تاند – په سوېډن کې د افغانستان د سفارت یو دیپلومات وایي چې پښتانه د افغانستان اتباع نه دي او نه پښتو د افغانستان ژبه ده.

دیپلومات په یوه ګواښونکي ټیلیفوني تماس کې چې په سوېډن کې له یوه مېشت افغان کډوال،‌ سرور ستانکزي سره یې نیولی او د تماس جزییات په ویډیويي بڼه خپاره شوي،‌ وایي چې پښتو د پاکستانیانو ژبه ده او د افغانستان ژبه یوازې دري ده.‌

د افغانستان د اساسي قانون ۱۶مه ماده وایي، «د پښتو، دري، ازبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يې، نورستاني، پاميري او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملي څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.»

https://www.facebook.com/100009031497905/videos/2070209126623450/

ښاغلي ستانکزي له تاند سره په خبرو کې وویل چې ټیلیفون کوونکي ورته وویل چې د افغانستان د سفارت کارمند دی، او وایي چې د «غني ګک» په شمول هیڅوک نشي کولی چې هغوی ته هېڅ هم ووايي.

د سرور ستانکزي هغه نننی پست چې ویل کیږي په سوېډن کې د افغانستان سفارت یې ناارامه کړی و

ویل کیږي چې په ګڼو اروپایي هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې د پخوانۍ شمال ټلوالې غړي، چې د ډېرو تعلیمي او تربیتي کچه ټیټه ده، کار کوي او دا په کې معمول ګرځېدلی چې د پښتنو او پښتو ژبې پر ضد له تعصب ډک او ناوړه چلند وکړي.‌

په وروستیو کې په سوېډن کې د پښتنو افغانانو پر ضد د افغانستان د سفارت د ناوړه چلند له امله د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو د احتجاج غږ پورته کړ.‌

سرور ستانکزی ۱۸ کاله عمر لري او په روان /۲۰۱۷/ کال کې یې په سوېډن هېواد کې د ریاضي په برخه کې د ۷۰۰ کسانو له منځه لومړی مقام وګاټه (په دې هکله د تاند راپور) ده نن دوشنبه /د اکتوبر ۹مه/ د خپل فیسبوک له لارې په سوېډن کې د افغانستان د سفارت د ناوړه چلند له امله شکایت کړی و چې د سفارت د کارکوونکیو له ټیلیفوني ګواښ سره مخامخ شو.‌

16 thoughts on “په سوېډن کې افغان دیپلوماټ: پښتانه د افغانستان اتباع نه دي او پښتو د افغانستان ژبه نه ده”
  1. السلام علیکم ګرانو دوستانو
    داسی ناولي خلک په درجنو د حکومت په ګڼو ادارو کې ګمارل سوی او لږیا دی د پښتو ژبې او پښتنو په ضد ناوړه تبلیغان کوی ۰ اساسی خبره دا دی چی د پښتنو خوند اوبو وړي، او نن په سیاسي ډګر کې په هیڅ شمیرل کیږو۰ دا ځان ته ډیر دلایل لري خو تر ټولو عمده دلیل یې په خپله پښتانه دي، مونږ په لوې لاس په خپله دا خپله ژبه او ځان مو سپک کړي۰ زه به تاسو ته یوه کوچنې بیلګه وړاندې کړم، د ناټو مشاورینو په کندهار کې د لوړپوړو منصبدارانو د روزولو لپاره روزنیز مواد په انګلیسی ژبه چمتو او له مايې وغوښتل چې په افغاني ژبه یې وژباړم۰ چون په کندهار کې د منصبدارانو اکثریت پښتانه وو، نو ما غوره وبلله چي په پښتو یې وژباړم، نږدې څلور میاشتي مو په ژباړې مصرف کړل او کله چې مواد د چاپ لپاره چمتو سول ، نو یو ډګروال چې پښتون وو، په پښتو د کتاب له چاپ سره یې مخالفت وښود او مشاورینو ته یې شیطانت وکړو۰ د همدې پښتون په شیطانت مشاورینو د کتاب له چاپولو ډډه وکړه۰ کله چې مشاورینو ماته په فارسی د کتاب د ژباړې پیشنهاد وکړو ما ترې ډډه وکړه۰ ما له فارسی او یا بلې ژبې سره د تضاد په نیت له ژباړې ډډه ونکړه بلکې د مشاورینو د غیر منصفانه قضاوت او خپل پښتون نه د ګیلې په نیت له ژباړې انکار وکړو۰ نور تاسی ټول هوښیار خلک یاست او په موضوع مو سر خلاصیږي۰ خو زه د اشرف غنی غوږ ته دا خبره رسول غواړم که چیرته د دغه ناولې انسان پر وړاندې جدې برخږرد ونشي نو هغه ورځ به لرې نه وې چې یو ځل بیا د پښتنو میرمنو تي پرې او د نارینوو په سرونو میخونه وڼکوهل سی۰

