب والا كوششونه دي، او زمونك ساده او بي فكره مسلمانان جي دغرب او بي مذهبه خلكو خبري لكه د حديث داسي سمدست قبلوي او سوج او فكر نه كوي، به زاي د دي جي د هغه مظلوم مجاهدينو سره مرسته وكرو او دعا ورته وكرو داسي ملندي وربسي وهل انسان كله بيا د اسلام نه هم باسي، ولي د الله نه نه ويريكي، دا غربي او شيعه ميديا ده، او به سوريا كي جنك د مسلمانانو او شيعه كانو دى، او دا قسم ودونه د شيعه خلكو كار هغوي يي كوي، اوس بري مسلمانان بدناموي، د يهودو اولاد دى شيعه ، او يهودو به هم تل لباره به مسلمانانو باندي تهمتونه لكول او دوي يي هم كوي. د تونس وزير خارجه كه د سري زوي و ولي به ترينه زنانه سوريا ته تللي دا تلل خو رسمي به باسبورت كيكي، سه د تورخم باردر خو نه دي جي هر سرى بري زي رازي.

  21. تاندوالو ته ګناه نشته دغه خبر په لاندی ډول په انترنیت کی نشرشوی

    Tunisian minister: Young girls return pregnant after ‘sexual Jihad’ excursion to Syria By JPOST.COM STAFF
    09/20/2013 10:55

    Sélectionner une langue​▼
    Girls “fooled” into traveling to Syria to offer intercourse, to create an army strong enough to overthrow President Bashar Assad.
    A group of Tunisian girls traveled to Syria to participate in “sexual jihad” there have returned to Tunisia pregnant, Tunisian Interior Minister Lotfi Bin Jeddo reportedly said on Thursday.

    The women “are (sexually) swapped between 20, 30, and 100 rebels and they come back bearing the fruit of sexual contacts in the name of sexual jihad and we are silent doing nothing and standing idle,” Arab news network Al Arabiya reported the minister as saying during an address to the National Constituent Assembly.

    Former Mufti of Tunisia Sheikh Othman Battikh reportedly said in April that 13 Tunisian girls were “fooled” into traveling to Syria to offer sexual intercourse to rebel fighters, in order to create an army strong enough to overthrow the regime of President Bashar Assad.

    The mufti, who Al Alrabiya says was dismissed from his post shortly after making these alleged statements, described the so-called “sexual Jihad” as a type of “prostitution.”

    “For Jihad in Syria, they are now pushing girls to go there. 13 young girls have been sent for sexual jihad. What is this? This is called prostitution. It is moral educational corruption,” the mufti was quoted as saying.

    In August, general director of public security service in Tunisia Mostafa Bin Omar said that a “sexual jihad cell” had been discovered and dispersed in an area west of the country known for its concentration of al-Qaida fighters.

    Bin Omar told Al Arabiya that al-Qaeda affiliate Ansar Shariah was offering minor girls with their faces covered as sexual offerings for jihadist fighters.

    1. وطن صاحب یوازې په انترنټ کې نه دی راغلی. په انترنټ کې خو هرڅوک هر څه لیکلی شي مګر دا خبر فرانس پریس خبري اژانس، او د فرانسې نړیوال ۲۴ ساعته تلویزیون خپور کړی دی.
      تاند

  22. ګرانو اومحترمولیدونکو
    کفری طاقطو هروخت کشش کوی چی مسلمانان سره په یوه جبحه کی جنګ وه نکړی بلکی په څو جبحو کی ورسره وه جنګیږی ځکه اس دوی دمخامخ جنګ طوان دلاسه ورکړی ده دا هم ددوی لپاره داسلام پضد یوه جنګی جبحه جوړه وی په د خاطر اوس غواړی چی په سوریه کی دمجاهدینو رحیه ضعیفه کړی دوی پدی ښه پوهږی چی مسلمانانوته الله داسی کتاب ورکړی دیه که په هغه عمل وه کړی نوهیڅ وه خت به داسی دسیسی وربا ندی تاثیر وه

  23. The real Mujahed (Jihadist) doesn’t need to have sex during performing this sacred job.
    Have you heard the story of Hazrat-e- Hanzala?

