تاند- د افغانستان او پاکستان امنیتي چارواکي د جمعې په ماښام موافقې ته ونه رسېدل.

دواړه خواوې وروسته له دې خبرو ته کښېناستل چې د سپین بولدک په دوو کلیو کې د دوو هیوادونو سرحدي ځواکونو ۱۲ ساعته جګړه وکړه او په لړ کې یې ۱۲ تنه ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شول.

دا خبرې په دې خاطر ناکامې شوې چې پاکستاني لوري د سپین بولدک په لقمان او نظري یا جهانګیري کلیو کې د سرشمېرنې په کولو او د کندو په کیندلو ټینګار وکړ.

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په مشرۍ افغان لوري بیا تاکید کاوه چې دا دوې سیمې د افغانستان د سپین بولدک برخې دې او پاکستانیانو ته اجازه نه ورکوي چې پکې سرشمېرنه وکړي.

پرون په دغو دوو کلیو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو په ۱۲ ساعته نښتو کې ۱۱ پاکستاني ملېشه ووژل شول او درې افغانان شهیدان شول.

2 thoughts on “په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني خواوو خبرې ناکامې شوې”
  1. څنګه کیدای شي یوه سیمه چې متنازع فیه وي ، هلته پنجابي سرزورې ملیشې د سرشمیرنې لپاره لجاجت وکړي. لاتر اوسه د ډیورند کرښه دیمرکیشن یا نشانی شوې نده ، بنا پنجابیان دا حق نه لرې زمونږ په خاوره او کلیو کې سرشمیرنې او تجاوز وکړي.
    معمولا داسې جنجالي مسایل د باندینیو چارو وزارت د استازو ، سرحدې قواوو کمیسارانو، کورنیو چارو وزارت د استازو او نورو ذیدخلو لوریو په ګډه استازولی سره حل کیږی نه د نظامی قواوو په استعمال سره .

  2. دا خو نوې خبره ده چې سر شمیرنه پوځ کوي، او بیا د سر شمیرنې لپاره د سقیله وسلو او ټانګونو سره راځي. مقصد یې بل وو خو ارمان یې پوره نشو.

ځواب ورکول حضرت سهاک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *