تاند- دوه افغانان پر یوې سویډنۍ ښځې د جنسي تېري او په ژوندۍ بڼه د فېسبوک له لارې د جنسي تېري د خپرولو په شک ونیول شول.
په همدې تړاو یو بل په دې خاطر نیول شوی چې له پېښې خبر و خو پولیسو ته یې اطلاع نه وه ورکړې.
دا پېښه د سویډن د پلازمېنې ستوکهلم د شمال په اوپسالا ښارګوټي کې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ /جنوري۲۱/ په یوه اپارتمان کې وشوه.
ویل شوي چې یو مشکوک ۲۰ کلن او بل ۱۸ کلن دی. پولیسو وروسته له دې دا دوه تنه ونیول چې د فېسبوک له لارې یې د جنسي تېري د ځای څرک ولګاوه.
دواړو افغانانو د پولیسو دا ادعا چې ګنې دوی جنسی تېری کړی دی، رد کړې ده.
پر دوی د جرم رسمي تور نه دی پوري شوی ځکه چې د سویډن له قوانینو سره سم تر څو چې د دوی خلاف کره ثبوت او شواهد نه وي، تور پرې نه شي لګول کېدای خو پولیس اجازه لري چې په توقیف کې یې وساتی څو ونه تښتي.
د دې قضیې په تړاو یو سویډنی هم په دې شک نیول شوی چې د جنسی تېري راپور یې پولیسو ته نه دی ورکړی.
وروسته له دې چې ځینو کسانو ویدیو په فېسبوک کې ولیده، له فېسبوکه یې وغوښتل چې ویدیو لیري کړي.
د اوپسالا مرستیال څارنوال وايي چې د پېښې ځیني عکسونه او د ویدیو یوه برخه لري خو په دغو عکسونو او ویدیو کې جنسي تېری نه ښودل کېږي.
سلامونه ! هیله کوم داسی خبرونه مه خپروی ددوو کسانو په سبب یو خو افغانستان بدنامه کیږی اوبل دلته خلکوته غلط ذهینیت ورکوی تردی یو ښه سپورټی یا تکنالوژیکی خبر خپور کیږي