  24. د جهاد نکاح یا ( نکاح المِسیار ) په اسلامي فقه کې پداسې ډول ده لکه څرنګه چې عامه نکاح ده، خو فرق پکې دادې چې: پدې ډول نکاح کې ښځه اقرار کوي چې زما نفقه، د اوسېدو ځای … خلاصه ټول مصارف د ژوند زما پخپله غاړه دي، یواځې د نارینه اوښځې بر منځ ایجاب او قبول کیږي، خو د شاهدانو په موجودیت کې او د دوي تر منځ روابطو ته شریعت مُطهّره اجازه ورکوي، چې دا ډول نکاح شرعي حیثیت لري، او هېڅ کوم مشکل پکې نشته، په هر ځاي کې او هر وخت کې جواز لری

  25. ددی خبر په لیدو سره هیښ پاته شوم
    په اسلام کی څه ډول فرقی راپیداشوی چي اوس جهاد النکاح ترنامه لاندی سکس کارونو او فحشا ته دانګي

    داخلګ دلته هم راغلی ول دغه عرب سلفیان او س هم شته او موږ ته د جهاد درس راکوی
    دوی غو ښتل دلته هم جهادی سکس پلی کړی

    ځار ترپښتو شم چي ددوی مخه یی ونیوله
    داپښتو ده چي موږیی له دغی بی حیایی ساتلی یو
    دا پښتنو الی دی چي زموږ پت او حیا یی ساتلی ده
    که پشتو نه وای پښتنوالی نه وایی موږ به تر دوی بد تر وایی
    عربان راغلل غو ښتل یی موږ په جهادی سکس اخته کړی او داناروغی دلته خپره کړی
    یوازی پشتنو او پښتنوالی یی مخه ونیوله

    اوس چي پښتو لږ شاته شویده او دقدرت وږو پری ایشی ده وګوری ځه حال دی

    له ټولو عزیزانو می هیله ده داده چي له پښتو سره مینه خپله کړی ، پښتو راژوندی کړی ، پښتو وساتی او پښتانه وه اوسی له پښتنوالی

    که داسی مو نه کړل عرب ترهر چا ځانونه ښه مسلمانان بولی
    خدای مکړه دپښتو له پریښودلو سره په جهادی سکس اخته نه شو

  26. زما په آند دا بلکل غلطه خبره او افوا ده. دا د شیعه ګانو او اخوندیانو تبلیغات دي په مسلمانانو پسې او غواړي چې اهل سنت و الجماعت بدنامه کړي، شیعه ګان خپل هدف ته د رسېدلو لپاره د هر کار کولو ته چمتو دي… دوی (شیعه ګان) چې دومره ښه خلک دي نو سیغه دې نه کوي د دې کار او د سیغې تر منڅ توپیر راوښایۍ…. دا ټولې دسیسې دي د اسلام د بدنامولو په خاطر هوښیار اوسۍږ

  27. Asalam Alikum To All MY IGNORANT Brothers and Sisters;

    Please read sex with death females, which is supposed to pass by SALAFIS in Egypt…

    http://www.dailymail.co.uk/news/article-2135434/Egypts-plans-farewell-intercourse-law-husbands-sex-DEAD-wives-branded-completely-false.html

    Egypt’s ‘plans for farewell intercourse law so husbands can have sex with DEAD wives’ branded completely false

    By Daily Mail Reporter

    Alleged proposals to allow Egyptian husbands to legally have sex with their dead wives for up to six hours after their death have been branded a ‘complete nonsense’.

    The controversial new ‘farewell intercourse’ law was claimed, in Arab media, to be part of a raft of measures being introduced by the Islamist-dominated parliament.

    They reported it would also see the minimum age of marriage lowered to 14 and the ridding of women’s rights of getting education and employment.

    Controversial: The ‘farewell intercourse’ law is ‘a complete nonsense’, according to sources
    Controversial: The ‘farewell intercourse’ law is ‘a complete nonsense’, according to sources

    But sources inside the Egyptian Embassy in London have said the claims were ‘completely false’, ‘forbidden in Islam’ and ‘could never imagine it happening’.

    The source said the proposal, if it even existed, had not reached the parliament – although it was also admitted it could be the work of an extremist politician.

    Although not officially rebutted, the claims that someone inside Egypt could introduce such a law provoked widespread scepticism.

    More…
    100,000 women undergo brutal genital mutilation illegally in Britain (and some of the victims are as young as TEN)
    ‘Down with military rule’: Tens of thousands pack Tahrir Square to protest against army generals and pro-Mubarak election candidates
    Democracy in action: death doth not them part in Egypt

    The initial report, published on reputable English language website alarabiya.net, claimed Egypt’s National Council for Women was reportedly campaigning against the changes.

    It said the group said that ‘marginalising and undermining the status of women would negatively affect the country’s human development’.

    Dr Mervat al-Talawi, head of the NCW, wrote to the Egyptian People’s Assembly Speaker Dr Saad al-Katatni addressing her concerns.

    Outrage: The ‘proposals’ could have seen Egyptian husbands allowed to have sex with their dead wives (file picture)
    Outrage: The ‘proposals’ could have seen Egyptian husbands allowed to have sex with their dead wives (file picture)

    Egyptian journalist Amro Abdul Samea reported in the al-Ahram newspaper that Talawi complained about the legislations which are being introduced under ‘alleged religious interpretations’.

    The subject of a husband having sex with his dead wife arose in May 2011 when Moroccan cleric Zamzami Abdul Bari said marriage remains valid even after death.

    He also said that women have the right to have sex with her dead husband.

    TV anchor Jaber al-Qarmouty slammed the notion of letting a husband have sex with his wife after her death under the so-called ‘Farewell Intercourse’ draft law.

    He said: ‘This is very serious. Could the panel that will draft the Egyptian constitution possibly discuss such issues? Did Abdul Samea see by his own eyes the text of the message sent by Talawi to Katatni?

    ‘This is unbelievable. It is a catastrophe to give the husband such a right! Has the Islamic trend reached that far? Is there really a draft law in this regard? Are there people thinking in this manner?’

    *This article has been edited to deal with complaints that our original was inaccurate. We apologise to readers who were offended by our first story

  28. Egypt’s Islamists seek to legalise necrophilia

    In this age of 24-hour news, citizen journalism and ubiquitous means of disseminating and accessing news and information, it’s hard to avoid matters that are shocking or upsetting.

    However, now and again one stumbles upon news that is not just shocking or upsetting, but profoundly sickening – the kind of news that makes one want to vomit.

    It comes as no surprise to me that the source of the latest vomit-inducing news is the Islamists – the half-witted, sexually-depraved, mentally-retarded Muslim Brotherhood and Salafis now in control of Egypt’s parliament and sweeping across the political arenas of other Arab countries.

    Today the website of Al-Arabiya TV channel reported that the Egyptian parliament is currently discussing two laws that would plunge the country to depths hitherto unknown to the human species. One law would permit a husband to have sex with his dead wife within the six hours following her death, and the other would lower the legal age of marriage for girls to 14 years.

    According to Egyptian journalist Jabir al-Qarmuti, speaking on Egyptian ON TV on 24 April, the necrophilia draft law, dubbed the Farewell Intercourse Law, “is unbelievable. It is a catastrophe to give the husband such a right. Has the Islamic trend reached that far? … Are there people thinking in this manner?”

    The answer to both questions is yes. There is no limit to the depths to which Islamists will plunge. And yes, as anyone who has met Islamists would know, your typical male Islamist, whether Muslim Brotherhood, Salafi/Wahhabi or Al-Qaeda-type jihadist, is driven largely by sexual frustration and a chronic social ineptitude that makes it difficult for him to form relationships with women (hence the prevalence of homosexual acts among Islamists, e.g. in Iraq, Afghanistan, Pakistan and Saudi Arabia) and leads to pathological misogyny.

    In May 2011 a demented Moroccan cleric, Zamzami Abd-al-Bari, issued a religious ruling – a fatwa – saying that, in his learned view, necrophilia is permissible in Islam because marriage remains valid even after death. To allay suspicions that he might be acting in a sexist manner by conferring privileges on males only, the perverted cleric added that a woman also can engage in sex with her dead husband.

    However, while the legal significance of Abd-al-Bari’s religious ruling is no greater than his IQ, the Egyptian Muslim Brotherhood and their Salafi co-legislators have taken one giant leap further by seeking to enshrine their depravity in law.

    And it doesn’t stop there. Instead of devoting their attention to Egypt’s considerable problems – over-population, homelessness, grinding poverty, corruption, to mention but a fraction – the sexually-depraved misogynist perverts of the Muslim Brotherhood and the Salafi al-Nur Party are launching an all-out onslaught on women’s rights in Egypt. As Al-Arabiya put it, in addition to lowering to 14 years the legal age at which girls can marry,

    They wish to cancel many, if not most, of the laws that promote women’s rights, most notably a law that allows a wife to obtain a divorce without obstructions from her partner. The implementation of the Islamic right to divorce law, also known as the khula, ended years of hardship and legal battles women would have to endure when trying to obtain a divorce.

    Egyptian law grants men the right to terminate a marriage, but grants women the opportunity to end an unhappy or abusive marriages without the obstruction of their partner. Prior to the implementation of the khula over a decade ago, it could take 10 to 15 years for a woman to be granted a divorce by the courts.

    While I feel sick at the mindless self-indulgence of Egypt’s Muslim Brotherhood and Salafis, I am also happy that the Islamists have embarked on a course that will eventually result in their political annihilation. In Egypt as in the rest of the Arab world, those who voted for the Islamists will have to taste their bitter poison before turning against them. In this way, the Islamists will eventually achieve what Ben Ali, Mubarak and Gaddafi failed to do with their repressive apparatuses. They will self-destruct.

ځواب ورکول م. وطن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *