تاند- په سویډن کې څارنوالانو او پولیسو ۵ تنه افغان زلمکیان پر یوه بل کم عمره افغان د جنسي تېري تور پوري کړ.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ۵ افغانانو، چې عمرونه یې تر اتلس کلونو کم ښودل شوي، یو بل افغان د چړې (چاړه) په وسیله ګواښلی او د جنسي تجاوز لپاره یې ځنګله ته بېولی دی.
دا پېښه په اکتوبر میاشت کې د پلازمېنې ستوکهلم په شمال کې د اوپسالا ښار په ځنګلي سیمه کې شوې ده.
څارنوال جان سترومبک اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې تورن کسان د شپاړسو او اوولسو کلونو ترمنځ دي. خو هغه هلک، چې جنسي تېری پرې شوی، تر ۱۵ کلونو کشر دی.
څارنوال همداراز وویل، شپږ واړه افغانان سویډن ته له خپلوانو پرته یوازې ورغلي دي.
د دغه جرم لپاره په سویډن کې لږترلږه سزا ۴ کاله ده. د محکمې د حکم له صادرېدو وروسته به پنخه واړه د د کم عمرو په ځانګړي محبس کې ساتل کېږي.
دا خبر وروسته له دې خپور شو چې په جرمني کې پر یوه افغان د جنسي تجاوز او قتل قضیې په ټوله اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو پر ضد احساسات پارېدلي دي.
دا د بیغیرته بچیانو د افغا نا نو حیثیت ته سخته صد مه و رسوله، الله د دوی تباه کړي
ای وحشی افغانانو
لواطت او زنا دواړه د اسلامي اصولو خلاف اعمال دی . دواړه کبیره ګناه او په قرآن عظیم کې حرامې ګڼل شویدي. که دوی ځانوته مسلمانان وایی نو بیا ولې داسې کبیره ګناه وې کوی.؟ مړی چې خدای شرموی په تخته ېې متیازې لاړې شي.