  2. د سویدن سفارت ملامت ندي ، د افغانستان د باندینیو چارو وزیر لا په پښتو نه پوهیږی . د دوی نازولي دیپلوماتان د همدغو پښتنو له برکته د کور کرایه ، دالري معاشونه ، بیمه ، دیپلوماتیک مصوؤنیت ، د اروپایی هیوادونو ته وړیا ویزه او د خپلې کورنۍ د تګ راتګ وړیا ټکټونه اخلي ، مګر متاسفانه د خدمت په وخت کې خپلو هیوادوالو ته په ډېر سپک نظر ګوري. دغه جنابان پدې ترتیب سره اوبه خړوي او د خدمت د مودې د پای ته رسېدو په وخت کې ځان ته یو « کېس » برابروي چې ژوند یې نور په افغانستان کې په خطر کې دی.
    په وزیرانو کې نور غیرت او شرافت نه وي پاته ، هیله ده چې د افغانستان د ولس نمایندګان او استازی دې ډول بېعدالتیو ته د پای ټکی کيږدي.

  3. له دغه راز تورنو سره اړینه ده چې د کس نوم او په اړونده سفارت کې دده دنده په گوتو شي.
    څرانګه چې په ویډیو کې ده ته د نوموړي لنډغر کس لخوا زنگ وهل شويدئ، نو نمبر یې هم ورته راغلی دی.
    باید ښاغلی ستانکزی د نوموړي فاشیست دیپلومات نوم، دنده او ټیلفون شمېره له مونږ سره گډه کړي تر څو افغانان د نړۍ له گوټ گوټ نه ده ته دده لنډغري او فاشیستي دیپلوماتي ورپه ډاگه کړي.
    مونږ باید یواځې د یوه فک ټیلفون پر مټو پرېکړه ونکړو.

  4. سلامونه، ستانکذی صاحب ‌‌‌‌‌‌ډيره مننه چه یوی داسی مهمی خبری ته مو ګوته نیولی ده. هیله ده چه پښتانه وروڼه نور ويښ شی او دخپلی ژبی او کلتور خدمت ته ورودانګی. یعنی خپل حق وغواړی او د فاشیستانو نور مخنیوی وکړی.

  5. یوې پښتنې امریکایي پروفیسرې چې په افغان امیرکن پوهنتون کې پو هانده وه مازې دومره یو ټویټر کړی وو چې هغې په کې هزاره ګان د مغلستان نه راغلي بللي وو او بل دا چې دوی د ایران جاسوسي کوي که څه هم زه د هغې هغه کړنه نه تاییدوم خو صرف د بیلګې په ‌‌‌‌‌‌ډول د خلکو غبرګون یې په خلاف ښييم چې هغه یې دې ته مجبوره کړه چې دنده پریږدي له هغوی بخښنه و غواړي
    چې د هغې په رامتولو کې د پښتنو هم لاس وو خو اصلي رهبري د امرالله صالح وه
    نو اوس په کار ده چې پښتانه ځوانان په خپل ټول جدیت او زور په حکومت دغه بې لارې او جاسوس د سفارت څخه لرې او مجازات کړي

  6. دا توله د فشتنو د غفلت او بي فروايي نتيجه ده جي د أفغانستان اقليت دري زبان اكثيريت فشتنو ته فه كمه ستركه كوري د افغانستان اصلي اوسيدونكي او حقدار فشتانه دي او لاس كادي فارسيوانانو اصليت تولو ته معلوم ده.

  7. سلامونه دوئ چې پورته کيږي او چغې وهي پښتو او پښتون ته سپکاوی کوي دغو لنډغرو له مونږ دا اختيار ورکړی که زمونږ مشرانو په رېښتنې چوپړ يې کړی وای بايد پښتو ژبه يې په ټول ولاياتو او وزارتونو کې ځای ورکړی وای هر څوک چې وزير وکيل په وزارت ، ولايت کې مقرر کيدلی لومړی شرط په پښتو او دري غږيدلئ سوای نن چې دا حال ده ګرم مونږ يو

  8. باید په ټولو وزراتونو د سفارتونو کی چاڼیز عملیات شروع شی یا باید تعلیم معیار وټاکل شی یا د قوم فیصدی په اساس باندی سفارتونو ته خلک وټآکل شی ځکه په هر قوم کی دومره کسان شته چی حد اقل د سفارت وړوی

  9. سلامونه تولو هیواد والوته وراندی کوم:
    دا گواشنه نه اول دی اونه به آخر وی خو متعصب کسان دخپل تعصب سزا باید ووینی.حکومت دوه سری دی دوه سری حکومتونه تل ناکام وی.اوپه دوه سری حکومتونو کی متعصبین ،خاینین ،قوم پالونکی،ااختلاف آچونکی ،منافقین اومفسدین په اول قطار کی جای لری.

  10. ټولو ته سلام ! زه خو وایم که طالبان دپاکستان غلامان نه وای ، داسې خلکو او مفسدینو ته ډیر مناسب خلک دی – خدای دې دوی بیرته راولی هغه چې وای ((بدپیر ته بد مذهب جوړیږی )) دداسې خلکو خوله دطالبانو په سوک سمیدلای شی – نور نو ولس له تنظیمیانو نه دو سپږمو ته راغلی . په درنښت

  11. سفارت افغانستان در سویدن بیشتر به قرارگاۀ شورای نظار شباهت دارد که خود باعث بدنامی صلاح ربانی میشود

  12. سلامونه
    خویندو او وروڼو تاندوالو او مبصرینو ته احترامونه
    دوی خو همهاغه د پخواني ترکستان (منځنۍ آسیا جمبوریتونو) او اوسني فارس+خراسان+-تاجکوستانیانو بقایا دي چې کله د دو ستم ،کله د فدرام، کله د کلکاني او عطاء خطا ،مهګک او داسې نورو له مردارو ستوڼو او شیطاني مثلثونو له خُلو رمباړې راوځي .
    د پښتنو افغانانو له پرتمین تاريخ څخه شرمیږي او چې خپل فاشیزم سره ېې مقایسه کوي ،بل څه نه پیدا کوي او له خلو .ل بادوي.

    دلته بلجیم کښې چې ټول یو وړکی ملک دی او ټوله ساحه ېې کابل ولایت قدر ده، ۳ ژبې (هالڼډي=فلامش؛ فرانسوي او آلماني)رسمي دي ؛ او ۱۲۰ ملیته پکې اوسېږي ؛ خو که څوک دولت کې کار کوي باید دوه لومړنۍ (هالڼډي او فرانسوي )ېې باید زده وي + مسلکي مهارت او تجربه…
    ما مخکې یوه لیکنه لیکلې وه چې دنړۍ ډیپلوماټان لابیګرۍ کوي او زمونږ د ربانیګک چار ټګان له آسترلیا نه تر کاناډا او م.م.م. لوبې او بازینګري !!!

  13. ګرانو هیوادوالو، خبره خو معلومه ده او یواځي په ویلو څه نه کیږی تر څو چه یو بل ته لاسونه ورنه کړو او خپل آواز پورته نه کړو. تر څو به مو قوم توهینیږی او ژبه به مو څوک په رسمیت نه پيژنی. راځی چه خپل غږ هر سفارت ته، هر وزارت ته ، ملی شورا ته او نورو دولتی چارواکو ته وراسوو چه دپښتو ژبی سره دا چلند نوره دمنلو وړ نه ده . ددی دپاره زمونږ یو رهبر په کار ده چه ددی وړتیا ولری چه په ټوله نړۍ کی صلح .یز اغتراضونه پيل کړی او دپښتنو غږ اوچت کړی او بله زما هیله داده چه هر یو دغه ویدیو په فیسبوک کی او نورو میدیه کی دهیوادوالو سره شریک کړی. مننه

  14. اړتپا وه اړتيا ده چه پښتون هر يو چه هر چيرته وى بايد دځان دکلچر ژبى او حق دفاع بى له رحمه وکړى وطن زما په ازادى يى زه سر ور کوم ليګن اختيار مى د يوه لږ توکى په لاس ده دا کوم ممطق مني تر څو چه دا ځوان پښتون خپل حق په وچ زور وانخلى دا نور يي په خپله تبه نه ورکوى ځکه پښتون خپل حق په خپل لاس ور سپارليوو او سپارلي ده
    ځوان پښتونه ژوند ستا مخى ته پرږوت ده حق د واخله دد مفت خوړو بوډاګانو مشرانو په تمه مه کينه موږ هم د همدو بوډاګان په تمه ناست وو دومره همت مو ونګړ چه خپل حق په خپله وينه وساتو ليکن خپله وينه مو په تربګينى کى تويه کړه چه ننۍ ناورين زموږ د نه يووالى سمر ده

ځواب ورکول جمدر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *